تازه خبرونه
۲۳۵زره ۹۳۸ کسانو د ټاکنو لپاره نوملیکنه کړې- حوا نورستانۍ
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د ټاکنو خپلواک کمیسیون رییسه حوا عام نورستانۍ له ټولو خلکو وغوښتل، چې په دوه پاتې ورځو کې ځانونه راجستر کړي.
د دې بنسټ د څرګندونو له مخې؛ د غزني په ګډون تر دا مهاله ۲۳۵زره نهه سوه اته دېرش کسانو د ټاکنو لپاره نوملیکنه کړې ده.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړې رحیمه ظریفي وایي، په دې بهیر کې د خیالي کسانو د پېژندنې هڅې هم روانې دي.
د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د رای ورکوونکیو د نوملیکنې لړۍ د چنګاښ پر ۱۸ پیل شوې او ټاکل شوې، چې د چنګاښ پر اتمه پای ته ورسیږي.