تازه خبرونه
د طالب او امریکایي پلاوو د مشرانو تر منځ د سولې هوکړه لیک لاسلیک شو
د طالب او امریکایي پلاوو د مشرانو تر منځ د سولې هوکړه لیک له اتلس میاشتو پېچلو او سختو خبرو وروسته نن شنبه د کب ۱۰ / د فبروري ۲۹ د قطر په دوحه کې لاسلیک شو.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وایي، د جګړې ټولو لوریو ته په کار ده، چې تلپاتې سولې ته د رسیدو لار ولټوي؛ ځکه، چې د امریکا او طالبانو هوکړه دې کار ته ځانګړې زمینه برابروي.
مایک پمپیو زیاته کړې، د سولې هوکړه لیک لاسلیک طالبانو ته یوه آزموینه ده او مونږ خپل راتلوونکي ګامونه د دوی کړنو ته په کتو پورته کوو.
د مایک پمپیو وایي: پخپلو ژمنو ودریږئ، له القاعده سره اړیکې پرې کړئ او له داعش سره جګړه وکړئ. د تاوتریخوالي کمي اوونۍ د سولې شرایط برابروي او د جګړې پراختیا به دا هوکړه له منځه یوسي. له افغان دولت سره کینئ، له مدني فعالانو سره کینئ؛ صبر ولرئ، ستونزې به وي، خو د ټول ګډون حکومت لپاره کار وکړئ. که په خپلو ژمنو ودریږئ، مونږ به له تاسو سره اړیکې وساتو. مونږ ته به بری هغه مهال ممکن وي، چې افغانستان بیا مونږ او زمونږ متحدینو ته خطر نشي.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملاعبدالنغي برادر وایي؛ مونږ یوې داسې پایلې ته رسیږو، چې د افغانستان په ګټه ده، اسلامي امارت له امریکا سره کړې ژمنې ته ژمن دی. مونږ غواړو، چې د یوه سیاسي ځواک په توګه څرګند شو.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي پلاوي غړي مولوي عبدالسلام حنفي د آریانا نیوز خبریال ته ویلي، چې د بهرنیو ځواکونو لومړۍ جوپه به لس ورځې وروسته د بګرام له پوځي ادې ووځي او د وتلو ټول بهیر به په ۱۴ میاشتو کې بشپړ شي.
په دوحه کې د طالب استازیو او امریکایانو د سولې هوکړه لیک د شاوخوا دېرش هېوادونو د استازیو په حضور کې لاسلیک شو.
دا په داسې حال کې ده، چې له امریکا سره د طالبانو د سولې دغه هوکړه له اووه ورځني اورکمه وروسته، چې پرون یې وروستۍ ورځ وه؛ لاسلیک شوه.
تازه خبرونه
جاپان افغانانو ته د زدهکړې نوي بورسونه اعلان کړل
په کابل کې د ۲۰۲۶ ز.کال د جون پر اتهلسمه لیکلې آزموینه اخیستل کیږي او وروسته به د جولای په میاشت کې ورسره مرکه وشي.
په کابل کې د جاپان سفارت د ۲۰۲۷ ز.کال لپاره نوي تحصیلي بورسونه اعلان کړي دي. ورته لېواله او وړ غوښتونکي کولی شي«په جاپان کې زدهکړې» له رسمي اوبپاڼې څخه اړوند لارښوونې او د غوښتنلیک فورمې ډانلوډ او خپل غوښتنلیکونه د ۲۰۲۶ ز.کال د مې تر پېنځهویشتمې پورې ورولېږي.
په کابل کې د ۲۰۲۶ ز.کال د جون پر اتهلسمه لیکلې آزموینه اخیستل کیږي او وروسته به د جولای په میاشت کې ورسره مرکه وشي.
د جاپان سفارت ویلي، چې د آقاخان بنسټ به د غوښتنلیکونو په راټولولو او د لیکلې آزموینې په آسانولو کې مرسته وکړي؛ خو د غوراوي په بهیر کې به هیڅ راز ښکېلتیا ونهلري.
یاد سفارت دا ټینګار هم کړی، چې غوراوی په خپلواکه توګه د جاپان سفارت او حکومت لهخوا، د تحصیلي وړتیا، د غوښتنلیک د اسنادو څرنګوالي او د لیکلې آزموینې او مرکې د پایلو پر بنسټ؛ پرته له دې، چې مذهبي، ژبني یا قومي مخینې ته پاملرنه وشي، ترسره کېږي.
د جاپان سفارت غوښتونکو ته خبرداری ورکړی، چې له درغلیو ځان وساتي او ډاډ څرګندوي، چې د غوښتنلیک په هیڅ پړاو کې د پیسو ورکولو ته اړتیا نشته.
تازه خبرونه
عبدالسلام حنفي په لوګر کې راستنېدونکو ته د څه باندې زر نمرو له وېش خبر ورکړ
هغه د دې ښارګوټي د پرانیستې په مراسمو کې د راستنېدونکو لپاره د استوګنیزو نمرو د وېش د بهیر پر چټکتیا ټینګار کړی دی.
تازه خبرونه
په کندوز ولایت کې د سرو زرو کان کېندلو تړون لاسلیک شو
د کانونو او پټرولیم وزارت د څرګندونو له مخې؛ دا کان له ۵ کیلومټره مربع څخه ډېر پراخ دی، چې ۲۰ میلیون ډالر پانګهونه به په کې وشي.
د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان کړی، چې د کندوز ولایت په قلعهزال ولسوالۍ کې د سرو زرو د کان کېندلو تړون د آذربایجان او قرغزستان له شرکتونو سره لاسلیک شوی دی.
د کانونو او پټرولیم وزارت د څرګندونو له مخې؛ دا کان له ۵ کیلومټره مربع څخه ډېر پراخ دی، چې ۲۰ میلیون ډالر پانګهونه به په کې وشي.
دغو شرکتونو ژمنه کړې، چې د ۳۰ سلنه امتیاز پر ورکولو به ۲۰۰ زره امریکایي ډالر په بېلابېلو ټولنیزو خدماتو کې ولګول شي او په مستقیم او غیر مستقیم ډول ۱۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره کړي.
ویل کیږي، چې د کانونو او پټرولیم وزیر وايي؛ د دې تړون لاسلیک د درې هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا پر لور یو مثبت ګام دی.
-
سوداگري5 days agoد منځنۍ آسیا له لارې د چین– افغانستان نوې ټرانزیټي لاره پرانیستل شوه
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoامریکا او ایران د جګړې د پای ته رسولو او د اټومي خبرو د پیل لپاره سره نږدې شوي – راپور
-
نړۍ4 days agoامریکا به له ایران څخه غني شوي یورانیم ترلاسه کړي – ټرمپ
-
تازه خبرونه5 days agoد افغانستان علماوو د مولانا محمد ادریس «شهادت» ستره ضایعه وبلله
-
نړۍ23 hours agoاسرائیلو د ایران پر وړاندې د عراق له یوې پټې اډې عملیات کړي
-
تازه خبرونه4 days agoپه قطر کې د ګامبیا د سفیر او سهیل شاهین لیدنه؛ د دوه اړخیزو اړیکو ارزونه او د پانګهونې فرصتونه
-
تازه خبرونه4 days agoکه په واک کې ښه چارواکي وای، د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته به خلکو آزاد تګ راتګ کاوه – اڅکزی
-
تحول5 days agoتحول: د ایران او امریکا په شخړه کې ډیپلوماټیک بدلون

