تازه خبرونه
د پاکستان یونایټډ بانک د افغانستان د پښتني بانک د یودېرشو میلیونو پاکستانیو روپیو پور؛ له بېرته ورکولو ډډه کوي
د راپورونو له مخې؛ د پاکستان یونایټد بانک اته کاله کیږي د افغانستان له پښتني بانک څخه یودیرش میلیونه پاکستانۍ روپۍ پوروړي دي، چې په دې موده کې یې نه پور او نه د هغه ټکټانه پښتني بانک ته ورکړې ده.
په داسې حال کې چې د پاکستان یونایټډ بانک د پښتني بانک د پور له بیرته ورکولو ډډه کوي؛ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په دې برخه کې به د هیواد د مالیې وزارت له غوښتنې سره سم اقدام وکړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني وایي، که د مالیې وزارت په دې برخه کې په رسمي ټوګه له دوی وغواړي؛ په هکله به یې لازم اقدام وشي.
” تر اوسه په دې برخه کې د بهرنیو چارو وزارت د قونسلي چارو ریاست ته کوم مکتوب نه دی رسیدلی. که دا ډول مکتوب ترلاسه شي؛ د قوانینو په چوکاټ کې به يې په هکله اقدام وشي.”
په دوه زره شپږم میلادي کال کې د پاکستان یونایټډ بانک له پښتني بانک څخه، یو دیرش میلیونه پاکستانۍ روپۍ؛ له یوولس فیصده ټکټانې سره پور اخیستېچې د بیرته ورکولو نیټه؛ د ۲۰۱۵میلادي کال د جولای په میاشت کې پاې ته رسیدلي ده.
د مالیې وزارت ویاند اجمل عبدالرحیمزي ويي چې دوی بهرنیو چارو وزارت څخه د ګام اخیستو غوښتنه کړې، خو د بهرنیو چارو وزارت دا ردوي.
” د بهرنیو چارو وزارت سره په تماس کې یو چې دا پور له ټکټانې سره یو ځای پښتنې بانک ته وسپارل شي. له ټکټانې سره اوس پنځوس میلیونه پاکستانۍ کلدارې کیږي.“
د اقتصادي چارو کار پوه نجم الدین سیاس وايي چې ، افغانستان اته کاله مخکې هم په داسې یو وضیعت کې نه وو چې نورو بانکونو ته پور ورکړي.
خبریال: نبیله حفیظي