تازه خبرونه

یو پر پېنځمه برخه کورنیو خپل ماشومان کار کولو ته اړ کړي – سروی

Published

on

له ماشومانو څخه د ملاتړ ادارې یوه نوې سروې ښیي، چې په افغانستان کې د ژوندانه د خرابو شرایطو له کبله یو پر پېنځمه برخه کورنیو خپل ماشومان کار کولو ته اړ کړي دي.

دغې ادارې نن (دوشنبه د سلواغې ۲۵ ) ویلي، چې په اووه ولایتونو کې یې ۱۴۰۰ کورنۍ سروې کړي او پایلې یې ښيي، چې په وروستیو میاشتو کې د افغانستان د ځینو برخو شاوخوا یو میلیون ماشومان کار ته اړ شوي دي.

د دغې ادارې د څرګندونو له مخې؛ ۸۲ سلنه افغانانو د پخواني حکومت له نسکورېدو او د اسلامي امارت له واک ته رسېدو وروسته خپل عاید له لاسه ورکړی او ۱۸ سلنه خلکو ویلي، چې کار ته د خپلو ماشومانو له لېږلو پرته بله چاره نلري.

د سروې له مخې له ۸۰ سلنې ډېرو کورنیو ویلي، چې دوی خپل ورځنی او میاشتنی عاید له لاسه ورکړی دی.

دغه راز ویل شوي، چې په ښارونو کې اوسیدونکې کورنۍ له ټولو ډېر زیانمن شوي دي.

له ماشومانو ملاتړې ادارې دا هم ويلي، چې په افغانستان کې د اقتصادي بحران له کبله د اومو توکو په ځانګړې توګه د خوراکي توکو بیې لوړې شوي دي او ۳۹ سلنه کورنیو ویلي، چې دوی له نسبتا شتمنو کورنیو څخه خوراکي توکي پر پور اخیستي دي.

ډېرۍ کورنۍ، چې خپل ماشومان د سختو کارونو د ترسره کولو لپاره اړ کړي؛ هم د ژمي په سړه هوا کې د خپلو ماشومانو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګندوي او وايي، چې دوی هیڅ بله لار نلري.

د ماشومانو ملاتړې ادارې دا هم ویلي، چې په هېواد کې له ماشومانو څخه د ملاتړ لپاره کار کوي او له اړو کورنیو سره مرستې روانې ساتي.

د دغې ادارې د څرګندونو له مخې؛ د تېر کال له سپټمبر راپدیخوا یې په افغانستان کې د زرګونه ماشومانو په ګډون له ۷۶۳ زره کسانو سره مرسته کړې ده.

دغه سازمان څرګنده کړې، په دې موده کې ۱۲۷ زره کسانو ته نغدې پیسې وېشل شوي، چې ځانونو ته خوراکي توکي برابر کړي.

په کابل کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د مرستو د درېدو له کبله دغه هېواد له سخت بشري ناورین سره مخ شو او ملګرو ملتونو څرګنده کړه، چې د ژمي له رارسېدو سره به د افغانستان خلک له پراخې قحطۍ او لوږې سره مخ شي.

دغه اداره اټکل کوي، چې که ژر تر ژره افغانستان ته مرستې ونه رسېږي، د دې هېواد شاوخوا ۹۷ سلنه وګړي به له اوسني بشري وضعیته اغېزمن شي.

Trending

Exit mobile version