تازه خبرونه
حکومت د مرکچي پلاوی پر جوړولو بریالی شوی ندی
یو شمېر سیاسي ډلو او ګوندونو ویلي، چې حکومت د سولې مرکچي پلاوي په اړه ور سره مشوره نده کړي او غواړي، چې دا بهیر په انحصاري بڼه تر سره کړي.
د سولې په بهیر کې د حکومتي مشرتابه هڅې اوس هم پر ځینو سیاسیونو ښې نه لګیږي او څرګندوي، چې پدې اړه ور سره مشوره نکیږي.
په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د ګلبدین حکمتیار لومړي مرستیال فضل الهادي وزین ویلي، حکومت غواړي دا بهیر پوره په خپل واک کې ولري، چې دا کار د افغانستان د خلکو او سیاسي لوریو لپاره ښه ځواب ندی.
سیاسي هڅاند عزیز ستانکزی وایي؛ یو ټولګډونه پلاوی، چې د ټولنې له ټولو اړخونو استازیتوب وکړي باید ولیږل شي، چې له ټولو لاسته راوړنو ملاتړ وکړي.
له دې مخکې حکومت ویلي وه، چې یو ټول منلی پلاوی به جوړ کړي.
د ارګ اصلي رقیب، چې د ولسمشرۍ مدعي دی وایی، ولسمشرۍ ته اجازه نه ورکوي، چې په خپل سر له طالبانو سره د سولې خبرې وکړي.
د عبدالله عبدالله د ویاند مرستیال امید میثم ویلي؛ د خبرو پلاوی یې چمتو کړی، چې ژر به د افغانانو خپلمنځي خبرو کې برخه واخلي.
مخکې ولسمشر غني د خپلې لوړې پر مهال ویلي وه، چې مرکچي پلاوی به د همدې اوونۍ د سې شنبې پر ورځ معرفي کړي؛ خو د درې ورځو له تېریدو سره هم دا کار ندی تر سره شوی او د افغانانو خپلمنځي خبرې هم ښایي په همدې دلیل ځنډیدلې وي.
تازه خبرونه
په کندوز ولایت کې د سرو زرو کان کېندلو تړون لاسلیک شو
د کانونو او پټرولیم وزارت د څرګندونو له مخې؛ دا کان له ۵ کیلومټره مربع څخه ډېر پراخ دی، چې ۲۰ میلیون ډالر پانګهونه به په کې وشي.
د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان کړی، چې د کندوز ولایت په قلعهزال ولسوالۍ کې د سرو زرو د کان کېندلو تړون د آذربایجان او قرغزستان له شرکتونو سره لاسلیک شوی دی.
د کانونو او پټرولیم وزارت د څرګندونو له مخې؛ دا کان له ۵ کیلومټره مربع څخه ډېر پراخ دی، چې ۲۰ میلیون ډالر پانګهونه به په کې وشي.
دغو شرکتونو ژمنه کړې، چې د ۳۰ سلنه امتیاز پر ورکولو به ۲۰۰ زره امریکایي ډالر په بېلابېلو ټولنیزو خدماتو کې ولګول شي او په مستقیم او غیر مستقیم ډول ۱۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره کړي.
ویل کیږي، چې د کانونو او پټرولیم وزیر وايي؛ د دې تړون لاسلیک د درې هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا پر لور یو مثبت ګام دی.
تازه خبرونه
په انګلستان کې یو افغان له ماشومې سره د جنسي تېري پر جرم اعتراف وکړ
۴۰ کلن نجیبالله عرب په پیل کې تورونه رد کړي وه او ټاکل شوې وه، چې د روان کال په وروستیو کې محاکمه شي؛ خو د محکمې د اسنادو له مخې، هغه د ۲۰۲۴ ز.کال په می کې دې ماشومې ته ویلي وه، چې «ښکلې» ده او « زړهراکښونکی ځان» لري او غوښتي يې ول، چې ورسره یوازې وي.
تازه خبرونه
ملي آرشیف یو شمېر کتابونه، نسخې او فرمانونه ډیجیټلي کړل
د ملي آرشیف د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دغه راز ۸۳۰ ټوکه کتابونه، ۶۰ نسخې او ۴ فرمانونه له بیارغولو وروسته چاپ شوي او ۳۲ نوي نسخې هم ملي آرشیف ته سپارل شوې دي.
-
سوداگري5 days agoد منځنۍ آسیا له لارې د چین– افغانستان نوې ټرانزیټي لاره پرانیستل شوه
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoامریکا او ایران د جګړې د پای ته رسولو او د اټومي خبرو د پیل لپاره سره نږدې شوي – راپور
-
نړۍ4 days agoامریکا به له ایران څخه غني شوي یورانیم ترلاسه کړي – ټرمپ
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoپه بېجینګ کې لوړپوړې خبرې؛ په هرمز تنګي کې د امریکا او ایران پر کړکېچ ټینګار
-
نړۍ5 days agoایران باید د ماتې منلو سپین بیرغ پورته کړي – ترمپ
-
تازه خبرونه5 days agoد کانونو وزارت د مس عینک په پروژه کې د قراردادي شرکت د ژمنو پر پلي کولو ټینګار وکړ
-
تازه خبرونه5 days agoد افغانستان علماوو د مولانا محمد ادریس «شهادت» ستره ضایعه وبلله
-
نړۍ20 hours agoاسرائیلو د ایران پر وړاندې د عراق له یوې پټې اډې عملیات کړي

