تازه خبرونه
سولې ته له رسیدو وروسته هم باید نړیوالې مرستې روانې وساتل شي
د حکومت یو شمېر پخواني او اوسني وزیران سولې ته له رسیدو وروسته هم د نړیوالو مرستو د جاري ساتلو غوښتونکي دي.
دغو وزیرانو دا ټینګار هم کړی، چې د سولې په خبرو کې دې د افغانستان اقتصادي نظام هم د پام وړ وګڼل شي.
د اقتصادي چارو یو شمېر ماهرین او پخواني چارواکي د امریکا په سفارت کې د اقتصادي او سیاسي غونډې تر نامه لاندې په یوه غونډه کې ګډون وکړ او سولې ته له رسیدو وروسته یې هغه ستونزې او فرصتونه، چې افغانستان ورسره مخ کیږي؛ پرې خبرې اترې کړي دي.
د اقتصاد وزیر محمد مصطفی مستور وایي، سولې ته له رسیدو وروسته د ښه اقتصادي نظام د درلودلو لپاره باید منظم اقتصادي پلان جوړ شي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ۳۳ په سلو کې بودجه مو پر جګړې لګول کیږي، ۳۳ نوره د جګړې پر ورانیو لګیږي؛ ځکه، نو ۲ پر ۳ برخه د بودجې یوازې پر جګړې لګول کیږي.
د مالیې پخوني وزیر انوارالحق احدي هم له مرسته کوونکیو هېوادونو وغوښتل، چې سولې ته له رسیدو وروسته خپلې مرستې چارې وساتي.
هغه زیاته کړې، افغانستان د جګړې د خرابیو د جوړولو وس نلري.
د دوی په باور افغانستان ته د نړیوالو مرستي د دې ترڅنګ، چې د افغانستان لپاره ګټورې دي؛ منفي ټکي هم لري.
د مالیي پخوانی وزیر عمر زاخېلوان وایي، په بېلا بېلو برخو کې پر نړیوالو مرستو د افغانستان اتکا؛ په اقتصادي برخه کې بد تړاو رامنځته کړی. داسې ، چې که مرستې بندې شي؛ مونږ ۶ میاشتې هم ځان ساتلی نشو.
له دې مخکې سیګار یا د امریکا پر مرستو د څار ادارې هم خبرداری ورکړی و، چې سولې ته له رسیدو وروسته به ۸۰ زره طالبان ټولنې ته رادننه کیږي؛ د منظم اقتصادي پلان نشتوالی دې ته زمینه برابره وي، چې طالبان له نورو ترهګریزو ډلوسره مدغم شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا سفارت چارسمبالي نن په کابل کې د سولې او اقتصاد ناستې ته څرګنده کړې، چې امریکا او ملګري به یې په افغانستان کې د شوروي اتحاد تجربه تکرار نکړي او له دې هېواد سره به ژمن پاتې وي.
تازه خبرونه
په کندهار کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم پرانیستل شو
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.
د کندهار په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم د رسمې مراسمو پر مهال ً پرانیستل شو.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.
په دغو مراسمو کې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس انعامالله سمنګاني او د امارتي ادارو یو شمېر رییسانو هم ګډون کړی و.
د کندهار د جهادي آثارو د ساتنې مسوول ویلي، تر اوسه له بېلابېلو ځایونو څخه له سلو ډېر جهادي آثار راټول شوي دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په موزیم کې د انګلیسي، روسي او امریکايي ځواکونو لهخوا د تېر شل کلن اشغال پر مهال پرېښودل شوې او غنیمت شوې وسلې او د بېلابېلو شهیدانو پاتې آثار ساتل کیږي.
هغه زیاته کړې، چې د موزیم د بډاینې لپاره د جهادي ٍثارو د راټولولو لړۍ به روانه وي او اوسمهال لیدونکي کولی شي له دې موزیم څخه لیدنه وکړي.
تازه خبرونه
پر کندهار، پکتیا او خوست د پاکستان په هوايي بریدونو کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شول – اسلامي امارت
مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ويلي، پاکستاني پوځ تېره شپه(د تلې دوهیمه) یو ځل بیا پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو هوايي بریدونه کړي، چې په کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شوي دي.
مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.
د اسلامي امارت ویاند د دغو بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان د پوځ پر وړاندې به «پرېکنده دریځ» ونیول شي او مناسب ځواب به ورکړ شي.
نوموړي زیاته کړې؛ پاکستاني پوځي کړیو د دغو بریدونو د توجیه لپاره ادعا کړې، چې له افغانستان څخه د پاکستان لوري ته بېپیلوټه الوتکې اوښتې دي.
د مجاهد وتایي؛ پاکستان یو ځل بیا د خپلو کورنیو ستونزو د توجیه لپاره پر افغان خاوره هوايي برید کړی او دغه ډول اقدامات د افغان ولس غصه راپاروي.
نوموړي خبرداری ورکړی، چې د پاکستان د پوځ دا ډول اقدامات به ورته ناوړه پایلې ولري.
تازه خبرونه
پاکستان په کندهار او خوست کې هوايي بریدونه کړي
د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نهدی اوښتی.
نن پنجشنبه( د تلې دوهیمه) سهار وختي پاکستاني پوځي الوتکو د کندهار ښار او د خوست ولایت په ځینو سیمو کې هوايي بریدونه کړي دي.
د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نهدی اوښتی.
د سرچینې د څرګندونو له مخې، پاکستاني الوتکو د خوست په مرکز کې هم پر ځینو سیمو بریدونه کړي دي؛ خو د دغو بریدونو د دقیقو هدفونو او د احتمالي زیانونو په اړه لا ډېر جزئیات خپاره شوي نهدي.
د تازه بریدونو احتمالي زیانونو په اړه جزئیات به وروسته خپاره شي.
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان بهرنیو چارو وزارت د پاکستان سفارت چارسمبالی احضار کړ
-
تازه خبرونه4 days agoد آریانا یوه کارګو الوتکه کابل ته راورسېده
-
تازه خبرونه3 days agoد روسیې ۲۲ سېلانیانو د بدخشان واخان ته سفر وکړ
-
تازه خبرونه5 days agoد پاکستان پوځ په کونړ کې د زلزله ځپلیو پر کمپ هوایي برید کړی
-
تازه خبرونه4 days agoد پاکستان په هوايي بریدونو کې ۷ ملکي کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې – یوناما
-
ساینس او ټیکنالوژي4 days agoتېر کال په ټوله نړۍ کې انسانتهورته ۷۰۰۰روبوټونه پلورل شوي
-
لوبی4 days agoافغانستان د آسیايي لوبو په ګروپي پړاو کې له جاپان او نیپال سره لوبې کوي
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoایران او امریکا له میاشتو وروسته پر لوړه کچه لومړنۍ خبرې وکړې



