تازه خبرونه
د آریانا نیوز له لوري د څیړنیز رپوټ له خپرېدو وروسته د کورنیو چارو وزارت وایي، تر اوسه د نشه یی توکو دوه سوه پنځوس پلورنکي او کاروباریان نیول شوي.
دا وزارت ټینګار کوي چې د نشه یی توکو د نورو کاروباریانو د نیونې عملیات هم دوام لري او خلک باید په دې برخه کې له پولیسو سره همکاري وکړي.
د آریانا نیوز په څیړنیز رپوټ کې په کابل ښار کې د نشه یی توکو د کاروباریانو په فعالیت تمرکز شوی دی. په دې راپور کې ښول شوې چې د کابل په ډېر شمېر سیمو کې د نشه یي توکو راکړه ورکړه ترسره کړیږي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي:
” د کورنیو چارو وزارت په تېرو دوو اوونیو کې په ټول هیواد کې د نشه یي توکو د کار او بار په تور 250 تنه نیولي، 1300 کیلو گرام نشه یي توکي او 6800 الکولي څښاک موندل او ضبط شوي.“
افغان ځواکونه وایی چې د بدخشان په ولایت کې د امنیت د ګډوډلو لپاره د وسلوالو طالبانو فعالیت د دې لپاره دی چې د هېواد په شمال کې د پښې ځای پیدا کړي.
افغان ځواکونه وایي، په لنډو ورځو کې به د بدخشان د یمګان په ولسوالۍ کې د وسلوالو د بشپړې ځپنې زیری افغانانو ته ورکړي. صدیقي وایي چې تر اوسه په یمګان ولسوالۍ کې د وسلوالو خلاف عملیاتو کې څلورویشت تنه وژل شوي دي.
کورنیو چارو وزارت د سیمې له هېوادونو غواړي چې د ترهګرۍ خلاف مبارزه کې رښتینی عمل وکړي.
د دې وزارت مسولین دا نه مني چې د ارزګان ولایت ځینې سیمې دې د وسلوالو لاسونو ته ولویږي.
خبریال: فواد ناصري