Connect with us

تازه خبرونه

سپېدار له ارګ سره د ټولګډونه حکومت نوې طرحه شریکه کړه

خپور شوی

د

داکترعبدالله عبدالله ته یوه نږدې سر چینه څرګندوي: په دې طرحه کې عبدالله د پخلاینې د عالي شورا مشري، څو وزارتونه او څو ولایتونه منلي، خو د صلاح الدین رباني او احمدضیا مسعود په ګډون ځینو یارانو له دې طرحې سره مخالفت کړی دی.

په پام کې ده تر راتلونکیو څو ګړیو عبدالله عبدالله په هېواد کې د خپل سیاسي راتلونکي په اړه پرېکړه وکړي.

د عبدالله عبدالله  ملاتړي سید اسحاق ګیلاني ویلي، چې د ثبات او همپالنې ډېرو غړيو د عبدالله عبدالله له تازه طرحې ملاتړ کړی.

سرچینې وایي، چې صلاح الدین رباني او احمد ضیا مسعود د عبدالله عبدالله له دې طرحې سره مخالفت کړی دی.

له همدې کبله د ثبات او همپالنې یو شمېر غړي رباني ته د قناعت ورکولو په موخه له هغه سره کتلي دي.

د ولسي جرګې دوه یم مرستیال عباس ابراهیم زاده ویلي؛ مذاکرات نهایي شوي او دواړو لوریو توافق کړی دی.

دغه راز په کابل کې د امریکا سفیر له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره په خبرو کې  د سیاسي رهبرانو پر یووالي ټینګار کړی دی.

حامد کرزي ته نږدې شهزاده مسعود وایي؛ ټینګار یې دا و، چې دواړ اړخونه باید له زغمه برخمن شي.           

سپیدار او ارګ په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې؛ خو په سپیدار ماڼۍ کې سرچینې وایي؛ حمدالله محب او معصوم ستانکزی د ارګ په استازیتوب د عبدالله عبدالله د غوښتنو د اورېدو په موخه له هغه سره کتلي او عبدالله عبدالله خپله تازه طرحه له دوی سره شریکه کړې ده.

ویل کیږي، چې له څلویښت تر پنځوس سلنه په واک کې ونډه، عبدالله عبدالله ته د مصالحې شورا مشري او جنرال دوستم ته د وسلوالو ځواکونو د اعلی سرقومندانۍ مرستیالي په پام کې نیول شوې؛ وکتل شي، چې ارګ به دا طرحه ومني او کنه.

تازه خبرونه

د سالنګونو لویې لارې د ۱۵ کیلومټره سړک د بیارغونې تړون لاسلیک شو

د یاد وزارت د ویاند محمد اشرف حق‌شناس د څرګندونو له مخې؛ دا لاره د اولنګ له سیمې پیلېږي او د جبل‌السراج تر سیمې غځېږي، چې د ۱۵ کیلومټره پر اوږدوالي او ۱۲ مټره پر سور به قیر او بیاورغول شي.

Published

on

د ټولګټو چارو وزارت ویلي، د سالنګونو لویې لارې اړوند د سویلي سالنګ د ۱۵ کیلومټره سړک د بنسټیزې بیارغونې تړون له ودانیز او سړک جوړونې شرکت سره د څه باندې ۱.۲ میلیارډ افغانیو پر ارزښت لاسلیک شوی دی.

د یاد وزارت د ویاند محمد اشرف حق‌شناس د څرګندونو له مخې؛ دا لاره د اولنګ له سیمې پیلېږي او د جبل‌السراج تر سیمې غځېږي، چې د ۱۵ کیلومټره پر اوږدوالي او ۱۲ مټره پر سور به قیر او بیاورغول شي.

حق‌شناس ویلي؛ په دې پروژه کې د ۵ نویو پلګوټو جوړول، د ۳۳ پلګوټو پراخول او د سړک ترڅنګ د ۶۰۰ مټرو ویالو جوړول هم شامل دي.

د ټولګټو چارو وزیر محمد عیسی ثاني د تړون د لاسلیک پر مهال ویلي، د سالنګونو لویه لار د هېواد له مهمو اقتصادي لارو څخه ده او باید چارې یې له معیارونو سره سمې او پخپل وخت بشپړې شي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دا پروژه د سالنګونو د لویې لارې د اساسي بیارغونې د پراخ پلان یوه برخه ده، چې په سویلي، شمالي او خنجان–دوشي برخو کې روانه ده.

د سالنګونو لویه لار د هېواد له مهمو ټرانسپورټي او ټرانزیټي لارو څخه ده، چې شمالي ولایتونه له پلازمېنې کابل سره نښلوي او د خلکو د تګ راتګ، د سوداګریزو توکو او کرنیزو محصولاتو د لېږد رالېږد په برخه کې مهم رول لري.

 

Continue Reading

International Sports

مسي د نړیوال جام په ګول‌وهنه کې ریکارډ جوړ کړ؛ ارجنټاین حذفي پړاو ته ولاړ

د ارجنټاین لوبډلمشر په دې حساسه لوبه کې دواړه ګولونه ووهل او خپل ټول ګولونه یې په نړیوال جام کې ۱۸ ته ورسول، چې له دې سره یې د جرمني د میروسلاو کلوزې د ۱۶ ګولونو ریکارډ مات کړ.

