سیمه ییز خبرونه
31 سلنه افغانان د ملي یووالي حکومت ناکام دی
د افغانستان د دریم بهیر په نوم بنسټ په یوې ټولپوښتنه کې موندلې چې زیاتره افغانان د ملي یووالي حکومت راتلونکې ته هیله من دي.
په دغې سروې کې له مرکه کوونکو نه د ملي یووالي د حکومت په رول او ټاکنیزو جوړښتونو پوښتنې شوي دي.
د دغه بنسټ مسولین وایي، مرکه کونکو ټینګار کړی چې باید ټاکنیز سمونونه راشي.
د افغانستان د دریم بهیر په نوم بنسټ تازه سروې چې په شلو ولایتونو کې له ۲۵۷۱ کسانو سره شوې، په دوو برخو په کې تمرکز شوی: د ملي یووالي د حکومت لومړیتوبونه او ټاکنیز نظام.
د دغې سروې په لومړۍ برخه کې مرکه کونکو لاندیني موارد د ملي یووالي د حکومت لومړیتوبونه په ګوته کړي دي:
28 سلنه مرکه کونکو ویلي فساد دې له منځه ولاړ شي.
9 سلنه مرکه کونکو ویلي، کاري آسانتیاوې دې رامنځ ته شي.
39 سلنه مرکه کونکو د امتیت غوښتنه کړې.
28 سلنه مرکه کونکو د قانون حاکمیت غوښتنه کړې.
د دغې ټولپوښتنې په بلې برخه کې د ملي یووالي د حکومت راتلونکې داسې ارزول شوې دی:
۴۳ سلنه مرکه کوووکو ویلي، د ملي یووالي حکومت بریالی دی.
31 سلنه مرکه کوووکو ویلي، د ملي یووالي حکومت ناکام دی.
26 مرکه کوووکو ویلي، نه پوهیږي.
د دغې ټول پوښتنې په دوهمه برخه کې له مرکه کونکو پوښتل شوي چې آیا د راتلونکي کال د ولسي جرګې په ټاکنو کې ګډون کوي او که نه:
65 سلنه ځواب هو و.
35 سلنه ځواب نه و.
40 سلنه مرکه کونکو ویلي چې د کمیسیون اوسني غړي دې کار ته دوام ورکړي.
او ۶۰ سلنه مرکه کونکو د نه ځواب غوره کړی دی.
دریم بهیر دولت، کورني او بهرني بنسټونه مسول بولي چې باید د ټاکنیزو ستونزو د حل لپاره د راتلونکي کال له ټاکنو مخکې ژر عملي اقدامات وکړي.