تازه خبرونه

۶۰ نورې انټرنټي سپوږمکۍ د ځمکې مدار ته وتوغول شوې

Published

on

نن سهار د پنجشنبې پر ورځ (د سلواغې  ۱۶) سپیس ایکس شرکت ۶۰ نورې انټرنېټي سپوږمکۍ د ځمکې مدار ته وتوغولې.

دې شرکت څرګنده کړې: د کیپ کاناورال هوايي ځواک له مرکزه ۶۰ سټارلینک سپوږمکۍ  د فالکن ـ۹ توغندي پر مټ د کمپلیکس -۴۰  له لوري د ځمکې مدار ته وتوغول شوې.

د یاد شرکت د خبر پاڼې له مخې؛ د بېلېدو له بریالي پړاو وروسته فالکن ـ ۹ توغندی بېرته ځمکې ته راستون او په اطلس اوقیانوس کې ولاړې څارګرې کښتۍ له وردننه کېدو سره یې د توغېدو او کښته کېدو خپل پېنځم ماموریت بشپړ کړ.

دغه توغېدنه تېره شپه پر سیمه ییز وخت ۱:۱۹ پیل شوې وه.

ټاکل شوې ۶۰ نورې سپوږمکۍ د جمعې پر سهار( د سلواغې ۱۷) پر یو بل فالکن – ۹ توغندي وتوغول شي.

د سټارلینک انټرنیټي سپوږمکیو له توغولو موخه داده، چې نړۍ ته پرمختللي انټرنیټي خدمتونه چمتو شي.

on Friday morning.

Trending

Exit mobile version