تازه خبرونه
یو شمېر روغتیايي چارواکي به عدلي او قضایي ارګانونو ته وروپېژندل شي
د افغانستان د پلټنې ادارې ویلي؛ د عامې روغتیا وزارت ځینې اوسني او پخواني چارواکي او د ولایتونو روغتیایي مسوولین به له دولتي سرچینو څخه د ناسمې استفادې او وظیفوي غفلت په تور عدلي او قضایي ارګانونو ته معرفي شي.
د افغانستان د پلټنې ادارې لومړنۍ موندنې ښیي، چې د کرونا پروړاندې د مبارزې د بودجې په لګولو کې روڼتیا نشته؛ په ځانګړې توګه هغه توکي، چې د بازار له بیې څو برابره لوړ پیرودل شوي دي. ان د یوه جنس په بیه کې هم توپیر شته. د بېلګې په توګه د تبې یو ډیجیټلي ښوودونکی په بدخشان کې ۱۲ زره افغانۍ، په هرات کې پر ۲۴ زره افغانۍ او په لوګر کې په ۹۱ زره افغانۍ پېرودل شوي دي.
دې ادارې په خپلو لومړنیو موندنو کې په ډاګه کړې، چې د کرونا پر وړاندې د مبارزې په بودجه کې روڼتیا نه وه او د بازار له بیو څو برابره لوړې پېرودنې شوې دي.
د پلټنې دې ادارې څرګنده کړې؛ د علي جناع او افغان جاپان روغتونو د روغتیایي کارمندانو په استخدام او معاشونو په ورکولو کې هم روڼتیا نشته.
دا اداره وایي، عامې روغتیا وزات او روغتیایي سکتور له جدي مدیریتي کمزورتیا سره مخ دی.
د افغانستان د پلټونکې ادارې مشره غزال حارس وایي؛ په داسې حال کې، چې پیسې له کرونا سره د مبارزې لپاره وې، خو په یو شمېر ولایتونو کې د بېلګې په توګه د خوب تخت، د ګرځند سیت او ۷۵ انچه تلویزیونونه پېرودل شوي دي.
د پلټونکې ادارې د موندنو له مخې؛ که څه هم حکومت د ګرانبیه روغتیایي ماشینونو د پېرودلو لپاره پیسې ورکړي؛ خو پرځای یې زاړه ماشینونه ایښودل شوي. د بېلګې په توګه ویل کیږي، چې د هرات لپاره نوي پي سي آر ماشینونه پېرودل شوي؛ خو په حقیقت کې زاړه ماشینونه ورلیږل شوي دي.
میرمن غزال حارس زیاته کړې؛ د عامې روغتیا وزارت ځینې اوسني او پخواني چارواکي او د ولایتونو روغتیایي مسوولین به له دولتي سرچینو څخه د ناسمې استفادې او وظیفوي غفلت په تور عدلي او قضایي ارګانونو ته معرفي شي.
دغه اداره د افغانستان د عامې روغتیا وزارت او ټول روغتیایي سکتور د مدیریت پر کمزورتیا، د روڼتیا پر نه عملي کولو او د پېرودلو په برخه کې د لومړیتوبونو په پېژندلو کې پر ناغېړیو تورنوي.
د دغې ادارې موندنې ښیي، چې د روغتیا وزارت د موجوده درملو او تجهیزاتو د استفادې پرځای داسې توکي پېرودلي، چې اړتیا ورته نه وه. دا هغه څه دي، چې دا اداره یې د روڼتیا نشتوالی بولي.
د پلټنې ادارې موندنې ښیي، چې د علي جناح او افغان جاپان روغتونونو د کارمندانو د استخدام او معاش ورکولو په برخه کې هم روڼتیا نه وه په ځانګړې توګه لسګونه کارمندان له اړتیا پرته او د رشتې خلاف استخدام شوي دي.
دا اداره وایي، حتا ځینې کسان د اسنادو له لرلو پرته په څو برخو کې ګومارل شوي دي.
دا اداره پاکستان ته د وتلاتورونو قاچاق ردوي؛ خو د نورو ونتلاتورونو د قاچاق موضوع تراوسه نه ردوي.