تازه خبرونه
حمیدالله: په زورواكانو د برښنا د لګښت نژدې دوه سوه ميليونه افغانۍ پاتې دي
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د كندز د برښنا اداره وايي په زورواكانو يې نيژدې دوه سوه ميليونه افغانۍ پاتې دي.
دا چارواکي وایي؛ كه څه هم د زورواكانو نومونه نه افشا كوي، خو وايي دا نوملړ يې ولايت او نورو اړونده ادارو ته استولى، خو په اړه يې تراوسه هيڅ اقدام نه دى شوى.
د دغه ادارې چارواكي وايي كه تر دوو مياشتو پورې دا پيسې راټولې او تاجكستان ته ونه سپارل شي، ښايي په نيژدې راتلونكې كې دا برښنا پرې شي.
د كندز له يوې لسيزې ډيره موده كيږي چې د تاجكستان له وارداتي برښنا استفاده كوي.
د كندز د برښنا رييس حميدالله وايي؛په تيرو دوو كلونو كې ولايت او نورو ادارو ته په پرلپسې توګه مكتوبونه ليږلي چې د د دغه پيسو په ورسپارلو كې همكاري وكړي چې د دوى له همكارې پرته نه شي كولاى د دغه كسانو برښنا پرې كړي.