Connect with us

تازه خبرونه

په هلمند کې جګړې روغتیايي چارې ټکنۍ کړي– ملګري ملتونه

خپور شوی

د

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر څرګنده کړې، چې د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ته څېرمه جګړې د زرګونه خلکو پر بې ځایه کولو سربېره روغتیايې چارو ته د پاملرنې بهیر هم ټکنی کړی دی.

دغه بنسټ په ډاګه کړې، چې د نښتو له کبله د ولایت په یو شمېر برخو کې روغتیايي مرکزونه تړل شوي  دي.

وروستي جنګي راپورونه ښیي، چې طالبانو د شنبې پر شپه په یاد ولایت کې موخه ییز بریدونه پیل کړي. د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر څرګنده کړې؛ د چهارشنبې پر ورځ په نهرسراج او نادعلي ولسوالیو کې نښتې روانې وې.

د ملګرو ملتونو استازيو دا هم ویلي، چې د هلمند – کندهار لویه لار اوس هم بنده ده.

د دغه دفتر د څرګندونو له مخې؛ د تېرو څو ورځو نښتو په پایله کې ۳۵۰۰۰ کسان(۵۰۰۰) کورنۍ بې ځایه شوې دي.

د چارشنبې پر ورځ په ناوه او بولان ولسوالیو کې دوه کلینیکونه د نښتو له کبله تړل شوي وه. دغه راز  اووه نور روغتیایی مرکزونه په نادعلی، مارجه ، نهرسراج ولسوالیو او لښکرګاه کې کارمندانو ته د ګواښونو له کبله تړل شوي دي.

د راپور له مخې؛ روغتیبایي مرکزونو او روغتونونو له بندیدو مخکې هم پر ټیټې وړتیا هڅې ترسره کولې او یوازې د ټپيانو درملنه یې کوله. د روغتیایي مرکزونو تړل کیدو په سیمه کې له ۳۸۰۰۰ ډېر خلک اغېزمن کړي او روغتیایي چارو ته یې له لاسرسي بې برخې کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د چارشنبې پر ورځ اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو وېش پیل شوی.

 د افغانستان د جنګي پېښو پروړاندې د مبارزې چارواکو ۱۲۰ کورنیو ( څه نا څه ۸۰۰ کسانو) ته د خوراکي توکو کڅوړې ووېشلې او ټاکل شوې، چې ۱۰۰۰ نورو کورنیو(۷۰۰۰)  کسانو ته، چې د جګړې له کبله بې ځایه شوي؛ خوراکي توکي ووېشل شي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر ويلي، چې په ځینو سیمو کې د برښنا او مخابراتو پرېکېدنې د خلکو اړیکې او بشري هڅې خنډولي دي.

تازه خبرونه

د اسلامي امارت پوځ اوس پخپلو پښو ولاړ دی – فصیح الدین فطرت

Published

on

د وسله‌والو ځواکونو ستر درستیز محمد فصیح‌الدین فطرت ویلي، چې په تېرو څلور کلونونو کې د پوځ ملي اسلامي ځواکونو په پوره زړورتیا تېري کوونکو ته ځواب ورکړی او ګاونډیانو ته هم ثابته شوې، چې که څوک پر افغانستان یو برید وکړي سل چنده ځواب ورکول کیږي.

د دفاع وزارت د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ فصیح الدین فطرت دا څرګندونې له رسنیو استازو، سیاسي شنونکو او یو شمېر چارواکو سره د همکارۍ او همغږۍ او د پیاوړتیا په غونډه کې کړي دي.

نوموړي زیاته کړې: “هغه ملتونه، چې نشي کولی پخپلو پښو ودریږي او پر نورو تکیه وکړي؛ ان که وده وکړي رښتینی پرمختګ نشي کولی.”

