سیمه ییز خبرونه
افغانستان په قطر كې د طالبانو د سياسي دفتر جوړيدو مشروط ملاتړ كوي- جاويد لودين
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال جاويد لودين كه څه هم په قطر كې د طالبانو لپاره د يوه سياسي دفتر د جوړولو په اړه د امريكا د ليوالتيا خبر نه تائيدوي، خو وايي كه جوړهم شي دا دفتر به نړيوال رسميت ونه لري او يوازې د سولې د خبرو لپاره به د يوې پتې په توگه كارول كيږي .
دا په داسې حال كې ده، چې نړيوالو رسنيو د لوديځو ډيپلوماټانو له قوله ويلي، چې امريكا د روان عيسوي كال ترپايه په قطرکې د طالبانو لپاره د يوه مرکزي سياسي دفتر له پرانیستلو سره سلا کړې ده.
د لندن ټایمز ورځپاڼې رپوټ خپور كړى، چې:
د امریکا متحده ایالات د روان عيسوي کال ترپایه په قطر کې د طالبانو لپاره د مرکزي سیاسي دفتر د پرانستلو پلان تصویب کړى دى .
د دغې رسنۍ په حواله لوېدیځو ډیپلوماټانو ویلي، چې:
د دې كار موخه داده، چې لوېدیځوال له طالبانو سره د سولې رسمي خبرې پیل کړای شي.
د افغا نستان د بهرنيو چاروزارت سياسي مرستيال جاويد لودين كه څه هم دغه رپوټ نه تائيدوي ، خو په بهر كې د طالبانو د دفتر پرانيستل د سولې پروسې په پرمخ بيولو كې اغېزناك گڼي .
جاويد لودين وايي، چې د دولت له وسله والو مخالفينو سره د سولې د خبرو لپاره كوم ځانگړى ادرس نه لري؛ نو له دې لامله، چې طا لبانو ته د اعتماد فضا را منځته شي، په هر هغه هېواد كې، چې د طالبانو د امنيت ضمانت وشي دوى چمتو دي، چې د هغوى لپاره دفترپرانستل شي، خو دا دفتر به نړيوال رسميت ونه لري .
ویل کېږي، چې په قطرکې د افغانستان د اسلامي امارت په نامه د طالبانو دا نماینده گي به له ۲۰۰۱ع وروسته، چې د دوی رژیم را وپرزول شو، په نړیواله سطحه د طالبانو لومړنی په رسمیت پېژندل شوی دفتر وي.
له تېریوه کال راهیسي داسې رپوټونه خپريدل، چې طالبان به په قطر، ترکیه او یا هم متحده عرب اماراتو کې دفتر پرانیزي.
تردې مخکې په یوه درېيمگري هېواد کې د طالبانو د دفتر د پرانستل کېدو په تړاو ویل شوي وه، چې:
طالبان یوازې په هغه صورت کې حاضر دي، چې په ترکیه یا قطر کې دفتر پرانیزي، چې د افغانستان د اسلامي امارت په نوم یاد شي.
نړيوالو رسنيو د لوديځو ډيپلوماټانو له قوله ويلي، چې په قطرکې د طالبانو د دفتر پرانستل به د افغانستان د لس کلنې جگړې د پای ته رسولو لپاره د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د روغې جوړې په موخه په خبرو كې مرسته وكړي
سیمه ییز خبرونه
پوتین د ولسمشرۍ بله ۶ کلنه لوړه وکړه
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سې شنبې پر ورځ د غویی اتلسمه په کرملین ماڼۍ کې د یو لړ مراسمو پر مهال د دغه هېواد د ولسمشر په توګه خپل نوی شپږ کلن پېر پیل کړ.
پوتین له دې مخکې څلور ځله د روسیې د اساسي قانون د ساتنې لوړه کړې ده.
ولادیمیر پوتین له ۱۹۹۹ ز.کال راپدیخوا د روسیې په سیاسي ډګر کې د ولسمشر یا لومړي وزیر په توګه خپل واک ساتلی دی.
۷۱ کلن پوتین په تېر مارچ کې د روسیې د ولسمشریزو ټاکنو ګټونکی وپېژندل شو.
د هغه تر ټولو نومیالی سیال الکسي ناوالني یوه میاشت مخکې د شمالي قطب په یوه زندان کې ناڅاپه مړ شو.
د الکسي ناوالني میرمنې په یوټیوب کې د ولسمشرۍ د لوړې له مراسمو مخکې یوه ویډیو خپره کړه؛ پوتین یې ظالم او قاتل یاد کړی او له پلویانو یې وغوښتل، چې د پوتین پر وړاندې مبارزه روانه وساتي.
