تازه خبرونه
یو کس په هرات کې خپله ښځه، خواښې او اوښی د چړې پر ګوزارونو وژلي
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د هرات د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالاحد ولی زاده زیاته کړې، چې په دې پېښه کې تورن کس له پېښې وروسته د پولیسو لخوا نیول شوی دی.
نوموړي وایي د لومړنیو څرګندونو له مخې؛ دغه غم لړلې پېښه د اقتصادي او کورنیو ستونزو له کبله رامنځته شوې ده.
هغه دا هم ویلي، چې له تورن څخه دوه چړې هم تر لاسه شوې دي.
د ویلو ده، چې په ټول هېواد کې د ورته تاوتریخوالی کچه ډېره شوې دی.