تازه خبرونه
یو شمېر هېوادونو په افغانستان کې پر مرګونو سیلابونو خواخوږي څرګنده کړه
په بغلان ولایت کې د سیلابونو له کبله، چې له ۳۰۰ ډېر کسان یې مړه کړي؛ پاکستان، ایران، قطر او متحده عربي اماراتو له افغانستان سره خپله خواخوږي څرګنده کړه.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې: د پاکستان حکومت او خلک د افغانستان په څو ولایتونو کې د سختو بارانونو او د ناڅاپه سیلابونو د راوتلو له کبله پر ځاني او مالي زیانونو د زړه له کومې خواشیني څرګندوي. پاکستان په دې سختو حالاتو کې د افغانستان له خلکو سره د پیوستون څرګندونه کوي.
د قطر بهرنیو چارو وزارت ویلي: د قطر دولت د دې هېواد په شمالي بغلان ولایت کې د سختو سیلابونو له کبله، چې خلکو ته یې مرګ، ژوبله او مالي زیاونو ړولي؛ له افغانستان سره خپل بشپړ پیوستون څرګندوي.
قطر له افغانستان او خلکو سره پخپلو مرستو ټینګار کړی او دې هېواد ته یې د اسانتیاوو برابرولو او همکارۍ بشپړ چمتووالی ښودلی دی.
د متحده عربي اماراتو بهرنیو چارو وزارت هم د افغانستان له خلکو او د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي او خواشیني څرګنده کړې ده.
دغه راز په مزارشریف کې د ایران قونسلګرۍ ویلي: ایران د بغلان او تخار ولایتونو په ګډون د افغانستان په شمالي سیمو کې د وروستیو سیلابونو له کبله پر ځاني او مالي زیانونو خپله ژوره خواخوږي او خواشیني څرګندوي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي هم د افغانستان له خلکو سره خپل پیوستون څرګند کړ.
انټونیو ګوټرش ویلي؛ ملګري ملتونه او په افغانستان کې یې شریکان د حکومت له چارواکو سره همغږي دي، چې اړتیاوې چټکۍ وارزوي او بېړنۍ مرستې برابرې کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین په هېواد کې له سیلاب ځپلیو کورنیو سره د مرستندویه بنسټونو او هېوادوالو د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
