سیمه ییز خبرونه
ﺩ زابل د ولایتی شورا ۱۴ کاندیدان ټاكنيز كميسيون ليرې كړي
د افغانسان د ټاکنو خپلو اک کمیسیون د اعلان له مخې د دغه ولایت د ولایتي شورا له لومړني لست څخه نږدې ۱۴ کاندیدان ليري شوي دي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون ريیس قدرت الله نقشبندي وایي، په ليرې شویو کسانو کې دوه ښځينه نوماندې هم شته.
د هغه په خبره کیدای شي د ليرې شویو کاندیدانو په اسنادو کې نواقص موجود وي، چی له مخې یې دا نوماندان له لست څخه غورزول شوي دي.
نوموړى وایي، د پاتې ۲۲ کسانو نومونه په لست کی شامل دی.
د ټاکنو د دفتر لخوا له لست څخه ایستل شوي کاندیدان شکایت کوي، چی په پاتو کسانو کې داسې کسان هم موجود دي، چی خپل نوم هم لیکلای نشي.
یو شمېر ليري شوي کاندیدان وایي، چې له بکلوریا پورته زده کړې یې هم کړي؛ خو بیا یې هم نومونه په لست کې نشته.
بلخوا د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور وایي:
ﻫﻐﻪ ﮐﺎﻧﺪﯾﺪﺍﻥ، ﭼﯥ ﻧﻮﻣﻮﻧﻪ ﯾﯥ ﻟﻪ لومړني ﻟﺴﺖ څخه ﻏﻮﺭزوﻝ ﺷﻮﻱ؛ ﮐﻪ ﺛﺎﺑﺘﻪ ﮐړﻱ، ﭼﯥ ﺍﺳﻨﺎﺩ ﯾﯥ ﺩﻗﯿﻖ ﺩﻱ، ﮐﻮلﯼ ﺷﻲ ﺑېﺮﺗﻪ ﻧﻬﺎﯾﻲ ﻟﺴﺖ ﺗﻪ ﻻﺭ ﭘﯿﺪﺍ ﮐړﻱ.
ﺩ ټاکنوﮐﻤﯿﺴﯿﻮﻥ ﻭﯾﺎﻧﺪ ﻧﻮﺭﻣﺤﻤﺪ ﻧﻮﺭ تېره ورځ ﻭيلي ويل، ﭼﯥ ليرې ﺷﻮﻱ ﮐﺎﻧﺪﯾﺪﺍﻥ ﺷﻞ ﻭﺭځي ﻭﺧﺖ ﻟﺮﻱ، ﭼﯥ؛ ﺧﭙﻞ ﺷﮑﺎﯾﺘﻮﻧﻪ ﺩ ﺍﻧﺘﺨﺎﺑﺎﺗﻮ ﺩ ﺷﮑﺎﯾﺘﻮﻧﻮ ﮐﻤﯿﺴﯿﻮﻥ ﺗﻪ ﻭړﺍﻧﺪﯤ ﮐړﻱ.
د ولایتي شورا د کاندیدانو لومړنى لست د سې شنبې په ورځ(د تلې ۳۰) اعلان شو، چی دا مهال په یو شمېر ولایتونو کې پرې کاندیدان قناعت نه لري.
میسیون انتخابات زابل نام نویسی کرده بودند. قدرت الله نقشبندی رییس کمیسیون انتخابات ولایت زابل ميگويد: پس از رایزنی ها و بررسی اسناد این افراد، نام 14 نامزد از فهرست ابتدایی حذف شده است. مسوولين میگویند: که در میان نامزدان حذف شده دو بانو نیز قرار دارد و دلیل آن نواقص در اسناد است. با این حال حذف 14 نامزد شورای ولایتی در زابل با واکنش نامزدان حذف شده رو به رو شده است. آنان میگویند: اسناد افراد باقی مانده نیز با مشکلات همراه است که با آنان برخورد قانونی صورت نگرفته است. به اساس زمان بندی کمیسیون انتخابات قرار است فهرست نهایی نامزدان ریاست جمهوری و شورا های ولایتی در 25 عقرب اعلام شود که گفته میشود احتمال میرود شماری دیگر از نامزدان از فهرست ابتدایی نیز حذف شوند.