Connect with us

تازه خبرونه

د جمعیت ګوند سرپرست خپل ګوندي دریځ په ډاګه کړ

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د جمعیت ګوند سرپرست په یوه خبري ناسته کې د خپل ګوند دریځ په ډاګه کړ او د وروستیو خونړیو پېښو په تړاو یې له حکومت څخه د ملي امنیت شورا د مشاور حنیف اتمر او د امنیتي بنسټونو د مشرانو د ګوښه کولو او د ملی وحدت حکومت د سیاسي هوکړې د پلي کولو کولو غوښتنې وړاندې کړې.

د جمعیت ګوند سرپرست صلاح الدین رباني وايي؛ په کابل کې وروستیو بریدونو په ډاګه کړه، چې یو شمېر کړۍ په نظام کې د جمعیت د مشرانو  د ډډې ته د کولو هڅې کوي.

نوموړي زیاته کړې، چې وروستیو تروریستي پېښو په خلکو کې د حکومت د واک و ځواک په اړه ډېرې پوښتنې راپورته کړي او په وروستي لاریون کې د دې پرځای، چې حکومت د ولس د خوندیتوب هڅه وکړي؛ پولیسو پر لاریونکوونکیو ډزې وکړې او ترورستانو ته ورته کړنه یې تر سره کړه.

رباني زیاته کړې؛ د دې لپاره، چې خلک پر حکومت بیا ډاډمن شي؛ اړینه ده، چې د امنیتي بنسټونو چارواکي بدل او پر ځای یې نیک او ډاډمن کسان وټاکل شي.

دغه راز جمعیت ګوند سرپرست د کابل د وروستیو پېښو د عاملانو د محاکمې غوښتنه هم وکړه.

د دغه ګوند سرپرست رییس وایي، چې ملي وحدت حکومت د یوې سیاسي هوکړې له مخې جوړ شوی او د دې هوکړې د بشپړې پلي کولو غوښتونکي یو.

نوموړي دا هم ویلي، چې د جمعیت ګوند له پراخ شتون پرته د دغه حکومت دوام  هم ناشونی او بې معنا دی.  

هغه دا هم په ډاګه کړې؛ عطامحمد نور د حزب له دریځ او وړاندیزونو ملاتړ کوي او دا هیله یې په ډاګه کړې، چې د حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د جمعیت ګوند نوماند و او د دې ګوند له پرېکړو او وړاندیزونو به ملاتړ کوي.

نوموړی د کابل کنفرانس په اړه یادونه وکړه، چې د جمعیت رهبري به په دې اړه پرېکړه کوي، چې زه د هېواد د بهرنیو چارو د وزیر په توګه په کې ګډون وکړم او که نه.

د ولسمشرۍ سرپرست ویاند سید شاه حسین مرتضوي نن په یوه خبري ناسته کې وویل؛ ټولو ته څرکنده ده، چې د بن له ناستې وروسته مونږ اوس له یوې خلاصي سیاسي فضا برخمن شوي یو؛ ګوندونه، مدني بنسټونه او ډلې باید دغه خلاصه فضا خوندي او نوره هم پیاوړې کړي.

نوموړی وویل؛ په امنیتي بنسټونو کې لازم بدلونونه راغلي؛ دوی ته باید فرصت ورکړ شي او پریښودل شي، چې هېواد له روان ناورین وباسي. که په چارو کې یې نیمګړتیا ولیدل شوه بیا به یې په اړه  اړینه پرېکړه تر سره شي.

هغه وایي، د وروستیو پېښو هر اړخیزه څېړنه کیږي او هغو کسانو، چې خپله دنده سمه نده تر سره کړې  قانوني کړنه به ورسره تر سره شي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، په هېواد کې شل ترورستي ډلې جنایتونه کوي؛ مونږ د هېواد او نظام د بقا په حال کې یو او حکومت دنده لري، چې نسبي امنیت خوندي کړي.

د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس ویاند جاوید فیصل په ډاګه کړې، چې د هېواد ټول امنیتي او دفاعي بنسټونه قانون ته ژمن دي او په دې اړه باید بېړنۍ پرېکړې ونه شي.

نوموړي د حکومت او خلکو پر ګډ دریځ  ټینګار وکړ او د افغانستان د بقا هیله یې څرګنده کړه.

هغه زیاتوي، چې په تېرو څو اوونیو کې د فاع او کورنیو چارو وزیرانو استعفاوې وکړې؛ نوې ټاکنې وشوې ښه به دا وي، چې دغه وزیران کار او چارواکي کار ته پریښودل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان جمعیت اسلامي ګوند یو لس کسیز پلاوی تېره ورځ ناوخته داکتر عبدالله عبدالله ته د دریځ معلومولو لپاره لیږل شوی و، چې له خلکو سره دریږي او که له هغو کسانو سره یوموټی کیږي، چې بیګناه خلک یې وژلي دي.

د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله پرون نا وخته ومنله، چې د دغه ګوند له پلاوي سره یې خبرې پیل کړي؛ خو دا، چې کومې پرېکړې ته رسیدلي که نه د کابل کنفرانس له تر سره کیدو وروسته به په ډاګه شي.

