Connect with us

تازه خبرونه

ولسي جرګې شپاړس نوماند وزیرانو ته باور رایه ورکړه

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2015-04-18-19h11m35s130

ولسي جرګې د حکومت شپاړسو کاندید وزیرانو ته د تایید رایې ورکړې، خو د ملي دفاع وزارت اوس هم د سرپرست له خوا اداره کیږي.

دولسي جرګې رییس وایی چې د ملي دفاع له وزیر پرته د حکومت کابينه د ولسي جرګې د تایید رايې ترلاسه کړې او بشپړه شوه.

د ولسي جرګې بشپړ نصاب ۲۳۹ وو، او هر نوماند ته په کار وه چې یوسلو شل مثبتې رایې واخلي.

د رایو شمېرنې پروسه بشپړه شوه او په دې توګه ټول کاندید وزیران تایید شول.

۱- همایون رسا د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ته نوماند؛ ۱۷۰ تایید، ۳۹ رد، ۲۴ سپیني او ۵ باطلې.

۲- اسد الله ضمیر د کرني او اوبولګولو وزارت ته نوماند؛             ۱۹۲ تایید، ۲۸ رد، ۱۵ سپینې او ۴ باطلې.

۳- محمد ګلاب منګل د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت ته نوماند؛  ۱۸۸ تایید ۲۸ رد، ۱۳ سپینې او ۸ باطلې.

۴- محمود بلیغ د فواید عامې وزارت ته نوماند؛ ۱۶۸ تایید، ۳۸ رد، ۲۳ سپینې او ۸ باطلې.

۵- عبدالستار مراد د اقتصاد وزارت ته نوماند ؛ ۱۵۲ تایید، ۵۱ رد، ۲۹ سپینې او ۶ باطلې.

۶- محمد الله بتاش د ترانسپورت وزارت ته نوماند؛                    ۱۷۶ تایید، ۳۲ رد، ۲۵ سپینی او ۶ باطلې.

۷- عبدالباري جهاني د اطلاعاتو فرهنګ وزارت ته نوماند؛ ۱۲۰ تایید، ۶۶ رد، ۳۵ سپینې او ۶ باطلې.

۸-اسد الله حنیف بلخي د پوهنی وزارت ته نوماند؛ ۱۶۱ تایید، ۲۷ رد، ۲۵ سپینې او ۲۴ باطلې.

۹- سید سعادت منصور نادري د ښاري پراختیا وزارت ته نوماند؛  ۲۰۲ تایید، ۱۸ رد، ۱۰ سپینی او ۴ باطلې.

۱۰- عبدالبصیر انور د عدليې وزارت ته نوماند؛ ۱۳۸ تایید،   ۶۵ رد، ۳۰ سپینی او ۵ باطلې.

۱۱-عبدالرزاق وحیدي د مخابراتو او تکنالوژۍ وزات ته نوماند؛ ۱۵۲ تایید، ۵۳ رد، ۲۸ سپینې او ۵ باطلې.

۱۲- دلبر نظري د ښځو چارو وزارت ته نومانده؛ ۱۳۱ تایید ۷۰ رد، ۲۸، سپینی او ۹ باطلې،

۱۳-سلامت عظیمی د نشه یي توکو سره د مبارزې وزارت ته نومانده؛ ۱۵۵ تایید، ۶۰ رد او ۲۳ سپینې.

۱۴- فریده مهمند د لوړو زدکړو وزارت ته نومانده؛                  ۱۸۴ تایید، ۳۱ رد، ۱۸سپینې او ۵ باطلې.

۱۵- نسرین اوریا خیل د کار او ټولنیزو چارو وزارت ته نومانده؛  ۱۶۹ تایید، ۴۲ رد، ۲۱ سپینې او ۵ باطلې.

۱۶- علي احمد عثماني د اوبو او انرژۍ وزارت ته نوماند؛           ۱۶۸ تایید، ۳۶ رد، ۲۹ سپینې او ۵ باطلې.

وروسته د ولسي جرګې رییس د نوماند وزیرانو په اړه خپله پریکړه اعلام کړه.

vlcsnap-2015-04-18-19h10m48s143

د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي:      

ټولو شپاړس نوماند وزیران له ولسي جرګې د تایید رایه واخسته او حکومت د ملي دفاع وزیر پرته ټول کابینه بشپړ شوه.

 

دا په داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې د مکررو غوښتنو سره سره د ملي یوالي حکومت تر اوسه پر دې ندی بريالی شوی چې د ملي دفاع وزارت ته نوماند ولسي جرګې ته معرفي کړي.

