Connect with us

تازه خبرونه

په کابل کې چاودنو د خبریالانو په ګډون له ۲۵ کسانو خوږ ژوند واخیست

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د کابل په شش درک سیمه کې د دوشنبې پر سهار اته بجې(د غویی۱۰) دوه غبرګو چاودنو د کابل شنه سیمه ولړزوله، چې لږ تر لږه یې د ۲۵ کسانو خوږ ژوند واخیست او له۴۰ ډېر کسان یې ټپیان کړل.

له راپورونو سره سم لومړی د شش درک پر سړک د ملي امنیت یوې پوستې ته نږدې د موترسایکل په کارولو ځانمرګی برید وشو، چې له کبله یې څلورو کسانو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړ او یو شمېر نور ټپيان شول؛ خو وروسته، چې د ټپيانو او جسدونو د انتقال لپاره سیمې ته امنیتي ځواکونه، ځان ژغورونکي او ژورنالیستان ورسیدل، دوه یمه چاودنه وشوه، چې په کې د خبریالانو په ګډون عامو خلکو ته درنده مرګ و ژوبله ورسیده.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مجروح وایي: په دې چاودنو کې لږ تر لږه ۲۱ کسانو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی او ۲۷ نور ټپیان دي.

د نوموړي په وینا؛ د دواړو چاودنو د ډېرو ټپیانو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی.

د نی اجرئیه رییس مجیب خلوتګر د څرګندونو له مخې؛ په دوه یمه پېښه کې ۸ خبریالانو ژوند له لاسه ورکړی دی، چې یو په کې د فرانس پریس آژانس انځورګر خبریال شاه مری فیضي، د یک تلویزون خبریال غازي رسولي، د آزادۍ رادیو خبریال عبادالله حنانزي، د ژوندون تلویزون خبریال توخي، د طلوع نیوز یوه عکاس او ځیني نور خبریالان په ټپیانو او وژل شویو کې یاد شوي دي.

دغه راز د خبریالانو فیدراسیون د سباوون کاکړ وژل کیدل هم تائید کړي، چې ټول ۹ خبریالانو په دې دواړو پېښو کې ژوند له لاسه ورکړی دی. دغه راز د یو پرېکړه لیک په لوستلو یې دغه پېښه وغندله، د غویی لسمه یې خونړۍ ورځ ونوموله او د می په درېیمه یې د دغو قربانیانو د فاتحې ورځ اعلان کړه.

کورنیو چارو وزارت خپاره شوي ځاني زیانونه منلي او وایي، چې د لومړني برید ګر موخه په سیمه کې د امنیتي ځواکونو د ګنډونکیو خونه وه؛ خو دوه یم بریدګر د خبریالانو په جامه کې پر عامو خلکو او خبریالانو ځانته چاودنه ورکړې ده.

سرچینې زیاته کړې، چې په لومړۍ چاودنه کې څلور امنیتي ځواکونو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د کابل پولیسو ویاند حشمت ستانکزي هم د ۲۱ کسانو وژل کیدل منلي او وایي، چې له ۴۰ ډېر کسان په دواړو ځانمرګو بریدونو کې ټپیان شوي دي.

نوموړي دغه راز ویلي، چې په لومړۍ چاودنه  کې بریدګر یو موتر سایکل کارولی دی.

هغه دغه راز د دوه یمې چاودنې رامنځته کیدل هم منلي؛ خو وایي، چې د دې چاودنې بڼه تر دې دمه څرګنده شوې نه ده.

ویل کیږي، چې دوه یمه چاودنه هغه مهال رامنځته شوه، چې خبریالان او عام وګړي د پېښې ځای ته نږدې راټول شوي وه.

د ځینو بهر نیو رسنیو د څرګندونو له مخې؛ د دواړو پېښو مسوولیت داعش پرغاړه اخیستی دی.

