تازه خبرونه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ټاکنیزو سمونونو د کمیسیون یو غړی عزیز رفیعي وایي ولسمشر محمد اشرف غني هوډ لري چې د ټاکنیزو اصلاحاتو په کمیسیون کې بدلونونه راولي.

رفیعي وایي، شونې ده د دې کمیسیون غړي نهو ته را ټیټ او نوې څیرې دې کمیسیون ته لار پیدا کړي.

بلخوا رپوټونه وایي، د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون د رییس په معرفي اختلافات لا نه دي حل شوي.

ولسمشر محمد اشرف غني د ټاکنیزو اصلاحاتو لپاره یو کمیسیون جوړ کړی چې تر اوسه رییس نه لري، داسې ښکاري چې د رییس نه شتون د دې سبب شوی چې د کمیسیون کار پیل نه شي.

ښاغلی رفیعي نه پوهیږي چې دا کمیسیون به کله کار پیلوي.

ولسمشر دوه اوونۍ مخکې ژمنه کړې وه چې باید د تېرې اوونۍ په وروستیو کې د ټاکنیزو اصلاحاتو کمیسیون په کار پیل وکړي؛ څه چې عملي نه شول او  لا هم داسې ښکاري چې د ولسمشرۍ ماڼۍ او سپیدار ماڼۍ تر منځ اختلافات په دې برخه کې نه دي حل شوي.

د افغانستان د رڼو ټاکنو د بنسټ رییس نعیم ایوب زاده:

تبصیرې داسې دي چې ولسمشر د ټاکنیزو سمونونو د کمیسیون له پاره په کسانو کې یو لړ بدلونونه راوسي. د واحد تدبیر نه درلودل او په دې برخو کې د نظر اختلافات هغه څه دي چې سبب شوي دا کمیسون خپل کار پیل نه کړي او په پایله کې د یو بن بست په توګه پاته شي.               

په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازی عبدالقادر ځاځی:

د کمیسیون د کار د نه پیلېدو یوازینی دلیل ښايي داخلي سیاسي ناندرۍ وي، ځکه چې دوی د دې کمیسون له پآره د افرادو په غوراوي نه سره جوړيږي او امکان لري بیا هم د دې کمسیون د رییس د ټاکلو پر سر هم اختلاف شتون ولري.             

هڅه مو وکړه په دې اړه له  ولسمشرۍ ماڼۍ او اجراییه ریاست واورو چې ولې د ولسمشر دا ژمنه چې دوه اوونۍ مخکې شوې وه، نه ده عملي شوې، خو دواړو بنسټونو څه ونه ویل.

Trending

Exit mobile version