تازه خبرونه

یو افغان کډوال هغه مهال مړ شو، چې ځان یې د ۱۶ پوړ له کړکۍ راوغوزاوه

Published

on

(Last Updated On: تله ۷, ۱۴۰۱)

د یکشنبې پر سهار په انګلستان کې یو ۳۰ کلن افغان وګړی هغه مهال مړ شو، چې د ۱۶ پوړ د اپارتمان له اورلګېدنې یې د ژورنې لپاره ځان له کړکې کښته راوغوزاوه.

د چارشنبې پر ورځ د بریستول چارواکو مړ شوی افغان کډوال عبدالجبار اوریاخېل نومولی، چې د فبرورۍ په میاشت کې یې ځان بریتانیا ته رسولی و.

د افغانستان دغه وګړی د پخواني حکومت له ړنګېدو وروسته تښتېدلی و.

د بریستول پوست د څرګندونو له مخې؛ عبدالجبار اوریاخېل د پناه غوښتنه کوله او د بریستول ختیځ لوري ته د توینیل هاوس په ۱۶ پوړ کې د تره له زوی سره اوسېده، چې د یکشنبې پر سهار شاوخوا ۲ بجې دغه  غمجنه پېښه رامنځته شوه.

پلټنو په ډاګه کړې، چې دغه اور هغه وخت پیل شوه، چې د برښنایی بایسکل چارجر اور واخیست او په هغه وخت کې کور درې نور کسان له اور څخه په تېښته بریالي شول؛ دوه نورله یوې کړکۍ څخه له ودانۍ ووتل او اوروژونکیو وژغورل.

Trending

Exit mobile version