Connect with us

تازه خبرونه

د کرونا ویروس تر چتر لاندې د کابل ښار سړکونو ته یوه کتنه

خپور شوی

د

Last Updated on: وری ۱۸, ۱۳۹۹

کابل سختې شپې او ورځې تېروي؛ دا ولایت د کرونا ویروس له مرګوني حالت سره مخ دی؛ خلک پر ګرځیدو محدودیتونه جدي نه ګڼي او ښار ته را وځي.

په کابل کې هم د کرونا ویروس ګواښ په لوړه کچه کې دی، که څه هم هره ورځ څو مثبتې پېښې ثبت کیږي؛ خو زیاترو خلکو کرونا جدي نده نیولې او نه هم پر ګرځیدو بشپړ محدودیت لګول شوی.

داسې اندېښنې هم شته، چې د بې پروایۍ دا حد دې ته راونه رسیږي، چې کنترول یې بیا له وس او توان ووځي.

انځور: د آریانا نیوز

د ټول افغانستان په کچه پر کرونا د اخته کسانو شمېر څو سوو ته رسیدلی؛ د مړیو تر څنګ یو شمیر رغیدلي هم دي.

انځور: د آریانا نیوز

د کابل ښار د علاوالدین اړوند سیمه، چې تګ راتګ په کې کم شوی.

انځور: د آریانا نیوز

د کابل ښار د باغ بلا اړوند سیمه، چې خلکو په کې له ډېر تګ راتګ دډه کړې.

انځور: د آریانا نیوز

د کابل ښار د دهنه ی نل سیمه د قرنطین له حالته خلک ډډه کوي او کار ته یې ملاتړلې.

انځور: د آریانا نیوز

د کابل ښار مرکزي سیمه دارالامان د قرنطین ښکارندویي کوي.

انځور: د آریانا نیوز

د کابل ښار د انحصاراتو اړوند سیمه، چې د بېوسۍ له کبله خلک کارونو ته راوتلي دي.

انځور: د آریانا نیوز

د کابل زړه کارته چار سیمه ، چې قرنطین شوې او خلکو په کې له تګ راتګه څه نا څه ډډه کړې.

انځور: د آریانا نیوز

د کارته مامورین اړوند سیمه، چې له خلکو تشه ښکاري.

انځور: د آریانا نیوز

د کارته پروان سیمه له خلکو څه نا څه تشه او خلک یې قرنطین شوي دي.

انځور: د آریانا نیوز

د کوته سنګي سیمه هم قرنطین ده او لږ خلک په کې تګ راتګ کوي.

انځور: د آریانا نیوز

د کابل ښار پل سوخته د تېر په پرتله په کې د خلکو تګ راتګ لږ لیدل کیږي.

انځور: د آریانا نیوز

د قوایې مرکز سړک، چې خلکو په کې له اقتصادي هڅو ډډه کړې.

انځور: د آریانا نیوز

د شېر دروازې د غره د توپ تپې اړوند سیمه ، چې ډېري خلک یې بېوسه دي؛ خو قرنطین یې ځوروي.

انځور: د آریانا نیوز


پر تګ او راتګ بندیزونه او د قرنطین اقدامات د نړۍ په ګوډ ګوډ کې پلي شوي دي. د بیلګې په توګه، متحده ایالات، هندوستان او برازیل د هغو هیوادونو له جملې څخه دي چې کروناویرس څخه د خودیتوب او د مبارزې په موخه یې بندیزونه پلي کړي. له دې سره سره، د امریکا، هند او برازیل وګړو هم د دغه بندیزونو هرکلی کړې او حکومت سره د کووید-۱۹ بیمارې پر وړاندې مبارزه کې د ګډون لپاره یې په خونو کې د پاتې کیدو ژمنه کړې ده.

د ریو دی جنیرو لوی لارې

انځور: رویترز

ریو دی جنیرو کې د فوټبال لوبو ډګرونه – د بندیز له کبله خالي بریښي

انځور: رویترز

ریو دی جنیرو کې د ماراکانا سټیدیوم

انځور: رویترز

ریو دی جنیرو کې د ایپانما سمندر غاړه

انځور: رویترز

ریو دی جنیرو ښار مرکز کې د کاندلیریا کلیسا او پریزدنت وارګاس سړک

انځور: رویترز

د ریو دی جنیرو په بارادا تیژوکا سیمه کې د وسایطو پارکینګ

انځور: رویترز

ریو دی جنیرو کې د ریو-نیتروی پل

انځور: رویترز

ریو دی جنیرو کې د عیسی مسیح مجسمه

انځور: رویترز

ریو داس پدراس – په ریو دی جنیرو کې یوه د بیوزلو سیمه

انځور: رویترز

ریو دی جنیرو کې د پریزدنت وارگاس  سړک

انځور: رویترز


د متحده ایالاتو ډیری ایالتونو او ښارونو خپلو وګرو ته په ډاګه کړې چې په خونو کې پاتې شي او له اړیوکو څخه ډډه وکړي. دا انځورونه ښیي چې څرنګه ښوونځي، د وسایطو پارکینګ ځایونه او د ښار سړکونه د بندیز له کبله خالي پریښودل شوي.