Advertisement

تازه خبرونه

د افغانستان په خاوره کې د ټي ټي پي د شتون په اړه شواهد لرو – د پاکستان پوځ

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۸, ۱۴۰۳)

د پاکستان پوځ یو ځل بیا ادعا کړې، چې تحریک طالبان پاکستان د افغانستان خاوره کاروي او په دې اړه کوټلي شواهد شته.

د پاکستان پوځ ویاند احمد شریف چوهدري نن سې‌شنبه د غویی اتلسمه) په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې په پاکستان کې د وروستیو ترهګریزو پېښو ریښه په افغانستان کې ده.

هغه ټینګار کړی، چې پاکستان د ترهګرۍ ضد هڅو ته ژمن دی او د ټي ټي پي د له منځه وړلو لپاره به هره شونې لار وکاروي.

نوموړي زیاته کړې؛ د پاکستان امنیتي ځواکونه به د ترهګرو پر وړاندې تر هغه ځایه، چې شونې وي مخکې ولاړ شي.

چوهدري د عاملینو د محاکمې تر څنګ ویلي: د ستر درستیز د څر\ندونو له مخې ترهګر په پاکستان کې ځای نلري.

د پاکستان د پوځ ویاند د افغان کډوالو د مسئلې په اړه ویلي: په میلیونونو افغانان اوس هم په پاکستان کې اوسیږي. په داسې حال کې، چې له ترهګرۍ سره مبارزه کوي. پاکستان له افغان کډوالو سره مرسته کړې او نړۍ هم پرې پوهېږي.

هغه زياته کړې؛ په پاکستان کې د افغان وګړو د شتون له کبله د قانون او نظم وضعيت خراب شوى او تر اوسه له ٥٦٣ زره ډېر افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې له دې مخکې اسلامي امارت په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان شتون رد کړی او څرګندوي، چې د پاکستان امنیتي ستونزه له افغانستان سره هیڅ تړاو نلري.

Continue Reading

تازه خبرونه

په افغانستان کې د قزاقستان د سوداګرۍ خونه پرانیستل شوه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۸, ۱۴۰۳)

د افغانستان صنایعو او سوداګرۍ وزارت څرګنده کړې، چې د افغانستان په هرات ولایت کې د قزاقستان د سوداګرۍ خونه پرانیستل شوه.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې، چې نن سې شنبه د غویی اتلسمه خپره شوې راغلي، چې د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي نورالدین عزیزي په افغانستان کې د قزاقستان د سوداګرۍ خونې پرانیستل د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا په برخه کې یو مثبت او اغېزمن ګام وباله.

 یادې خونې د پرانیستې پر مهال نورالدین عزیزي څرګنده کړې، چې د افغانستان د رسمي پلاوي او خصوصي سکټور د سوداګریزو اړیکو کنفرانس، دوه اړخیزو سوداګریزو غونډو او پر ۱۴۰۲ کال د قزاقستان په استانه ښار کې د افغانستان د محصولاتو او تولیداتو له نندارتون وروسته قزاقستان ته د افغانستان صادرات زیات شوي دي.

د قزاقستان د سوداګرۍ خونې مشر ارمان یوسینتایوف ټینګار کړی، چې د دې خونو له پرانیستلو څخه هدف د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د حجم او ارزښت لوړول دي؛ ځکه، چې قزاقستان له اسلامي امارت سره د اړیکو او سوداګرۍ پراختیا ته لیوالتیا لري.

Continue Reading

تازه خبرونه

د نړۍ قوتونه زمونږ د اقتصادي او سیاسي پرمختګونو د مخنیوي هڅې کوي – ملا برادر

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۸, ۱۴۰۳)

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ویلي، چې د نړۍ ستر قدرتونه هڅه کوي، چې د اسلامي امارت د اقتصادي او سیاسي پرمختګ مخه ونیسي.

ملا عبدالغني برادر دغه څرګندونې د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو له روزنيز مرکز څخه د ملي اردو د سرتېرو د فراغت په مراسمو کې وړاندې کړې دي.

نوموړي زیاته کړې: د نړۍ ستر قدرتونه اسلامي امارت ته د شک پر سترګه ګوري او اوس هم هڅه کوي، چې زمونږ د اقتصادي او سیاسي پرمختګ مخه ونیسي؛ خو مونږ او تاسې باید ویښ او بیدار اوسو.

په افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمنۍ نږدې درې کاله تېر شول؛ خو تر اوسه هیڅ هېواد اسلامي امارت پر رسمیت ندی پېژندلی؛ د افغانستان پر بانکي سکټور لګول شویو بندیزونو د هېواد پر اقتصاد منفي اغېز کړی دی.

نړيوالې ټولنې د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو لپاره د ښځو د حقونو خوندیتوب او د يوه ټولګډونه حکومت جوړول خپل شرطونه ایښي دي.

اسلامي امارت هم څرګنده کړې، چې د ښځو حقونه د شریعت له مخې تضمین شوي او په کابینه کې بېلابېل قومونه پراخ حضور لري.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!