1393ټاكنې

يوشمېر مخكښو ښځو له اشرف غني احمدزي څخه د خپل ملاتړ اعلان وكړ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د آريانا نيوز خبريال اسلم حجاب گزارش وركوي، چې:

ورځ تر بلي د ولسمشر يزو ټاكنو دوه يم  پړاو ته نږدې كيږو او د ولسمشرۍ ټاكنو ته د دواړو نوماندانو ترمنځ سياليو هم زور اخستى دى.

د افغانستان د ميرمنو مدافع بنسټونو د ولسمشرۍ نوماند داكتر اشرف غني ته د مړني ټولنو د ښځو گډ منشور وړاندې كړ او يوې مخكښې فريده مومند وويل، چې په تېرو جگړو كې له هر چا څخه زيات زيان افغان ميرمنو ته اوښتى دى.

داكتر ثريا صبح رنگ له داكتراشرف غني څخه وغوښتل كه بريالي شي، نو د ميرمنو د ژوند د ښه كيدو، په دولتي اداروكي د ميرمنو د ونډې د زياتديو او پرمختگ لپاره دې ډېرې هيڅي وكړي.

د ولسمشرۍ نوماند داكتراشرف غني احمدزي وويل، تاسې د خپل ځان استازي ياست او ستاسې تائيد شوى منشور منم.

 ده ميرمنو ته ژمنه وكړه، چي د بريا په وخت كي به د ميرمنو د ژوند په ټولو برخو كي تاوتريخوالي له منځه يوسو او عاملين به يې په سزا ورسوو.

ده وويل، د ښځو د فزيكي مصونيت تر څنگ د هغو د ټولنيز مصونيت غوښتونكي هم يو.

د ده په وينا، په هرو درې مياشتو كې به له ميرمنو سره ځانگړې غونډه كيږي، چې د دوى له ستونزو خبرشو.

دغو ميرمنو، چې شمېر يې سلگونه و، د افغان ميرمنو اړتياوو ته يې د حللارې په پيدا كولو ټينگار وكړ.

Trending

Exit mobile version