ملی دفاع وزارت په داسې حال کې د سر پرست لخوا اداره کیږي چې هیواد سختو امنیتی ستونزو سره مخا مخ دی.

خبریال: عبدالعزیز کریمي

Advertisement

تازه خبرونه

په افغانستان کې د قزاقستان د سوداګرۍ خونه پرانیستل شوه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۸, ۱۴۰۳)

د افغانستان صنایعو او سوداګرۍ وزارت څرګنده کړې، چې د افغانستان په هرات ولایت کې د قزاقستان د سوداګرۍ خونه پرانیستل شوه.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې، چې نن سې شنبه د غویی اتلسمه خپره شوې راغلي، چې د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي نورالدین عزیزي په افغانستان کې د قزاقستان د سوداګرۍ خونې پرانیستل د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا په برخه کې یو مثبت او اغېزمن ګام وباله.

 یادې خونې د پرانیستې پر مهال نورالدین عزیزي څرګنده کړې، چې د افغانستان د رسمي پلاوي او خصوصي سکټور د سوداګریزو اړیکو کنفرانس، دوه اړخیزو سوداګریزو غونډو او پر ۱۴۰۲ کال د قزاقستان په استانه ښار کې د افغانستان د محصولاتو او تولیداتو له نندارتون وروسته قزاقستان ته د افغانستان صادرات زیات شوي دي.

د قزاقستان د سوداګرۍ خونې مشر ارمان یوسینتایوف ټینګار کړی، چې د دې خونو له پرانیستلو څخه هدف د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د حجم او ارزښت لوړول دي؛ ځکه، چې قزاقستان له اسلامي امارت سره د اړیکو او سوداګرۍ پراختیا ته لیوالتیا لري.

Continue Reading

تازه خبرونه

د نړۍ قوتونه زمونږ د اقتصادي او سیاسي پرمختګونو د مخنیوي هڅې کوي – ملا برادر

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۸, ۱۴۰۳)

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ویلي، چې د نړۍ ستر قدرتونه هڅه کوي، چې د اسلامي امارت د اقتصادي او سیاسي پرمختګ مخه ونیسي.

ملا عبدالغني برادر دغه څرګندونې د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو له روزنيز مرکز څخه د ملي اردو د سرتېرو د فراغت په مراسمو کې وړاندې کړې دي.

نوموړي زیاته کړې: د نړۍ ستر قدرتونه اسلامي امارت ته د شک پر سترګه ګوري او اوس هم هڅه کوي، چې زمونږ د اقتصادي او سیاسي پرمختګ مخه ونیسي؛ خو مونږ او تاسې باید ویښ او بیدار اوسو.

په افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمنۍ نږدې درې کاله تېر شول؛ خو تر اوسه هیڅ هېواد اسلامي امارت پر رسمیت ندی پېژندلی؛ د افغانستان پر بانکي سکټور لګول شویو بندیزونو د هېواد پر اقتصاد منفي اغېز کړی دی.

نړيوالې ټولنې د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو لپاره د ښځو د حقونو خوندیتوب او د يوه ټولګډونه حکومت جوړول خپل شرطونه ایښي دي.

اسلامي امارت هم څرګنده کړې، چې د ښځو حقونه د شریعت له مخې تضمین شوي او په کابینه کې بېلابېل قومونه پراخ حضور لري.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان د سویل خلکو په وروستیو ۴۰ کلونو کې یوه باراني میاشت تجربه کړه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۸, ۱۴۰۳)

یوې امریکایي ادارې راپور ورکړی، چې د افغانستان سویل په تېرو ۴۰ کلونو کې له درې‌وو څخه یو باراني اپریل تجربه کړی دي.

د دوشنبې پر ورځ د غویی اووه‌لسمه د قحطۍ له وخت مخکې خبرداري سيسټم ادارې په خپل راپور کې څرګنده کړې، چې د اپريل اورښتونه د هېواد په شمالي، شمال ختيځو او لویديځو سيمو کې د کرنې د ودې لامل شوي؛ خو سېلابونو شاوخوا لس زره جريبه کرنيزه ځمکه په ځانګړي توګه د هېواد په ختيځو او سویل ختيځو سيمې کې له منځه وړې ده.

د راپور له مخې؛ وروستیو اورښتونو په ټول هېواد کې د څړځایونو له وضعیت سره مرسته کړې او د باراني څپرکي له پای ته رسېدو سره تمه ده، چې د حاصلاتو د فصل له پیلېدو سره به خوراکي توکو او عایداتو ته د کورنیو لاس‌رسی ښه او د کرنې په سکټور کې کاري زمینه برابره شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!