سیمه ییز خبرونه

یو شمېر دولتي کړۍ د مخورو شخصیتونو په وژنو کې لاس لرلی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د احمد شاه مسعود بنیاد مشر احمد ولي مسعود گواښ کړی، چې یو شمېر دولتي کړیو د مخورو شخصیتونو په وژنو کې لاس لرلی دی.

فواد ناصری گزارش راکوي، چې د شهید اوونې او د احمد شاه مسعود د ۱۳ تلن د نمانځنې په درشل کې د دې اوونۍ د ماتم نمانځلو کمیسیون د ځانگړیو مراسمو د ترسره کولو خبرداری ورکړی دی.

احمد ضیا مسعود له خلکو غواړي، چې د مراسمو په بهیر کې دې د ښار عادی اوسیدونکیو ته د ستونزو له جوړولو ډډه وشي.

افغان امنیتي ځواکونه هم وایي ، چې د شهید اوونې د نمانځلو له پاره ځانگړی پلان تر لاس لاندې دی.

د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت نشراتی معینه سیمین حسن زاده وايي:

هغه رسنۍ، چې له کینې او نفاق ډکې خپرونې وکړي؛ بې پوښتنې به پاتې نه شي.

د طالبانو له نظام وروسته ډېرې جهادي او سیاسي څېرې ووژل شوې؛ خو دوسیې یې تر دې دمه له یاده ایستل شوې دي.

احمد شاه مسعود په افغانستان کې لومړنی کس دی، چې د ځانمرگي برید ښکار شواو تر دې دمه یې وژونکي پېژندل شوي نه دي.

Trending

Exit mobile version