تازه خبرونه
۳۴ كاله مخكې د كابل خلكو د سرو لښكرو پر خلاف پاڅون كړى
د ۱۳۵۸ل كال د كب په درېيمه كابل ښاريانو د الله اكبر گډې چيغې اوچتې كړې او د شوروي له سرو لښكرو څخه د افغانستان د خلاصون لپاره ولسي پاڅون وشو.
د كب د درېيمې د پاڅون تنظيمونكى موسى فريور وايي:
دا ولسي پاڅون د شوروي لښكرو له يرغل دوه مياشتې وروسته رامنځته شو. د دې پاڅون په لومړنيو شېبو كې كابل ښاريانو له وسلو پرته د شوروي او د وخت د رژيم پر گډو ځواكونو بريد وكړ. دوى په دې وتوانيدل، چې د كابل څو سيمې ونيسي.
د شوروي سرو لښكرو په ټانگونو او ذرهي پرمختلليو وسايطو د ځمكې او هوا له لارې كابل تر بريدونو لاندې ونيوه.
په افغانستان كې د شوروي د سرو لښكرو څه د پاسه نهه كلن حضور د دې سبب شو، چې له يو ميليون زيات افغانان ووژل شي او درې ميليون نور كډوال او يا هم معلول او يا معيوب شي.
د شمېرو له مخې، په دې موده كې كرملين ته هم درانده مالي زيانونه واوښتل د دې تر څنگ نږدې ۱۵ زره شوروي پوځيان د افغانستان په جگړه كې ووژل شول.
د كب د درېيمې عيني شاهد سيد محفوظ وايي:
كه څه هم د ۱۳۵۸ل كال د كب د درېيمې له پاڅون څخه څه نا څه درې لسيزې تېريږي، خو د هغه مهال ياد او خاطرې د هر افغان په ځانگړي توگه د كابل اوسيدونكيو په ذهنونو كې ژوندۍ دي.
سيد محفوظ، چې په دې پاڅون كې يي د خپلې كورنۍ ۱۷ غړي له لاسه وركړي وايي: كله، چې شل كلن و دا پاڅون وشو او لا تر اوسه يې د كورنۍ څو غړي ورك دي.
د شوروي د سرو لښكرو په وړاندې لومړى پاڅون د كابل په چنداول كې پيل شو. د شوروي يا د جمهوريتونو اتحاد يرغل پر افغانستان دا هېواد د افغانانو پر ټولوژنې بدل كړاو د دې سبب شو، چې افغانستان سلگونه كاله له قافلې شاته پاتې شي.