تازه خبرونه

۱۵۰ امنیتی ساتونکي د وکیلانو د ساتنې لپاره موظف شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ولسي جرګې یو شمېرغړیو د پولیسو له رنجر موټرو څخه د استفادې تر څنګ، د ملی شورا امنیتي ځواکونه د خپلو شخصي ساتونکو په توګه ګمارلي دي.
د ولسي جرګی ځینی غړي د دې مطلب په څرګندولو سره نیوکه کوي چې دا د قانون خلاف کار دی.
د ولسي جرګي مرستیال منی چې ۱۵۰ امنیتی ساتونکي د وکیلانو په غوښتنه د کورنیو چارو وزارت د دوی لپاره موظف کړي دي. هغه وویل چې دوی کورنیو چارو وزارت ته مکتوب لیږلی چې دغه امنیتي مامورین خپل قطعاتو ته بېرته ولیږي.
د ولسي جرګې غړي ګلالۍ نور صافۍ وایي، په داسی حال کې چې هیواد له امنیتي ستونزو او ګواښونو سره مخا مخ دی؛ خو د ولسي جرګې یو شمیر غړي امنیتی ځواکونه د خپل ځان د ساتنې او د پولیسو له رنجرنو په غیر قانوني توګه ګټه پورته کوي.
بل خوا د ولسي جرګې د غړوتر منځ لفظی شخړې هغه مهال رامنځ ته شوې چې د بادغیس استازي د ولسي جرګي پر غړي محمد موسی جناب تور پوری کړ چې د بادغیس په ناامنیو کې لاس لري او باید په دي اړه څیړنه وشي.
د ولسې جرګي رییس، محمد موسی جناب د کورنیو اصولو او وظایف له لایحې نه د سر غړونې له امله د یوې ورځې لپاره له غونډي څخه وویست.
دا په داسې حال کې ده چې مخکې له دې ولسمشر غني د ملي شورا غړو ته خبرداری ورکړی و چې له وزیرانو سره شخصي لیدنې او ناقانونه غوښتنې مطرح نه کړي.

Trending

Exit mobile version