Connect with us

تازه خبرونه

په افغانستان کې د کرونا ناروغانو ټول شمېر ۳۲۶۷۲ رسیدلی

خپور شوی

د

د عامې روغتیا وزارت په تېرو څلیریشت ګړیو کې د کرونا ویروس له ۳۴۸ مثبتو پېښو خبر ورکوي، چې د وروستیو اوونیو په تناسب د پام وړ کمی ښیي. 

په داسې حال کې، چې د کرونا وبا ګواښ پای ته ندی رسېدلی؛ خو په دې وبا د اخته کسانو په شمېر کې کمي ډېرې پوښتنې را ولاړې کړې دي. خلکو ته یې تر اوسه علت ندی روښانه شوی؛ خو د عامې روغتیا وزارت وایي، د خلکو پوهاوی او د مراجعه کوونکيو کمی د دې خبرې اصلي علت دي.

د عامې روغتیا وزارت د ویاند مرستیاله معصومه جعفري وایي، د ګراف د راټیټېدو یو دلیل د خلکو نه مراجعه او د عامه پوهاوي پروګرام دی؛ ځکه، نو په وروستیو څلیریشت ګړیو کې د کرونا وبا له کبله نوولس کسان مړه شوي او یو زرو اته سوه دري دېرش نور بېرته ښه شوي دي.

کابل ښاریان عامې روغتیا وزارت پر کم کارۍ تورنوي او وایي، د کرونا د نښو له لیدو سره یې روغتونونو ته د مراجعې پر ځای د ځان درملنه کړې ده.

د عامې روغتیا وزارت د څرګندونو له مخې، په افغانستان کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر دوه دېرش زره شپږ سوه دوه اویاو ته رسېدلی دی.

ویل کیږي، چې د کرونا وبا له کبله د مړو شویو کسانو ټول شمېر ۸۲۶ تنو ته او د بېرته رغیلیو هغه ۱۹ زره او یو سل و څلور شپېته تنو ته رسیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې په ټوله نړۍ کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر ۱۱۰۹۳۱۸۲، د مړینې هغه ۵۲۵۴۹۱ او د رغیدلیو ۵۸۹۰۰۵۲ ته رسیدلی دی.

تازه خبرونه

په کندهار کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم پرانیستل شو

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.

Published

on

د کندهار په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم د رسمې مراسمو پر مهال ً پرانیستل شو.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.

په دغو مراسمو کې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس انعام‌الله سمنګاني او د امارتي ادارو یو شمېر رییسانو هم ګډون کړی و.

د کندهار د جهادي آثارو د ساتنې مسوول ویلي، تر اوسه له بېلابېلو ځایونو څخه له سلو ډېر جهادي آثار راټول شوي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په موزیم کې د انګلیسي، روسي او امریکايي ځواکونو له‌خوا د تېر شل کلن اشغال پر مهال پرېښودل شوې او غنیمت شوې وسلې او د بېلابېلو شهیدانو پاتې آثار ساتل کیږي.

هغه زیاته کړې، چې د موزیم د بډاینې لپاره د جهادي ٍثارو د راټولولو لړۍ به روانه وي او اوس‌مهال لیدونکي کولی شي له دې موزیم څخه لیدنه وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

پر کندهار، پکتیا او خوست د پاکستان په هوايي بریدونو کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شول – اسلامي امارت

مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.

Published

on

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ويلي، پاکستاني پوځ تېره شپه(د تلې دوه‌یمه) یو ځل بیا پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو هوايي بریدونه کړي، چې په کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شوي دي.

مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.

د اسلامي امارت ویاند د دغو بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان د پوځ پر وړاندې به «پرېکنده دریځ» ونیول شي او مناسب ځواب به ورکړ شي.

نوموړي زیاته کړې؛ پاکستاني پوځي کړیو د دغو بریدونو د توجیه لپاره ادعا کړې، چې له افغانستان څخه د پاکستان لوري ته بې‌پیلوټه الوتکې اوښتې دي.

د مجاهد وتایي؛ پاکستان یو ځل بیا د خپلو کورنیو ستونزو د توجیه لپاره پر افغان خاوره هوايي برید کړی او دغه ډول اقدامات د افغان ولس غصه راپاروي.

نوموړي خبرداری ورکړی، چې د پاکستان د پوځ دا ډول اقدامات به ورته ناوړه پایلې ولري.

Continue Reading

تازه خبرونه

پاکستان په کندهار او خوست کې هوايي بریدونه کړي

د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نه‌دی اوښتی.

Published

on

نن پنجشنبه( د تلې دوه‌یمه) سهار وختي پاکستاني پوځي الوتکو د کندهار ښار او د خوست ولایت په ځینو سیمو کې هوايي بریدونه کړي دي.

د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نه‌دی اوښتی.

د سرچینې د څرګندونو له مخې، پاکستاني الوتکو د خوست په مرکز کې هم پر ځینو سیمو بریدونه کړي دي؛ خو د دغو بریدونو د دقیقو هدفونو او د احتمالي زیانونو په اړه لا ډېر جزئیات خپاره شوي نه‌دي.

د تازه بریدونو احتمالي زیانونو په اړه جزئیات به وروسته خپاره شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!