تازه خبرونه

غني: د افغانستان جګړه د ټولې سیمې په ګټه ده

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په افغانستان تپل شوې جګړه د سیمې د ټولو هېوادونو په ګټه ده او د حل لپاره یې باید سیمه ییزه اجماع جوړه شي.

ولسمشر محمد اشرف غني د دې مطلب په څرګندولو سره ټینګار وکړ چې د افغانستان د سقوط فکر بې ځایه دی، ځکه دا هېواد پنځه زره کلن تاریخ لري، او افغانان به د قربانیو په ورکړې سره خپل هېواد په راتلونکې کې هم وساتي.

نن په کابل کې د ښځو، سولې او امنیت لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پریکړه لیک پرانیستل شو.

په دې پروګرام کې هغه ګواښونه په ګوته شوي چې افغان میرمنې ورسره مخامخ دي او هغه فرصتونه هم بیان شوي چې باید په ټولنه کې د ښځو د رول د پراختیا لپاره ترې استفاده وشي.

ولسمشر محمد اشرف غنيباوري دی چې دې موخو ته رسېدل به د سیمې له هڅو پرته ناشونې وي.

نن هغه جنګ چې موږ ورسره لاس او ګریوان یو، د ټولې سیمې په ګټه ده. یوازې د کندز په ولایت کې له لسو څخه د زیاتو هیوادونو جنګیالي موجود دي. موږ قرباني ورکوو او د دې اړتیا ده چې د سیمې او ګاونډي هیوادونه په یوه غږ يوې اجماع ته سره ورسيږي

ولسمشر وایی، هیڅوک دې فکر نه کوي چې افغانستان به سقوط وکړي.

څوک دې په دې باندې قمار نه وهي چې خدای مه کړه افغانستان سقوط نه شي؛ پنځه زره کاله مو ژوند کړی، دا خاوره مو ساتلې؛ پنځه زره کاله نور به هم قرباني ورکوو، دا خاوره به ساتو.

د بهرنیو چارو وزارت هم د ملي عمل د پروګرام په اجرا کېدو ټینګار کوي.

د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني:

د ملي عمل د دې پروګرام سره سم، د افغانستان د ملي یووالي دولت به روښانه ګامونه واخلي. د دې پروګرام له مخې، په راتلونکو اتو کلونو کې مختلفي دولتي ادارې مکلفي دي چې د دې پروګرام څلورګونې ارکان تطبیق او په منظم ډول یې په اړه د بهرنیو چارو وزارت ته راپور ورکړي      

د ملي عمل پروګرام په څلورو رکنونو ولاړ دی. د سولې په پروسه کې د ښځو د مشارکت زیاتوالی، له بیلابیلو ګواښونو نه د ښځو ساتنه او د ټولنې د دې قشر د روغتیایی او اقتصادي وضعیت ښه والی.

 

Trending

Exit mobile version