تر قرنطین لاندې د متحده ایالاتو ښارونه – سماوي انځور

انځور: گاردین

تر قرنطین لاندې د متحده ایالاتو ښارونه – سماوي انځور

انځور: گاردین

تر قرنطین لاندې د متحده ایالاتو ښارونه – سماوي انځور

انځور: گاردین

تر قرنطین لاندې د متحده ایالاتو ښارونه – سماوي انځور

انځور: گاردین

تر قرنطین لاندې د متحده ایالاتو ښارونه – سماوي انځور

انځور: گاردین


هندوستان کې، د دغه هیواد لومړي وزیر نریندرا مودي لخوا د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي په موخه د هیواد په کچه د دریو اونیو لپاره پر تګ او راتګ بندیز لګول شوې.

د هند یو اعشاریه درې بیلیونه نفوس تر قرنطین لاندې – نور حال په انځور کې

انځور: گاردین

د هند یو اعشاریه درې بیلیونه نفوس تر قرنطین لاندې – نور حال په انځور کې

انځور: گاردین

د هند یو اعشاریه درې بیلیونه نفوس تر قرنطین لاندې – نور حال په انځور کې

انځور: گاردین

د هند یو اعشاریه درې بیلیونه نفوس تر قرنطین لاندې – نور حال په انځور کې

انځور: گاردین

د هند یو اعشاریه درې بیلیونه نفوس تر قرنطین لاندې – نور حال په انځور کې

انځور: گاردین

تازه خبرونه

په کندهار کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم پرانیستل شو

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.

Published

on

د کندهار په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم د رسمې مراسمو پر مهال ً پرانیستل شو.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.

په دغو مراسمو کې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس انعام‌الله سمنګاني او د امارتي ادارو یو شمېر رییسانو هم ګډون کړی و.

د کندهار د جهادي آثارو د ساتنې مسوول ویلي، تر اوسه له بېلابېلو ځایونو څخه له سلو ډېر جهادي آثار راټول شوي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په موزیم کې د انګلیسي، روسي او امریکايي ځواکونو له‌خوا د تېر شل کلن اشغال پر مهال پرېښودل شوې او غنیمت شوې وسلې او د بېلابېلو شهیدانو پاتې آثار ساتل کیږي.

هغه زیاته کړې، چې د موزیم د بډاینې لپاره د جهادي ٍثارو د راټولولو لړۍ به روانه وي او اوس‌مهال لیدونکي کولی شي له دې موزیم څخه لیدنه وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

پر کندهار، پکتیا او خوست د پاکستان په هوايي بریدونو کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شول – اسلامي امارت

مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.

Published

on

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ويلي، پاکستاني پوځ تېره شپه(د تلې دوه‌یمه) یو ځل بیا پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو هوايي بریدونه کړي، چې په کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شوي دي.

مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.

د اسلامي امارت ویاند د دغو بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان د پوځ پر وړاندې به «پرېکنده دریځ» ونیول شي او مناسب ځواب به ورکړ شي.

نوموړي زیاته کړې؛ پاکستاني پوځي کړیو د دغو بریدونو د توجیه لپاره ادعا کړې، چې له افغانستان څخه د پاکستان لوري ته بې‌پیلوټه الوتکې اوښتې دي.

د مجاهد وتایي؛ پاکستان یو ځل بیا د خپلو کورنیو ستونزو د توجیه لپاره پر افغان خاوره هوايي برید کړی او دغه ډول اقدامات د افغان ولس غصه راپاروي.

نوموړي خبرداری ورکړی، چې د پاکستان د پوځ دا ډول اقدامات به ورته ناوړه پایلې ولري.

Continue Reading

تازه خبرونه

پاکستان په کندهار او خوست کې هوايي بریدونه کړي

د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نه‌دی اوښتی.

Published

on

نن پنجشنبه( د تلې دوه‌یمه) سهار وختي پاکستاني پوځي الوتکو د کندهار ښار او د خوست ولایت په ځینو سیمو کې هوايي بریدونه کړي دي.

د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نه‌دی اوښتی.

د سرچینې د څرګندونو له مخې، پاکستاني الوتکو د خوست په مرکز کې هم پر ځینو سیمو بریدونه کړي دي؛ خو د دغو بریدونو د دقیقو هدفونو او د احتمالي زیانونو په اړه لا ډېر جزئیات خپاره شوي نه‌دي.

د تازه بریدونو احتمالي زیانونو په اړه جزئیات به وروسته خپاره شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!