فطرت د امنیت په برابرولو او د هېواد له دفاعي ځواکونو سره د ملګرتیا په برخه کې د رسنیو له رول ستاینه وکړه او وایي، چې: “مونږ او تاسې د دې خاورې د بچیانو په توګه باید لاسونه سره ورکړو او په ګډه هېواد جوړ کړو، پخپلو ځواکونو وویاړو او پر ټول وس د هېواد د پرمختګ لپاره هڅه وکړو. مونږ یو داسې پوځ جوړ کړی، چې د هېواد له عزت، ځمکني بشپړتیا او سرحدونو دفاع کوي او آزادۍ مو ساتي.”

هغه ټینګار کړی؛ اسلامي امارت هڅه کوي، چې پر عصري وسلو سمبال پوځ جوړ او په هر راز شرایطو کې د هېواد له خاورې دفاع وکړي.

د هېواد اردو د خلکو، خاورې او دین دښمنانو ته پرېکنده ځواب ورکړی او ګاونډیانو ته هم ثابته شوې، چې د افغانستان پر وړاندې هر راز یرغل به څو اړخیز غبرګونونه ولري.

Continue Reading

تازه خبرونه

په روزګان کې  د ۳۵۰ زره افغانیو پر ارزښت غلا شوي سره‌زر ونیول شول

د امنیه قومندانۍ ویاند بلال احمد روزګاني زیاته کړې: غلا شوي سره زر  په ترینکوټ ښار کې زرګر ته د خرڅولو لپاره وړل شوي وه، چې د امنیتي پولیسو له هڅو او پلټونو وروسته ونیول شول.

Published

on

د روزګان امنیه قومندانۍ ویاند آریانانیوز ته ویلي، چې د دې ولایت د جنايي جرمونو پر وړاندي د مبارزې مدیريت منسوبینو په ترینکوټ ښار کې د ۳۵۰ زره افغانیو پر ارزښت له یوه کوره غلاشوي سره‌زر نیولي دي.

د امنیه قومندانۍ ویاند بلال احمد روزګاني زیاته کړې: غلا شوي سره زر  په ترینکوټ ښار کې زرګر ته د خرڅولو لپاره وړل شوي وه، چې د امنیتي پولیسو له هڅو او پلټونو وروسته ونیول شول.

ویل کیږي، چې د یاد مدیریت اړوند د اقتصادي جرایمو امریت منسوبینو د دغې پېښي عامل له پلټنو وروسته عدلي او قضاي برخې ته سپارلی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

هند یو ځل بیا د افغانستان له روغتیایي برخې څخه د ملاتړ ډاډ څرګند کړ

د هند د روغتیا او کورني هوساینې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې لیدنه کې د هند روغتیا وزیر جي‌پي نًډا او د افغانستان د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د روغتیایي همکاریو پر پیاوړتیا او د افغانانو د روغتیایي اړتیاوو د پوره کولو د اړتیا په اړه بحث او خبرې کړې دي.

Published

on

هند له افغانستان سره د بشري مرستو او روغتیایي همکاریو د ترسره کولو د ډاډ څرګندولو تر څنګ ویلي، چې د اړینو درملو اوږدمهاله عرضه دواړو هېوادونو ته لومړیتوب لري.

د هند د روغتیا او کورني هوساینې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې لیدنه کې د هند روغتیا وزیر جي‌پي نًډا او د افغانستان د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د روغتیایي همکاریو پر پیاوړتیا او د افغانانو د روغتیایي اړتیاوو د پوره کولو د اړتیا په اړه بحث او خبرې کړې دي.

د لیدنې پر مهال پر سمولیکه بڼه سرطاني درمل او واکسینونه افغانستان ته وسپارل شول، چې دا د افغانستان د روغتیایي سیسټم ملاتړ ته د هند پرله‌پسې ژمنتیا ښیي.

د هند روغتیا وزارت اعلان کړی، چې د درملو، واکسینونو او د ۱۲۸ سلایس یو سي‌ټي‌سکین ماشین به هم د بشري مرستو د یوې برخې په توګه افغانستان ته واستول شي.

ویل کیږي، چې دا مرسته د روغتیایي چوپړ د ښه کولو او ژغورونکو درملنو ته د افغانانو د لاسرسي چمتو کولو لپاره د نوي ډیلي ژمنتیا څرګندوي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!