سوداگري

۸۹  راستنو شویو سوداګرو افغانستان ته پانګه راوړې؛ زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې

د فطرت د څرګندونو له مخې؛ له جبري راستانه شویو پانګه‌والو او صنعتکارانو څخه یو کس د لویې کچې، ۷۴ کسان د منځنۍ کچې او ۱۴ نور کسان د ټیټې کچې پانګه‌وال دي.

Published

on

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ويلي، په تېرو څه باندې دوه کلونو کې جبري راستنو شویو ۸۹ سوداګرو او صنعتکارانو خپلې پانګې افغانستان ته رالېږدولې او اړینې آسانتیاوې ورته برابرې شوې دي.

د فطرت د څرګندونو له مخې؛ له جبري راستانه شویو پانګه‌والو او صنعتکارانو څخه یو کس د لویې کچې، ۷۴ کسان د منځنۍ کچې او ۱۴ نور کسان د ټیټې کچې پانګه‌وال دي.

هغه زیاته کړې، چې دغو پانګه‌والو او صنعتکارانو ته د هېواد په صنعتي پارکونو کې ۲۸۸ جریبه ځمکه وېشل شوې او هغوی په ټوله کې یې ۶۸ میلیون ډالره پانګونه کړې ده.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د دغو سوداګرو او صنعتکارانو د پانګونې په پایله کې له ۴ زره څخه ډېرو کسانو ته په مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال همدارنګه ویلي، چې د ۱۵ نورو سوداګرو او پانګه‌والو اسناد هم ارزول شوي او د قانوني پړاوونو له بشپړېدا وروسته به هغوی هم له ورته آسانتیاوو او امتیازونو برخمن شي.

Trending

Exit mobile version