Connect with us

تازه خبرونه

په افغانستان کې د ښځو د تلفاتو او تاوتریخوالې پر زیاتیدو اندېښنې ښکاره شوې

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د ښځو د پیوستون په نړیواله ورځ کې د ټولنې د دې قشر په وړاندې د تاوتریخوالي او تلفاتو پر زیاتوالي اندېښنه ښودلې ده.

په افغانستان کې د ملګروملتونو د سازمان استازی رینو وایي؛ که څه هم ملکې تلفات کم شوي، خو په ټوله کې د ښځو تلفات لوړ دي، چې د پېچلو عملیاتو او ځانمرګو بریدونو له کبله رامنځته شوي او هغه هم هغه ښځې دي، چې په سپیڅلو ځآیونو کې وې.

 د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمیسیون په امنیتي بنسټونو کې د ښځو نه حضور د دوی نه خوندیتوب بولي.

د افغانستان د بشرحقونو خپلواک کمیسیون رییسه سیما سمر وایي، دفاع او کورنیو چارو وزارتونه د وضعیت د ښه کیدو لپاره ښځینه سرتېرې او پولیس په خپلو پلانونو کې نه داخلوي. ملي امنیت ریاست یې ښه بېلګه ده، چې یوه ښځینه کارکوونکې نلري؛ ځکه، چې دغه ریاست اوس هم په دې باور دی، چې ښځه  د امنیت او سولې په خوندی کولو کې مرسته نشي کولی.       

په کابل کې د امریکا سفارت په یو پيغام کې له افغان ښځو څخه پر ملاتړ ټینګار وشو.

په کابل کې د امریکا سفیر جان بس وایي، مونږ د افغان ښځو له مبارزو ملاتړ کوو او د هغوی او د افغانستان د ټولو خلکو ترڅنګ ولاړ یو.

په کابل کې د بریتانیې سفیر د سولې په خبرو کې د ښځو پر رول ټینګار وکړ.

په کابل کې د بریتانیا سفیر نیکولاس کې وایي، له طالبانو سره د سولې په خبرو کې د ښځو حقونه باید په پام کې ونیول شي. دغه راز د سولي په عالې شوار کې د تېر په پرتله د ښځو حضور باید پراخ شي.

په وروستیو کلونو کې د ښځو د حقونو په برخه کې یو څه پرمختګ شوي؛ خو اوس هم په لیرې پرتو سیمو کې ښځې له راز راز تاوتریخوالي او تلفاتو سره مخ دي او ان په بدو کې ورکول کیږي.

تازه خبرونه

په بدخشان ولایت کې ماین چاودنې ۸ کسانو ته مرګ او ژوبله اړولې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۹, ۱۴۰۳)

کورنیو چارو وزارت تائید کړې، چې په بدخشان ولایت کې د یوه نښلېدونکي ماین په چاودنه کې ۳ امنیتي سرتېري وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي: له بده مرغه نن له غرمې مخکې شاوخوا ۱۱ بجې د بدخشان ولایت د فیض‌آباد ښار د جوزون په اړوند سیمه کې پر موټرسایکل نښلول شوي ماین چاودنه کړې ده.

د عبدالمتین قانع زیاته کړې؛ دغه ماين هغه مهال چاودنه وکړه، چې د پوليسو د موټرو یو کاروان له ياد سړک څخه د کوکنارو د کښت د له منځه وړلو لپاره له سیمې څخه د تېرېدو په حال کې و.

ده زياته کړې، چې دغه پېښه د پوليسو تر څېړنې لاندې ده.

تر اوسه کومې ډلې یا شخص د دې پېښې مسوولیت پر غاړه ندی اخیستی.

Continue Reading

تازه خبرونه

د سې شنبې پر ورځ خراسان او سرخ پوشان لوبډلو لوبه وګټله

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۹, ۱۴۰۳)

د سې شنبې پر ورځ ( د غویي اتلسمه) د افغانستان فوټبال اتلانو لیګ د سیالیو په پېنځه دېرشمه لوبه کې د خراسان فاریاب لوبډلې کابل استقلال لوبډلې ته ۱ د صفر پر توپیر ماتې ورکړه.

د خراسان فارياب لوبډلې لوبغاړي فريد احمد يو ګول وواهه او د ميدان غوره لوبغاړی ونومول شو.

دغه راز په شپږدېرشمه لوبه کې سرخ پوشان خوافې لوبغاړو سرسبز یاشلر لوبډلې ته ۴ پر۱ ماتې ورکړه.

حبيب الله هوتک او اميد رجبي د سرخپوشانو لوبغاړو ګولونه وکړل او حبيب الله هوتک هم وتوانېد، چې د ډګر د غوره لوبغاړي نوم خپل کړي.

د نن چارشنبه د ثور نولسمه د غرمې ۱:۳۰ ابو مسلم فراه او عدالت فراه او له غرمې وروسته ۳:۳۰ بجې  میوند او جوانان واحدي لوبډلې سره مخ کېږي.

د يادونې ده، چې دغه سيالۍ له آريانا ټلويزيون څخه پر ژوندۍ بڼه خپرېږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د پاکستان خاوره د افغانستان پر ضد کارول کیږي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۹, ۱۴۰۳)

د افغانستان ملي دفاع وزارت د پاکستان د پوځ د ویاند وروستۍ ادعا، چې په پاکستان کې پر چینايي اتباعو وروستی برید د افغانستان له خاورې پلان شوی و، له حقیقته لرې بولي او پر کلکه یې ردوي.

عنایت الله خوارزمي وایي، چې داعش له پاکستان څخه د افغانستان خاورې ته را اوښتي او موخې یې له هغه ځایه تنظیم شوې دي.

د دفاع وزارت ویاند دا هم په ډاګه کړې، چې پاکستان باید دغو کړنو ته پخپله ځواب ورکړي.

د ملي دفاع وزارت وياند عنايت الله خوارزمي ويلي، د خيبر پښتونخوا په يوه سيمه کې، چې د پاکستان د پوځ تر امنيتي پوښښ لاندې ده؛ د چينايي وګړو وژل کېدل د امنیتي بنسټونو خپله کمزوري ده او یا هم له بریدګرو د دوی د همکارۍ ښکارندویي کوي.

ویل کیږي، چې اسلامي امارت په دې اړه چین ته ډاډ ورکړی او دوی هم په دې خبره پوه شوي، چې افغانان په داسې مسایلو کې ښکېل ندي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!