تازه خبرونه
د دیني عالم ډاکټر ایاز نیازي مړی پر ځانګړیو مراسمو خاورو ته وسپارل شو
د افغانستان د وتلي دیني عالم ډاکټر ایاز نیازي مړی نن پر ځانګړیو مراسمو د وزیر محمد اکبرخان لوی جومات په انګړ کې، چې خطیب یې هم و؛ خاورو ته وسپارل شو.
ایاز نیازی وړم ماښام په وزیر محمد اکبر خان جامع جومات کې دننه په یوه چاودنه کې لومړی سخت ټپي او بیا یې په روغتون کې ساه ورکړه.
هو! هغه رسا غږ، نور د تل لپاره دغلته تر خاورو لاندې شو.
ایاز نیازی، چې د مصر په الازهر کې یې دوه ماسترۍ او یوه ډاکټري تر لاسه کړې وې؛ نه یوازې یې په تلویزیوني بحثونو کې دیني لارښوونې کولې، بلکې د مرګ تر ګړۍ یې له ولسونه خبله پوه نه ده سپمولې.
د ارشاد، حج او اوقاقو وزارت چارسمبالی عبدالحکیم منیب دا پېښه د نورو دیني عالمانو لپاره د عطف ټکی بولي او وایي؛ دا پېښه په هر اړخیز ډول څېړل کیږي او د حقیقت موندنې د پلاوي مشري به هم زه پخپله کوم.
طالبانو دا پېښه غندلې او لوی جنایت یې بولي.
د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح تازه پخپلې فیسبوک پاڼې څرګنده کړې، چې طالبان نشي کولی په لنډو جملو کې له دا راز پېښو ځان سپین ثابت کړي.
نوموړي زیاته کړې؛ زیاتره هغه عالمان په افغانستان کې پر نښه کیږي، چې له پاکستان پرته نورو هېوادونو کې یې زدکړې کړې وي.
تازه خبرونه
پخواني مداخلهګر دې نن د افغانستان د آزادۍ شعار نهورکوي – نورالله نوري
په دې غونډه کې د سرپل او سمنګان ولایتونو والیانو، سیمهییز مسوولانو، دیني عالمانو او یو شمېر ځایي اوسېدونکو ګډون کړي و.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر نورالله نوري د سرپل ولایت په کوهستاناتو سیمه کې د «وحدت او همغږۍ له خلکو سره» ترسرلیک لاندې یوې ولسي غونډې ته ویلي؛ پخواني مداخلهګر دې نن د افغانستان د آزادۍ شعار نهورکوي.
په دې غونډه کې د سرپل او سمنګان ولایتونو والیانو، سیمهییز مسوولانو، دیني عالمانو او یو شمېر ځایي اوسېدونکو ګډون کړي و.
نوري د خپلو خبرو په یوه برخه کې ویلي، چې په اسلامي نظام کې د افغانانو عقیده، تاریخ، خپلواکي او ارزښتونه خوندي دي.
هغه زیاته کړې: «هغه کسان، چې د تېر شل کلن بهیر پر مهال یې د خپلو ناسمو موخو لپاره افغانان آزمایلي؛ نور دې د خپلواک افغانستان شعار نهورکوي.»
نوموړي همداراز ټینګار کړی، چې د افغانستان خلک پر زور له اسلامي امارت سره ولاړ نهدي، بلکې د عقیدې، فکر، کلتور او سیاست له مخې له اسلامي نظام څخه ملاتړ کوي.
په دې غونډه کې ګډونوالو هم د اسلامي نظام د پیاوړتیا او د ملي یووالي د ټینګښت غوښتنه کړې او څرګندوي، چې اوسنی نظام په خلکو کې داخلي مشروعیت لري.
هغه زیاته کړې، د اسلامي نظام پر وړاندې دسیسې د خلکو له لوري نهمنل کېږي.
ګډونوالو همداراز ټینګار کړی، چې د یووالي او همغږۍ پر بنسټ به د شته نظام ساتنه کوي او اجازه به ورنهکړي، چې د هېواد امنیت ګډوډ شي یا د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وشي.
تازه خبرونه
په نیویارک کې شانګهای همکاریو ټولنه او ملګري ملتونه پر افغانستان راوڅرخېدل
د دې ټولنې د سرمنشي د څرګندونو له مخې؛ دا ناسته د جون پر شپږویشتمه د نیویارک په ملګرو ملتونو مرکز کې ترسره شوې او دواړو لوریو د ګډو همکاریو اړوند بېلابېلو موضوعاتو په اړه اندونه وړاندې کړي دي.
