سیمه ییز خبرونه
۶۲ بريمنو د محاكمو پر پرېكړو ټينگار څرگند كړ
د ولسي جرگې د تېرو ټاكنو يو شمېرمعترض كانديدان وايي:
كه د ټاكنو خپلواك كميسيون د ټاكنو د ځانگړې محكمې او استيناف محكمې د حكم پر خلاف پرېكړه وكړي، دوى به يې ونه مني.
دوى وايي، چې:
محاكم له شرعي پلوه په افغانستان كې ځانگړى موقف لري او كه د دغو محاكمو پرېكړې بابيزه وبلل شي؛ نو په افغانستان كې به د بې باورۍ بحران نور هم پراخ شي.
دغه لسگونه معترض كانديدان ټينگاركوي، چې د ټاكنو د ځانگړې محكمې د پرېكړې سره سم بايد ټول هغه كسان ولسي جرگې ته لار پيدا كړي، چې پر ځاى يې نور كسان ولسي جرګې ته تللي دي.
دوى خبردارى وركړ، چې:
د ټاكنو د خپلواك كميسيون او حكومت ترمنځ د ولسي جرگې د تېرو ټاكنو په باب كوم جوړجاړى وشي، نو بحران به اوج ته ورسيږي.
بريمن پېژندل شوي كانديدان وايي، چې:
د ولسي جرگې د ټاكنو لپاره دې د ځانگړيو شويو محاكمو پرېكړو ته درناوى وشي او د بې حرمتۍ هڅې يې بايد ونه شي.
دوى يو شمېر باندنۍ كړۍ هم تورنې كړې، چې د ټاكنو لانجه يې پېچلې كړې ده.
دوۍ همداراز وايي، چې:
ولسمشراو د ټاكنو خپلواك كميسيون حق نلري، چې د ټاكنو د ځانگړې محكمې په پرېكړو كې بدلون راولي.
يو شمېر رسنيو د ټاكنو د خپلواك كميسيون د يوې سرچينې له قوله، چې نوم يې نه دى په ډاگه شوى ، داسې رپوټونه خپاره كړل، چې ښايي د ولسي جرگې څه نا څه لس برحال غړي به خپلې څوكۍ همدومره نويو كسانو ته پريږدي.
دوه شپيته غړي بايد له ولسي جرگې و ايستل شي او په ځاى يې نور كسان، چې رايې يې پوره كړي دغې جرگې ته ور وپېژندل شي.
په ولسي جرگه كې د قانون ملاتړ ائتلاف وايي، چې د ټاكنو د خپلواك كميسيون په گډون هيڅوك هم نه شي كولى، چې د ولسي جرگې په اعلان شويو او وروستيو پايلو كې بدلون راولي.
دا په داسې حال كې ده، چې د ټاكنو ځانگړې محكمې پرېكړه كړې، چې د ولسي جرگې دوه