تازه خبرونه

جګړه د وردګو د مرکز میدان ښار تر پنځه کیلو متري پورې رسېدلې ده

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

 

د آریانانیوز خبریال نصرت پارسا چې میدان وردګو ولایت ته تللی وایي، د افغان ځواکونو کتار د میدان ښار په پنځه کیلو متري واټن کې د وسلوالو مخالفینو له کمین سره مخامخ شو.

بلخوا د وردګو د پولیسو قوماندان وایي، په دغه ولایت کې جګړه د حقاني شکبې او کویټې شورا له خوا رهبري کیږي.

که څه هم مخکې له دې کتار څخه، د امن او عامه نظم لوی قوماندان او د وردګو د پولیسو د امنیت آمر له دې سیمې تېر شوي وو، خو طالبان دغلته کمین کې کیناستل.

د افغان ځواکونو ځینې جنګي وسایل په دغه کتار کې خراب دي او اصلا کار نه کوي؛ له همدې امله له مرکز مرسته غواړي او په ځینو مواردو کې دغه ځواکونه د مرمیو له کمښت سره مخامخ کیږي.

 

له یو شاوخوا یو ساعته نښتې وروسته، مخالفین له ساحې وتښتېدل او د دغه کتار په وړاندې هم لار پرانیستل شوه.

د وردگو امنیه قوماندان واي؛ د وردګو په جګړه کې زیاتره طالبان د خپلو عقایدو له مخې مذهبي جنګیږي؛ حتی کوم مخالفین چې نیول کیږي، له پولیسو غواړي چې مړه یې کړي چې ژر جنت ته ولاړ شي.

د جلریز- میدان ښار په مسیر کې د پنجشنبې ورځې پيښه کې اتلس سیمه ییز پولیس ووژل شول.

په دغې اته ساعته نښټه کې دیرش طالبان هم ووژل شول او پنځه څلویښت نور ټپیان شول.

کلونه کلونه کیږي چې طالبان دلته جنګیږي، پوښتنه دلته ده چې ولې د دغې ډلې پوځي تجهیزات نه خلاصیږي، او دا جنګي وسایل څرنګه او له کومې لارې وردګو ته لیږدول کیږي.

خلیل اندرابي ـد میدان وردګو د پولیسو قوماندان:

ډېرې زیاتې پیاده لارژې، د موټرسایکل او حتی موټر لارې شته، ځکه چې موږ له ګاونډېو سرا پراخه سرحد لرو چې په بشپړه توګه په پوښښ کې نه دی.

دا د میدان ښار- جلریز لویه لار ده، وسلوال مخالفین د عمومي سړک په دواړو خواو کې شتون لري او افغان ځواکونه هم واټ ساتي، د پنجشنبې په پیښه کې طالبانو د پولیسو نهه پوستې ونیولې، خو د دغو پوستو زیاته برخه تر اوسه بېرته د پولیسو له خوا نیول شوي دي.

Trending

Exit mobile version