Published

on

لیونل مسي د دوشنبې پر ورځ د اتریش پر وړاندې د ارجنټاین په ۲–۰ بریا کې دوه ګولونه ووهل او د نړیوال جام د تاریخ د تر ټولو ډېرو ګولونو ریکارډ یې جوړ کړ.

د ارجنټاین لوبډلمشر په دې حساسه لوبه کې دواړه ګولونه ووهل او خپل ټول ګولونه یې په نړیوال جام کې ۱۸ ته ورسول، چې له دې سره یې د جرمني د میروسلاو کلوزې د ۱۶ ګولونو ریکارډ مات کړ.

مسي، چې څو ورځې وروسته ۳۹ کلن کېږي. نوموړي سره له دې، چې د لوبې په پیل کې یې یوه پنالټي ضایع کړه؛ خو په مهمو شېبو کې یې ښه لوبه وکړه. د هغه کړنې ارجنټاین ته دا زمینه برابره کړه، چې د نړیوال جام په سیالیو کې خپل قوي پیل وساتي او د ۳۲ غوره لوبډلو پړاو ته ووځي.

مسي اته ځله د طلایي‌توپ ګټونکی پاتې شوی، په نړیوال جام کې یې په پرله‌پسې شپږو لوبو کې ګولونه وهلي او د دې پړاو د پېنځه ګولونو له لرلو سره د طلایي‌توپ د سیالۍ په مخکښو لوبغاړو کې دی.

د افغانستان فوټبال مینه‌وال کولی شي د نړیوال جام سیالۍ پر ژوندۍ بڼه د آریانا ټلویزیون له لارې وګوري.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان په ځینو لرې پرتو سیمو کې ژوند «ستونزمن» شوی – ملګري ملتونه

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر(اوچا) ویلي، نږدې ۲۲ میلیون کسان په افغانستان کې بشري مرستو ته اړ دي؛ خو د ۲۰۲۶ز. کال لپاره له ۱.۷ میلیارډ ډالرو د اړتیا وړ بودجې یوازې ۱۴ سلنه تر اوسه برابر شوې ده.

Published

on

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د بشري ناورین له ژورېدو سره د هېواد په لرې پرتو سیمو کې ژوند ورځ تر بلې سخت شوی او په ځینو سیمو کې ان «ستونزمن» شوی دی. د دې ټولنې د څرګندونو له مخې؛ وچکالي، د خوړو ناامني او د بشري مرستو د بودجې سخت کمښت میلیونونه کسان له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر(اوچا) ویلي، نږدې ۲۲ میلیون کسان په افغانستان کې بشري مرستو ته اړ دي؛ خو د ۲۰۲۶ز. کال لپاره له ۱.۷ میلیارډ ډالرو د اړتیا وړ بودجې یوازې ۱۴ سلنه تر اوسه برابر شوې ده.

د اوچا د څرګندونو له مخې؛ اوږدمهاله وچکالۍ او د اوبو کمښت د هېواد په ګڼو کلیوالو سیمو کې ژوند ګډوډ کړی او ډېرې کورنۍ یې اړ کړي، چې خپل کورونه او کرنیزې ځمکې پرېږدي.

د اوچا یوې مسوولې اولګا چروکو ویلي، د بامیان په یوه کلي کې نږدې نیمايي اوسېدونکو سیمه پرېښې؛ ځکه نور د ځمکو د خړوبولو لپاره اوبه نشته او کرنیز حاصلات وچ شوي دي.

هغې د هغو کورنیو یادونه هم کړې، چې د ژوندي پاتې کېدا لپاره له ډېرو کمو امکاناتو سره شپې او ورځې سبا کوي.

نوموړې زیاته کړې، ځینې کورنۍ د سختې بېوزلۍ له کبله اړ شوي، چې پر ډېر ساده او ناکافي خوراک ژوند وکړي.

ملګرو ملتونو اټکل کړی، چې په افغانستان کې ۳.۷ میلیون ماشومان له سختې خوارځواکۍ کړېږي. مرستندویه بنسټونه خبرداری ورکوي، چې د خوارځواکۍ ډېرې پېښې ناوخته تشخیصېږي او یو شمېر ماشومان له روغتیايي خدمتونو مخکې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

اوچا ویلي: سره له دې، چې بودجه کمه ده؛ مرستندویه ادارو خپلې هڅې روانې ساتي.

د روان کال د جنورۍ او اپریل ترمنځ شاوخوا ۵.۹ میلیون کسانو لږ تر لږه یو ډول بشري مرسته ترلاسه کړې، چې ۳.۵ میلیون کسانو ته یې خوراکي مرستې رسېدلې دي.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، که نړیوالې مرستې زیاتې نه‌شي؛ نو په راتلونکو میاشتو کې به میلیونونه افغانان له لوږې، بېوزلۍ او بې‌ځایه کېدو له زیات خطر سره مخ شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!


Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117