تازه خبرونه
پر کابل پوهنتون د برید طرح کوونکی ونیول شو -صالح
د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح نن (شنبه د لړم ۲۴) په خپل تویت کې پر کابل پوهنتون د برید پلانوونکی له نیولو خبر ورکړی دی.
نوموړي زیاته کړې، چې نیول شوی کس عادل نومیږی او د پنجشېر ولایت اوسیدونکی دی.
امرالله صالح په ډاګه کړې، عادل نومی د خلکو د څرګندونو له مخې درې کاله نه و او داسې ګنګوسی و، چې نوموړی د پوځي روزنې لپاره بهر ته تللی دی.
د هغه کورنۍ د کابل د چرخي پله په اړوند سیمه کې ژوند کوي.
د ولسمشر لومړي مرستیال صالح زیاته کړې، چې عادل د شرعياتو پوهنځي تر درېیم ټولګي پورې زدکړې کړې وې او بیا د حقاني شبکې د یوه پخواني غړي ثنا الله نومي لخوا جذب او استخدام شوی و.
صالح دا هم ویلي، چې عادل ته داسې چارې ورسپارل شوې وې، چې پر دولت فشار رامنځته او د خلکو په ذهنونو کې یې یو ضعیف او بې کفایته حکومت وښیي.
صالح زیاته کړې، چې عادل دغه وسلې او جنګې تجهیزات په خوست ولایت کې له حقاني شبکې څخه ترلاسه کړي وه.
ویل شوي، چې پر کابل پوهنتون په برید کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي او له ۳۰ ډېر نور ټپیان دي.
داعش ډلې د پېښې مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.
پر کابل پوهنتون برید ګڼشمېر خلک په غصه کړي او یو شمېر بهرنیو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو هم غندلې؛ خو تر دې دمه د خلکو هغې پوښتنې ته ځواب ندی ویل شوی، چې بریدګر څنګه پوهنتون ته وردننه شول او جسدونه یې څه شول؟!
طالبانو په دې اړه، چې د ولسمشر لومړي مرستیال صالح پر کابل پوهنتون د برید مسوولیت د حقاني شبکې پر یوه پخواني غړي ثنا الله نومي اچولی؛ غبرګون ښودلی او څرګندوي: دا ټولې ادعاوې د دې لپاره دي، چې (له خپل او داعشي ګډ جنایته) پاملرنه بلې خوا واړوي او یوځل بیا د خلکو د (تېر ایستلو هڅه وکړي).
تازه خبرونه
د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی خطرناک پړاو ته رسېدلی – د بحران نړیواله ډله
د یاد بنسټ د خبرپانې له مخې؛ په کابل کې د تېرې اوونۍ د روږدو کسانو د درملنې پر روغتون خونړی برید د تاوتریخوالي د زیاتېدا د عطف ټکی و او د جګړې کچه یې د پام وړ زیاته کړې ده.
تازه خبرونه
د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا اوربند مات کړ
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ټپي شوې یوه ښځه ده.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ويلي؛ نن یکشنبه( د وري دوهیمه ) سهار ۹:۳۰ د پاکستاني پوځي رژیم لهخوا د هاوان توغول شوې مرمۍ د کونړ ولایت د ناړۍ ولسوالۍ د شانپت په اړوند سیمه ولګېدې، چې له کبله یې یو ملکي وګړی شهید او یو بل ټپي شوی دی.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ټپي شوې یوه ښځه ده.
دغه راز فطرت زیاته کړې، چې د پاکستان پوځي رژیم ملېشو د پکتیکا ولایت په شکین ولسوالۍ کې هم د ملکي وګړو پر موټر ډزې کړې؛ خو په دې پېښه کې چاته مرګ ژوبله نده اوښتې.
د پاکستان حکومت له دې مخکې اعلان کړی و، چې پر افغانستان به یې بریدونه د کوچني اختر په مناسبت د دوشنبې تر شپې پورې ځنډېدلي شوي وي.
تازه خبرونه
د اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
د راپور له مخې: نبراسالحق عزیز نومي یو کس، چې له اسلامي امارت سره تړاو لري؛ د تېر کال په جولای کې د آلمان حکومت پر خوښه د قونسلګرۍ د عادي کارمند په توګه برلین ته تلی دی. د هغه رسمي دنده د افغان کډوالو په ایستلو کې مرسته کول ول.
د آلمان ایآرډي ټلویزیون راپور ورکړی: د اسلامي امارت یوه غړي پرته له دې، چې د جرمني حکومت خبر شي؛ په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې ده.
د راپور له مخې: نبراسالحق عزیز نومي یو کس، چې له اسلامي امارت سره تړاو لري؛ د تېر کال په جولای کې د آلمان حکومت پر خوښه د قونسلګرۍ د عادي کارمند په توګه برلین ته تلی دی. د هغه رسمي دنده د افغان کډوالو په ایستلو کې مرسته کول ول.
د راپور د څرګندونو له مخې؛ هغه په ورته وخت کې د اسلامي امارت لهخوا په برلین کې د افغانستان د سفارت د څارنې پر غاړه اخیستو لپاره غوره شوی و.
په راپور کې راغلي؛ دا کس اوس د سفارت د چارسمبالي په توګه کار کوي او په کابل کې د اسلامي امارت له بهرنیو چارو وزارت سره په اړیکه کې رسمي اسناد لاسلیک کوي.
دغه راز پخوانی چارسمبالی عبدالباقي پوپل له خپلې دندې لرې شوی او د هغه رول تر ډېره تشریفاتي بڼه پیدا کړې ده.
آلمان د اسلامي امارت حکومت پر رسمیت نهپېژني.
د آلمان بهرنیو چارو وزارت ویاند اعلان کړی، چې د افغانستان په استازولیو کې د ادلون بدلون په اړه وزارت ته راپور ورکړ شوی ندی.
د یادونې ده، چې له دې مخکې اسلامي امارت د آلمان په بن کې د افغانستان د قونسلګرۍ د فعالیتونو کنټرول په لاس کې اخیستی و.
-
تازه خبرونه5 days agoپاکستان د هند او افغانستان د اړیکو له عادي کېدا سره مخالف دی – سهیل شاهین
-
څار5 days agoڅار: پر افغان ملکي وګړو د پاکستاني بریدونو پایلې
-
تحول5 days agoتحول: د پاکستان پر بریدونو روان غبرګونونه
-
تازه خبرونه5 days agoامیر خان متقي د اسلامي امارت له خپلو بهرنیو استازولیو سره انلاین ناسته ترسره کړه
-
تازه خبرونه5 days agoپاکستان دې د کابل د روږدو پر روغتون برید وڅېړي – مسلمان علماء
-
تازه خبرونه22 hours agoد اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
-
لوبی22 hours agoپه کوکپر نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې ملي لوبډله درېیمه شوه
-
تازه خبرونه21 hours agoد پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا اوربند مات کړ
