تازه خبرونه
افغان ولسمشر د کورنیو تولیداتو او صنایعو ملي نندارتون پرانست
ولسمشرمحمد اشرف غنی له خوا د کورنیو تو لیداتو او صنایعو نندارتون چې په سلګو نه کورنیو شرکتونو پکې خپل تولیدات نندارې ته وړاندي کړي، پرانستل شو.
تمه کېده چې غني به د یاد نندارتون له پرانستې وروسته له یو شمېر هغو سلګونه سوداګرو سره چې په کور د ننه يي پانګونه کړې کتنه وکړي؛ خو د وخت د کمښت له امله و نشوه.
یاد سوداګر د ولسمشر وینا ته منتظر وو او غوښتل يې چې افغان ولسمشر ته خپل وړاندیزونه اوستونزې وړاندې کړي چې دا چاره و نشوه او دوی د ولسمشر په دې کړنه نیوکه کوي.
ملی پانګوال احمدضیاضیا:
“ولسمشرله موږ سره ژمنې کړې وې چې پانګوالو څخه به ملاتړ وکړي؛ خو نن نندارتون پرانیزي او سوداګرو سره نه ګوري.“
د سوداګرۍ اوصنایعو وزارت سر پرست وايي ولسمشربه دراتلونکي جمعې په ماښام له سوداګرو سره وګوري.
نوموړی وايي چې په تالار کې د خلکو د شمیر د کمښت له امله له ولسمشرسره لیدنه ونشوه.
د سوداګرۍ وزارت مرستیال مزمل شینواري:
“په لومړیوکې ولسمشر نندارتون وکوت؛ خوپه تالارکې د خلکو شمېر هم کم و او ولسمشر هم د بل ځای مصروفیت له امله ونشو کولای سوداګرو ته وینا وکړي.
د پانګونې څخه د ملاتړ ادرې مرستیال محمد ابراهیم شمس:
“ولسمشر ژمنه کړې چې د سوداګرو د ستونزو هواري په مو خه ټول سوداګر د جمعې په ورځ سره له اړونده ادارو ارګ ته رابللي تر څو ستونزې حل شي.”
په دغه نندارتون کي د شلوسکتورونو تولیدات نندارې ته وړاندې شول، چې افغانستان په کې خودکفایي ته رسیدلی او ۱۱۲ غرفو کې بیلا بیل توکي نندارې ته وړاندي شوي او درې ورځې به د لیدونکو په مخ پرانستی وي.
خبریال: اسلم حجاب