سیمه ییز خبرونه

یو شمېر دیني عالمانو له استاد سیاف څخه خپل ملاتړ اعلان کړ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په کابل کی یو شمېر دینی عالمانو د ولسمشری ټاکنو ته نوماند عبدالرب رسول سیاف څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

دا په داسې حال کې ده، چې ډېری ټاکنیزی سیالی په کابل کی محدودی شوی دی. د دوشنبې په ورځ ( د کب ۲۶ ) هم یو شمېر دینی عالمانو له عبدالرب رسول سیاف څخه په ملاتړ راټول شوی وه.

په دې غونډه کې د بغلان د دینی عالمانو استازي مولوي عبدالرحمن حنیف او دیني عالم مولوي ناصر ووېل، افغانستان په یوه اساس پړاو کی دی او یوازی ښاغلی سیاف کولای شی هېواد له دی حالته وژغوری.

په ورته مهال د ولسمشری ټاکنو ته نوماند عبدالرب رسول سیاف وایی، که چېری دی د ټاکنو ګټونکی شي په خپلو کړو وعدو به عمل وکړي.

نوموړی ټينګار کوي که چېري په ټاکنو کې بریالی شي او که نه د افغانستان په خدمت کې به وي.

د ولسمشرۍ دغه کانديد همدارنګه وایي، چې له کاندیداتورۍ څخه یی موخه د واک ترلاسه کول نه بلکې د افغانستان خلکو ته خدمت کول دي.

Trending

Exit mobile version