تازه خبرونه

په بدخشان ولایت کې ماین چاودنې ۸ کسانو ته مرګ او ژوبله اړولې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۹, ۱۴۰۳)

کورنیو چارو وزارت تائید کړې، چې په بدخشان ولایت کې د یوه نښلېدونکي ماین په چاودنه کې ۳ امنیتي سرتېري وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي: له بده مرغه نن له غرمې مخکې شاوخوا ۱۱ بجې د بدخشان ولایت د فیض‌آباد ښار د جوزون په اړوند سیمه کې پر موټرسایکل نښلول شوي ماین چاودنه کړې ده.

د عبدالمتین قانع زیاته کړې؛ دغه ماين هغه مهال چاودنه وکړه، چې د پوليسو د موټرو یو کاروان له ياد سړک څخه د کوکنارو د کښت د له منځه وړلو لپاره له سیمې څخه د تېرېدو په حال کې و.

ده زياته کړې، چې دغه پېښه د پوليسو تر څېړنې لاندې ده.

تر اوسه کومې ډلې یا شخص د دې پېښې مسوولیت پر غاړه ندی اخیستی.

Continue Reading

تازه خبرونه

د سې شنبې پر ورځ خراسان او سرخ پوشان لوبډلو لوبه وګټله

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۹, ۱۴۰۳)

د سې شنبې پر ورځ ( د غویي اتلسمه) د افغانستان فوټبال اتلانو لیګ د سیالیو په پېنځه دېرشمه لوبه کې د خراسان فاریاب لوبډلې کابل استقلال لوبډلې ته ۱ د صفر پر توپیر ماتې ورکړه.

د خراسان فارياب لوبډلې لوبغاړي فريد احمد يو ګول وواهه او د ميدان غوره لوبغاړی ونومول شو.

دغه راز په شپږدېرشمه لوبه کې سرخ پوشان خوافې لوبغاړو سرسبز یاشلر لوبډلې ته ۴ پر۱ ماتې ورکړه.

حبيب الله هوتک او اميد رجبي د سرخپوشانو لوبغاړو ګولونه وکړل او حبيب الله هوتک هم وتوانېد، چې د ډګر د غوره لوبغاړي نوم خپل کړي.

د نن چارشنبه د ثور نولسمه د غرمې ۱:۳۰ ابو مسلم فراه او عدالت فراه او له غرمې وروسته ۳:۳۰ بجې  میوند او جوانان واحدي لوبډلې سره مخ کېږي.

د يادونې ده، چې دغه سيالۍ له آريانا ټلويزيون څخه پر ژوندۍ بڼه خپرېږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د پاکستان خاوره د افغانستان پر ضد کارول کیږي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۹, ۱۴۰۳)

د افغانستان ملي دفاع وزارت د پاکستان د پوځ د ویاند وروستۍ ادعا، چې په پاکستان کې پر چینايي اتباعو وروستی برید د افغانستان له خاورې پلان شوی و، له حقیقته لرې بولي او پر کلکه یې ردوي.

عنایت الله خوارزمي وایي، چې داعش له پاکستان څخه د افغانستان خاورې ته را اوښتي او موخې یې له هغه ځایه تنظیم شوې دي.

د دفاع وزارت ویاند دا هم په ډاګه کړې، چې پاکستان باید دغو کړنو ته پخپله ځواب ورکړي.

د ملي دفاع وزارت وياند عنايت الله خوارزمي ويلي، د خيبر پښتونخوا په يوه سيمه کې، چې د پاکستان د پوځ تر امنيتي پوښښ لاندې ده؛ د چينايي وګړو وژل کېدل د امنیتي بنسټونو خپله کمزوري ده او یا هم له بریدګرو د دوی د همکارۍ ښکارندویي کوي.

ویل کیږي، چې اسلامي امارت په دې اړه چین ته ډاډ ورکړی او دوی هم په دې خبره پوه شوي، چې افغانان په داسې مسایلو کې ښکېل ندي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!