تازه خبرونه

نږدي ۲۵ ولایتونه پر نوري فایبر نښلول شوي

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۴, ۱۳۹۹)

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت مسوولینو ویلي؛ توانیدلي، نږدي ۲۵ ولایتونه پر نوري فایبر وصل کړي اوغواړي، چې دا لړۍ د ټول هېواد په کچه پراخه شي.

د مخابراتو او معلوماتي نکنالوژۍ وزارت ویاند احمد صمد حامد پویا ویلي؛ هڅه کوي د اوپين اکسس پالیسۍ د پلي کولو پر بنسټ خصوصي سکتور د نوري فایبر په برخه کې پانګونې ته وهڅوي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د نوري فایبر په برخه کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت په ګډون یو شمېر نورو کورنیو شرکتونو پانګونه کړې، خو بهرنیو کمپنیو تر اوسه په افغانستان کې دې برخې ته پاملرنه نده کړې.

هغه څرګنده کړې؛ هڅه کوي د نوري فایبر د پراختیا لپاره نړیوالې کمپنۍ پانګونې ته وهڅوي. د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې د جذب لپاره ډېرسهولیتونه برابر کړي.

اقتصادي چارو کارپوه انجینر سیداحمد شاه سادات ویلي؛ د مخابراتو او تکنالوژۍ وزارت یو تخنیکې وزارت دی؛ خو اوس د دغه وزارت په رهبرۍ کې مسلکي کسان نشته او دغه سترعایداتي سکتور له ستونزو سره مخ بولي.

هغه ټینګار کوي: افغانستان د نوري فایبر په برخه کې د میلیاردونه ډالرو پانګونې وړتیا لري؛ خو اوس هم دوی ندي توانیدلي، چې بهرنۍ پانګونه جذب کړي.

ویل کیږي، چې که د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت له مسلکي او څانګوالو کدرونو برخمن شي؛ نو بیا په هېواد کې د میلیاردونه دالرو د پانګونې د جذب په ګډون کولی شي، چې په لسګونه زره هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره کړي.

Trending

Exit mobile version