تازه خبرونه
یو شمېر هېوادونو د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف نه دی منلی
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د پاکستان، مالیزیا، او اندونیزیا چارواکو ویلي؛ په رسمي توگه یې نه ده منلې، چې غواړي د دغه ډول ائتلاف غړي شي.
سعودي عربستان د سې شنبې په ورځ وویل، څلوردېرش اسلامي هېوادونه به د دغه ائتلاف غړي وي.
د سعودي دفاع وزیر شهزاده محمد بن سلمان ویلي، د دوی تمرکز به په عراق، لیبیا، مصر او افغانستان کې د ترهگرۍ په وئاندې تمرکز وي.
د هغه په وینا، اسلامي هېوادونه په جلا جلا توگه د ترهگرۍ خلاف جنگیدل او د دغو هڅو همغږي اړینه ده.
دا په داسي حال کي ده، چې د افغانستان ولسي جرگه د پاکستان او عربستان هڅو ته په دې اړه د شک په سترگه گوري.