نړۍ

یو بریټانیایي له ۹ پوړیزې ودانۍ راغورزېدو وروسته ژوندی پاتې شو

Published

on

په انګلستان کې یو ۳۱ کلن سړی د یوې ودانۍ له ۹ پوړه پر یوه پارک شوي بي یم ډبلیو موټر له غورزېدو وروسته ژوندی پاتې شو.

د بریټانيا رسنیو څرګنده کړی؛ دغه سړي ځان له یوې ۹ پوړیزې ودانۍ راغورزولی. اوس روغتون ته لېږدول شوی او روغتیايي حالت یې د اندېښنې وړ دی.

تر دې دمه څرګنده شوې نده، چې هغه په دې ودانۍ کې څه کول. دغه سړی تر اوسه نه پېژندل شوی او نه یې له پولیسو سره همکاري کړې ده.

کریستینا سمیټ د یوې عیني شاهدې په توګه، چې په ټولنیزو رسنیو کې یې د پېښې انځورونه خپاره ویلي، چې په لومړي سر کې مې فکر کاوه، چې دا به کوم شی و.

میرمن سمیټ زیاته کړې: د موټر شاتنۍ ښیښه ماته شوه. بیا هغه سړی راپورته شو او چیغې یې پیل کړې؛  لاس یې مات شوی و.

هغې ویلي: زه حیرانه شوې وم.دا د فلم یوې صحنې ته ورته وه.

Trending

Exit mobile version