1393ټاكنې

د ټاکنیزو سمونونو کمیسیون په کار پیل وکړ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان د ټاکنیزو سمونونو کمیسیون نن د چهارشنبې په ورځ خپل کار پیل کړ.

د حکومت اجراییه رییس د دې کمیسیون د کار د پیل په مراسمو کې د خبرو پر مهال هیله وښوده چې دغه کمیسیون به خپل کارونه په سم ډول تر سره کړي او راتلونکي ټاکنې به رڼې او سرتاسري وي

ددي کمیسیون په جوړښت کې د دواړو پخوانیو ټاکنیزو ډلو، محمد اشرف غنې او ډاکتر عبدالله عبدالله ته نیږدې کسان، مدنې ټولنې غړي د عدلې وزارت او یونما غړي شاملې دي.

د ټاکنې د ترسره کیدو د نیټې ځآنکړې کول ، په قوانینو او ټاکنیزو بنسټونو کې د سمونونو راوستل د دغه کمیسیون دنده ده چې باید په دریو راتلونکو میاشتو کې دغه کمیسیون ترسره کړي.

عبدالله عبدالله ـ اجرایې رییس:

“تېرې دیارلس کلنې، څوارلس کلنې تجربې دا ښودلې چې د افغانستان د خلکو یو لومړیتوب د انتخاباتي نظام اصلاحات دي چې لومړنی او اساسي ګام یې نن د انتخاباتي اصلاحاتو د کمیسیون د کار په پیل سره واخیستل شو؛ د دغه کمیسیون کار نمایشي نه دی؛ یو وعده نه ده چې کړې مو وه او یو کمیسیون راغی؛ بلکه یوه لویه ملي ژمنه ده.”

دا چې دا کمیسیون په ټاکنیزو بنسټونو کې بدلونونه راولې او کنه، معلومه نه ده؛ خو ښاغلی عبدالله وایي؛ دا کمیسیون به په خپلواکه او بې طرفه توګه کار وکړي.

په دغو مراسمو کې چې د دغه کمیسیون د کار د پیل په هدف جوړه شوې وه؛ د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون رییس شاه سلطان عاکفي ژمنه وکړه چې د خپلې دندې د سمې سرته رسولو لپاره به پوره هڅه وکړي:

“هڅه به وکړو چې په چټکتیا او دقت سره خپله دنده تر سره کړو؛ موږ په دې باور یو چې دغه کمیسیون د کوم شخص؛ ډلې او یا هم کوم بل کمیسیون لپاره کار نه کوي؛ بلکه دغه کمیسیون په انتخاباتي نظام کې د لازمو او ضوروري اصلاحاتو لپاره کار کوي؛ تر څو په هېواد کې راتلونکي انتخابات له جنجال او شور پرته چې پخوا موجود و تر سره شي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون هغه بنسټ دی چې د ټاکنو د ترسره کیدو او د ټاکنو د نیټې ځآنکړې کول یې دنده ده، دا کمیسیون وایې د ټاکنیز نظام د اصلاح کمیسیون د پریکړې رول نلري.

عزیزبختیاری – د ټاکنو د خپلواک کمیسیون غړی:

دوی هیڅ ډول اجرایي واک نه لري. ټول کارونه چې وروسته تر سره کيږي؛ د ښاغلي ولسمشر له خوا ترسره کيږي؛ له همدې امله باید وکتل شي چې هغه سمونونه چې رامنځ ته کيږي، باید د قانون په چوکاټ کې وي تر څو له قانون څخه سرغړونه ونه شي.

وبه کتل شي تر راتلونکو دریو میاشتو به هغه اصلاحات چېد ولسمشر په فرمان کې راغلې دغه کمیسیون به یې راولې او کنه ؟

Trending

Exit mobile version