تازه خبرونه

یو شمېر خوشې شوي بندیان یې بېرته نیولي او یا وژلي دي – طالبان

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۲۰, ۱۳۹۹)

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ایرنا خبري آژانس سره په مرکه کې د ولسمشر اشرف غني د لومړی مرستیال امرالله صالح وروستۍ ادعا رد کړې، چې ۸۵ خوشې شوي طالبان د جګړې ډګر ته ستانه شوي دي.

محمد نعیم ويلي؛ دا ډول څرګندونې رښتیا ندي او په حقیقت کې تبلیغاتي اړخ لري، چې له څه مودې راپدیخوا د کابل ادارې د لوړ پوړیو چارواکو لخوا ویل کیږي.

نوموړي یو نوملړ هم خپور کړی، چې ښیي؛ حکومت یو شمېر خوشې شوي بندیان بیا پرته له کوم جرمه  نیولي یا وژلي دي.

له دې وړاندې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح منلې وه، چې خوشې شوي بندیان بېرته د جګړې سګنرونو ته ستانه شوي؛ خو یو شمېر یې بېرته نیول شوي یا وژل شوي دي.  

د ولسمشر د لومړي مرستیال د مطبوعاتي دفتر غړی ذبیح الله عادل وایي، چې دا نه یوازې دفاعي او امنیتي ادارو منلې، بلکې نړیوالو ملګرو هم تائید کړې. د طالبانو لخوا خپرې شوې ویډیوګانې او آډیو پیغامونه ښیي، چې دوی له ښه نیت څخه ناوړه ګټه واخیسته او د طالبانو ترهګریزې هڅې هم دا تائیدوي.

د ملي دفاع وزارت سرچینې وايي، چې خوشې شوي ټول پېنځه زره طالبان د یوې کړنلارې له مخې خوشې شوي او ان د جګړو په ډګرونو کې تر څارنې لاندې دي.  

د طالبانو پخواني غړي سید اکبر آغا ویلي: د جګړې پای دا معنی نلري، چې یو څوک خوشې شوی وي، بیا ونیول شي؛ ځکه دا کار نور هڅوي، چې د جګړې ډګرونو ته ستانه شي.

دا تورونه په داسې حال کې راپورته کیږي، چې په دوحه کې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرې ځنډیدلي او د طالبانو پلاوی د سیمې نورو هېوادونو ته سفرونه کوي او د حکوړمتي پلاوي یوشمېر غړي د مشورې لپاره کابل ته د راتګ نیت لري.

Trending

Exit mobile version