ساینس او ټیکنالوژي
یو فلزي ربات کولی شي پر بڼه بدلولو ځان نرم او د تېښتې لار خپله کړي
پوهانو څرګنده کړې؛ یو کوچنی فلزي ربات کولی شي پر بڼه بدلولو په سختو ځایونو کې هم خپلې دندې بشپړې کړي او حتی له پنجرې تیښته وکړي.
د ساینسي څېړنو له مخې؛ ساینس پوهانو د روباتیک په برخه کې پرمختګ کړی او د داسې ربات پر جوړولو بریالي شوي، چې کولی شي ځان نرم کړي او د فلزې پنجرې په ګډون ځان له هر سخت چاپېریاله بریالی وباسي.
سمندري خیار یا بحري بادرنګ ته له ورته حیواناتو الهام اخیستل شوي دا کوچني رباتونه هم ځان نرموي او هم سختولی شي. له همدې کبله دوی د دې وړتیا لري، چې په بېلابېلو برښنایي او طبي څانګو کې یو لړ عملي خدمات چمتو کړي او پر هغو رباتونو غلبه ومومي، چې یو یا جامد حالت لري.
دا رباتونه کولی په سختو لارو کې حرکت وکړي. ان د اړتیا وړ توکي د انسان معدې ته وړاندې او له فلزي پنجرو څخه د تېښتې پروخت ځان نرم او مایع کړي.
د چین د هانګکانګ پوهنتون انجنیر چینګفینګ پان وايي: په رباتونو کې د مایع او جامد حالتونو ترمنځ د بدلون وړتیا د دوی هڅې نورې هم زیاتوي.
د دغه ربات په جوړولو کې څېړونکیو غیر زهرجن موادو ته اړتیا درلوده، چې وکولی شي په اسانۍ سره د خونې په حرارت کې د نرم او سخت حالت ترمنځ هم بدلون ومومي. دوی ګالیم ته مخه کړه، چې دا یو نرم فلز دی او د ۲۹ اعشاریه ۷۶ سانتي ګراد درجې لرونکی دی. دا درجه د انسان د بدن د حرارت له درجه یوازې یو څو درجې ټیټه ده. ان تاسې کولی شئ ګالیم یوازې په خپل لاس کې له نیولو سره ویلې کړئ.
څېړونکي هیله لري، چې دا ربات به د درملو په رسولو کې وکارول شي؛ خو تر اوسه په بشپړه توګه څېړل شوی ندی.
کارپوهانو ویلي؛ په راتلونکي کې باید نورې څېړنې هم ترسره شي او وښودل شي، چې دا رباتونه په طبي برخه کې څنګه کارول کیدی شي.