امریکا، بریټانیا او یو شمېر نورو هېوادونو د پوتین د لوړې له مراسمو ډده کړی ده.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند مټیو میلر د دوشنبې پر ورځ ویلي: مونږ به د هغه د لوړې په مراسمو کې استازی ونلرو. مونږ د [روسیې] ټاکنې ازادې او عادلانه نه ګڼو؛ خو پوتین د روسیې ولسمشر دی او په اټکل کیږي، چې خپل کار به روان وساتي.
د آلمان خبري آژانس او د اروپايي اتحاديې د ډيپلوماتانو د څرګندونو له مخې؛ ځينو هېوادونو لکه فرانسې، هنګري او سلواکیا د پوتين د لوړې مراسمو ته د اړیکو د ساتلو لپاره خپل استازي استولي دي.
ولادیمیر پوتین، چې لږ تر لږه ۲۵ کاله په واک کې پاتې دی؛ تر ۲۰۳۰ پورې به د روسیې د ولسمشر په توګه خپلې دندې ترسره کوي.
سیمه ییز خبرونه
په هر حال پر رفح برید شونی دی – نتانیاهو
د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې؛ که د اوبند او یرغمل خوشې کولو هوکړه وشی او که نه، اسرائیل به د غزې په جنوبي ښار رفح کې د حماس پر ضد خپل عملیات ترسره کوي.
نتانیاهو د خپل دفتر په خبرپاڼه کې څرګنده کړې: دا نظر، چې مونږ به د ټولو اهدافو ترلاسه کولو مخکې جګړه دروو؛ پر بحث او خبرو نه ارزي.
سیمه ییز خبرونه
د دوبۍ واکمن د هوایي ډګر د نوي ټرمینل جوړولو لپاره ۳۵ میلیارډ ډالر تصویب کړل
د دوبۍ واکمن شیخ محمد بن راشد آل مکتوم د یکشنبې پر ورځ په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ د آل مکتوم نړیوال هوایي ډګر د مسافرینو د نوي ترمینل جوړولو لپاره ۱۲۸ میلیارډ درهم ( ۳۴ اعشاریه ۸۵ میلیارډ ډالر) تصویب شوي دي.
د رویټرز د راپور له مخې؛ د آل مکتوم نړیوال هوایي ډګر په نړۍ کې ترټولو لوی دی، چې د ۲۶۰ میلیون مسافرینو وړتیا لري او له دوبۍ نړیوال هوایي ډګر څخه به پېنځه چنده لوی وي.
دغه راز څرګنده شوې، چې په راتلونکیو کلونو کې به د دوبۍ هوایي ډګر ټول عملیات آل مکتوم ته ولیږدول شي.
د آل مکتوم هوايي ډګر به د ټرمینل ۴۰۰ دروازې او پېنځه ځغاستلیکې هم ولري.
د دوبۍ د اماراتو دولتي هوايي شرکت رییس شیخ احمد بن سعید آل مکتوم ویلي: دا هوايي ډګر به د اماراتو او د هغه د خور د لږ لګښت لرونکي هوايي شرکت فلای دوبۍ نوی کور وي او د ټولو هوايي شرکتونو له شریکانو سره، چې نړۍ له دوبۍ سره نښلوي؛ مل پاتې شي.
د دوبۍ د میډیا دفتر او د دوبۍ د هوایي ډګرونو اجرائیوي رییس پاول ګریفیټس څرګنده کړې؛ دا هڅه په نړۍ کې د هوایي چلند د مخکښ مرکز په توګه د دوبۍ موقعیت نور هم پیاوړی کوي.
-
تازه خبرونه3 days ago
په غور کې د سېلابونو له کبله سلګونه خلک بې ځایه شول
-
تازه خبرونه4 days ago
اسلامي امارت په بدخشان کې د اعتراضي لاريون د څېړلو لپاره یو پلاوي وټاکه
-
تازه خبرونه3 days ago
په افغانستان کې پر کوکنارو د بندیز له کبله کروندګرو خپل عاید له لاسه ورکړی – نړیوال بانک
-
تازه خبرونه2 days ago
د اسلامي همکاریو ټولنې سرمشریزې په افغانستان کې د نجونو پر زدهکړو ټینګار څرګند کړ
-
نړۍ3 days ago
اسرائیلي ځواکونو بیت المقدس ته نږدې د الجزیرې پر رسنیز دفتر چاپه ووهله
-
سوداگري3 days ago
د ترکمنستان د سوداګرو او صنایعو اتحادیې مشر هرات ته سفر وګړ
-
نړۍ2 days ago
د غزې په جګړه کې مو د مصر او قطر د اوربند وړاندیز منلی – حماس
-
لوبی2 days ago
ابو مسلم فراه افسي میوند فوټبال لوبډلې ته ۹ پر ۱ ماتې ورکړه