Connect with us

تازه خبرونه

په ختیځ کې له پاکستان سره د جګړې د تیارۍ سپارښتنه شوې

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2016-05-05-16h28m58s119

د قومونو او سرحداتو وزیر د ختیځو سیمو اوسیدونکیو ته له پاکستان سره، جګړې ته د تیارۍ سپارښتنه کړې.

 د ختیځ له بېلابېلو سیمو څخه یو شمېر خلک د افغان ځواکونو په ملاتړ راټول شوي او وايي روانه جګړه د پاکستان د ګټو له پاره ده.

 دیني عالم عبدالظاهر حقاني وایي، علما حاضر دي، چې د امنیتي سرتېرو ترڅنګ د پاکستان پرضد وجنګیږي.

 د دیورند کرښې په اوږدو کې د پاکستانیو پوځیانو تازه تحرکاتو خلك سخت په غصه کړي.

 د سرحدونو قومونو او قبايلو وزير، چې  ولسمشر د حالاتو د څیړلو له پاره   ننګرهار ته را استولی وايي، پاکستان د ټولو نړیوالو قوانیو خلاف د کرښې په اږدو کې تحرکات کوي، چې افغان ځواکونو ته یې د مخنیوي امرشوی.

 ښاغلي منګل د ختیځې سیمې اوسیدونکیو ته له پاکستان سره د جګړې د تیارۍ سپارښتنه وکړه او زیاته یې کړه؛ پاکستان هره ورځ د افغانانو د نابودۍ له پاره خپلې هڅې زیاتوي، خو افغان حکومت سږکال ډېر پام د جګړې پرګټلو ورټول کړی.

 د ننګرهار ولایتي شورا منشي ذبیح الله زمری وايي، پاکستان د طالب ترڅنګ په ننګرهارکې داعش هم اکمالوي او د کرښې په اوږدو کې مخامخ پرافغان سرتېرو بریدونه کوي؛ خو مخنیوی یې  په حکومت کې له ښې همغږۍ اوښې رهبرۍ پرته نه کیږي.

 د ننګرهار والي سلیم خان کندوزی وايي، د وطن ساتنې په برخه کې هرډول قربانۍ ته چمتو دي؛ خو ګټه د ولس له ملاتړه پرته نا شونې ده.

 د غونډې ګډونوالو له مرکزي حکومت څخه په ننګرهار کې د سرتېرو د تشکیل د زیاتولي غوښتنه وکړه او ترڅنګ یې له ولسمشره وغوښتل، چې نورد پاکستان پر ژمنو باور ونه کړي او د حالاتو د کابولو کولو له پاره پر بدیلې لارې کار وکړي.

 په هېواد کې وروستیو پېښو  حکومتي چارواکي  همغږي کړل، چې جنګ په وسله نه، بلکې په روحیه ګټل کیږي.

 خبریال: رحمت الله زیارمل

 

Advertisement

تازه خبرونه

په بدخشان ولایت کې ماین چاودنې ۸ کسانو ته مرګ او ژوبله اړولې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۹, ۱۴۰۳)

کورنیو چارو وزارت تائید کړې، چې په بدخشان ولایت کې د یوه نښلېدونکي ماین په چاودنه کې ۳ امنیتي سرتېري وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي: له بده مرغه نن له غرمې مخکې شاوخوا ۱۱ بجې د بدخشان ولایت د فیض‌آباد ښار د جوزون په اړوند سیمه کې پر موټرسایکل نښلول شوي ماین چاودنه کړې ده.

د عبدالمتین قانع زیاته کړې؛ دغه ماين هغه مهال چاودنه وکړه، چې د پوليسو د موټرو یو کاروان له ياد سړک څخه د کوکنارو د کښت د له منځه وړلو لپاره له سیمې څخه د تېرېدو په حال کې و.

ده زياته کړې، چې دغه پېښه د پوليسو تر څېړنې لاندې ده.

تر اوسه کومې ډلې یا شخص د دې پېښې مسوولیت پر غاړه ندی اخیستی.

Continue Reading

تازه خبرونه

د سې شنبې پر ورځ خراسان او سرخ پوشان لوبډلو لوبه وګټله

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۹, ۱۴۰۳)

د سې شنبې پر ورځ ( د غویي اتلسمه) د افغانستان فوټبال اتلانو لیګ د سیالیو په پېنځه دېرشمه لوبه کې د خراسان فاریاب لوبډلې کابل استقلال لوبډلې ته ۱ د صفر پر توپیر ماتې ورکړه.

د خراسان فارياب لوبډلې لوبغاړي فريد احمد يو ګول وواهه او د ميدان غوره لوبغاړی ونومول شو.

دغه راز په شپږدېرشمه لوبه کې سرخ پوشان خوافې لوبغاړو سرسبز یاشلر لوبډلې ته ۴ پر۱ ماتې ورکړه.

حبيب الله هوتک او اميد رجبي د سرخپوشانو لوبغاړو ګولونه وکړل او حبيب الله هوتک هم وتوانېد، چې د ډګر د غوره لوبغاړي نوم خپل کړي.

د نن چارشنبه د ثور نولسمه د غرمې ۱:۳۰ ابو مسلم فراه او عدالت فراه او له غرمې وروسته ۳:۳۰ بجې  میوند او جوانان واحدي لوبډلې سره مخ کېږي.

د يادونې ده، چې دغه سيالۍ له آريانا ټلويزيون څخه پر ژوندۍ بڼه خپرېږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د پاکستان خاوره د افغانستان پر ضد کارول کیږي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۹, ۱۴۰۳)

د افغانستان ملي دفاع وزارت د پاکستان د پوځ د ویاند وروستۍ ادعا، چې په پاکستان کې پر چینايي اتباعو وروستی برید د افغانستان له خاورې پلان شوی و، له حقیقته لرې بولي او پر کلکه یې ردوي.

عنایت الله خوارزمي وایي، چې داعش له پاکستان څخه د افغانستان خاورې ته را اوښتي او موخې یې له هغه ځایه تنظیم شوې دي.

د دفاع وزارت ویاند دا هم په ډاګه کړې، چې پاکستان باید دغو کړنو ته پخپله ځواب ورکړي.

د ملي دفاع وزارت وياند عنايت الله خوارزمي ويلي، د خيبر پښتونخوا په يوه سيمه کې، چې د پاکستان د پوځ تر امنيتي پوښښ لاندې ده؛ د چينايي وګړو وژل کېدل د امنیتي بنسټونو خپله کمزوري ده او یا هم له بریدګرو د دوی د همکارۍ ښکارندویي کوي.

ویل کیږي، چې اسلامي امارت په دې اړه چین ته ډاډ ورکړی او دوی هم په دې خبره پوه شوي، چې افغانان په داسې مسایلو کې ښکېل ندي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!