سیمه ییز خبرونه
یو هندي پیلوټ د جیټ الوتکې له نسکورېدو روغ ووت
(Last Updated On: کب ۲۳, ۱۴۰۲)
د سې شنبې پر ورځ ( د کب دوهویشتمه) د هند هوايي ځواک تجاس نومې جیټ الوتکه د راجستان ایالت د جیسلمیر اړوند سیمې ته نږدې د روزنیزې الوتنې پر مهال نسکوره شوه.
د هند هوايي ځواک د څرګندونو له مخې؛ د الوتکې پیلوټ له غورځېدو وروسته ژوندی پاتې شو.
تجاس یو سپک سوپرسونیک جنګي الوتکه ده، چې د هند لخوا جوړه شوې او د هند هوایي ځواک او سمندري ځواکونه یې کاروي.
دې جیټ الوتکې په لومړي ځل په ۲۰۰۱ ز. کال کې الوتنه وکړه او په ۲۰۱۶ کې په بشپړه توګه د ماموریت لپاره وکارول شوه.
دا لومړی ځل ندی، چې دا ډول الوتکه نسکوریږي؛ په ۲۰۱۵ کې، تجاس الوتکه د روزنیزې الوتنې پر مهال وغورځېده، چې دوه پیلوټانو په کې خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړ.
د هند هوايي ځواک څرګنده کړې، چې د وروستۍ الوتکې د لوېدو د علت په اړه به هر اړخیزه څېړنه وکړي.