د شانګهای همکاریو ټولنې(اسسیاو) سرمنشي ویلي، چې د دې ټولنې او د ملګرو ملتونو د سرمنشي ترمنځ په څلورم پړاو مشورو کې د افغانستان وضعیت او د دې هېواد د ثبات لپاره هڅې د خبرو بنسټیز ټکي وه.
د دې ټولنې د سرمنشي د څرګندونو له مخې؛ دا ناسته د جون پر شپږویشتمه د نیویارک په ملګرو ملتونو مرکز کې ترسره شوې او دواړو لوریو د ګډو همکاریو اړوند بېلابېلو موضوعاتو په اړه اندونه وړاندې کړي دي.
د راپور له مخې؛ د ملګرو ملتونو پلاوي د «اقلیم، سولې او امنیت» د اړوند اجنډا په چوکاټ کې د خپلو فعالیتونو، د افغانستان د ثبات لپاره هڅو او د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره د تلپاتې سولې او ثبات په برخه کې د مرستو په اړه معلومات وړاندې کړي دي.
همداراز د شانګهای همکاریو ټولنې پلاوي مقابل لوري ته د دې بنسټ د راتلونکي سرمشریزې د چمتووالي، د قرغزستان د دورې د غونډو د پایلو او د بنسټ د اصلاحاتو د بهیر په اړه معلومات ورکړي دي.
د شانګهای همکاریو ټولنې سرمنشي ویلي، چې دا مشورې په رغنده چاپېریال کې ترسره شوې دي.
تازه خبرونه
له ملګرو ملتونو سره په پراختیايي پروژو کې خپلې همکارۍ روانې ساتو – امیرخان متقي
د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې، برونو لمارکي په دې لیدنه کې د بشري مرستو د ښه تنظیم او اغېزمن مدیریت په اړه خپل اندونه وړاندې کړل.
د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې امیرخان متقي د یوناما له نوي مرستیال او د دې بنسټ د بشري چارو همغږي کوونکي برونو لمارکي سره لیدلي او پر همکاریو یې خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې، برونو لمارکي په دې لیدنه کې د بشري مرستو د ښه تنظیم او اغېزمن مدیریت په اړه خپل اندونه وړاندې کړل.
د خبرپاڼې له مخې؛ امیرخان متقي د بشري مرستو پر دوام ټینګار کړی او ورسره یې د پراختیايي او بنسټیزو پروژو د پلي کېدو اهمیت هم یاد کړی دی.
هغه ویلي، چې اسلامي امارت به په دې برخه کې له ملګرو ملتونو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې برونو لمارکي د بهرنیو چارو له وزیر څخه مننه کړې او ژمنه یې کړې، چې د ورسپارل شویو دندو د ترسره کولو لپاره به خپلې ټولې هڅې وکړي. هغه همداراز په بېلابېلو برخو کې د اړیکو او همکاریو پر پراخېدا هم ټینګار کړی دی.
-
International Sports22 hours agoد مسي غوره ځلېدنه؛ ارجنټاین د بشپړې بریا پر خپلولو د ۲۰۲۶ نړیوال جام حذفي پړاو ته ورسېد
-
څار2 days agoڅار: له اروپایي هېوادونو د افغان پناه غوښتونکو د ایستلو بهیر ته اندېښنې
-
تازه خبرونه2 days agoافغانستان له ۴۷ کلونو وروسته د امنیت، یووالي او پرمختګ پړاو ته رسېدلی – شهاب الدین دلاور
-
سیمه ییز خبرونه24 hours agoپه فارس خلیج کې د ایران او امریکا کړکېچ سخت شوی؛ متقابل بریدونه، نوې تورونه او د سولې د هوکړې د ماتېدا اندېښنې
-
تازه خبرونه2 days agoد ریښتر پر کچه ۶.۱ درجې زلزلې د افغانستان ځینې سیمې ولړزولې
-
تازه خبرونه22 hours agoله ملګرو ملتونو سره په پراختیايي پروژو کې خپلې همکارۍ روانې ساتو – امیرخان متقي
-
لوبی1 day agoافغانستان او ازبکستان په خوست کې دوستانه شلآوریزه لوبه کوي
-
تازه خبرونه20 hours agoپه نیویارک کې شانګهای همکاریو ټولنه او ملګري ملتونه پر افغانستان راوڅرخېدل
