سیمه ییز خبرونه

۳۴ كاله وړاندې پخوانې شوروي اتحاد پر افغانستان يرغل كړى و

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

نن د مرغومي پېنځمه، چې پر افغانستان د پخوانې شوروي د يرغل له  څلوردېرشمې كليزې سره برابره ده.

څلور دېرش كاله وړاندې په همدې ورځ د پخوانې شوروي پوځ د افغانستان د يرغل لپاره كار پيل كړ او د افغانستان خاورې ته را د ننه شول.

د ۱۳۵۸ل كال د مرغومې په شپږمه كابل د سرو لښكرو د لومړۍ جوپې شاهد ول او په دغه شپه د الوتكو زړه بوگنونكي غږونه اوريدل كيدل.

ډېرى په دې نه پوهيدل، چې څه پېښ شوي. سهار د حفيظ الله امين په وژل كيدو سره ټولو د يرغل احساس وكړ.

د كابل يو تن اوسيدونكى  جان علي وايي:

شوروې د افغانستان يو شمېر برخې ونيولې او ورو ورو يې په دغه هېواد كې د خپلو سرتېرو شمېر سل زره كسانو ته ورساوه.

افغانانو، چې له دې وړاندې يي د بريتانيا يرغل مات كړى و د دوى په وړاندې يې مقاومت وكړ او بلا اخيره يې دغه ښكېلاك هم مات كړ.

پوځي كارپوه جاويد كوهستاني وايي:

شوروي د دغه يرغل تر شاه سترې موخې درلودې؛ فارس خليج ته لاس رسى او د هندوستان تودو اوبو ته ځان رسول د دوى له مهمو موخو بلل كيږي.

د نوموړي په وينا، د ميليونونو كسانو وژل كيدل، مهاجر كيدل او همدا راز په افغانستان كې د جگړې دوام  پر افغانستان د شوروي د يرغل پايله بلل كيږي.

اوس له څلور دېرش كلونو وروسته د افغانانو ژوند يو څه بدلون كړى او ماشومان پر زده كړو بوخت دي.

د شوروي د يرغل پر مهال شاوخوا يو ميليون افغانان ووژل شول او شاوخوا درې ميليون نور ټپي، معيوب او يا هم له هېواده مهاجرشوي دي؛ خو د شوروي لس كنه جگړه ناكامه شوه او روسي پوځيان له افغانستان څخه ووتل.

د يادونې وړ ده، چې تر اوسه هم په افغانسان كې جگړه روانه  ده. وليدل شي، چې جگړه به كله په افغانستان كې پاى ته رسيږي .

Trending

Exit mobile version