Connect with us

تازه خبرونه

د دوحې د سولې په خبرو اترو کې پرمختګ شوی: سرچینې

خپور شوی

د

د افغان حکومت د خپلمنځي خبرو د پلاتوي او طالب استازیو تر منځ د مذاکراتو د کړنلارې په تړاو پرمختګ شوی دی.

په دوحه کې د سولې خبرو په اړه، چې له اوونیو ډېرې وځنډېدې او ځینو سرچینو ویلي، چې د افغان حکومت او طالب استازیو تر منځ د خپلمنځي خبرو پر کړنلاره پرمختګ شوی دی.

د دغو سرچینو په خبره؛ ټاکل شوې دا پرمختګونه په ګډه د دواړو لوریو لخوا ډاګیز شي.

 بلخوا ولسمشر غني د چارشنبې پر ورځ د قطر له امیر سره د سولې خبرو په تړاو تیلیفوني خبرې اترې کړي دي.

د ولسمشرۍ مرستیال ویاند دوا خان مینه پال ویلي؛ مونږ هیله لرو، چې د سولې خبرې پایله ولري. مونږ د اوربند غوښتنه کوو؛ ځکه، چې خلک هم دا غواړي. د ماapۍ لپاره ویاند دولت خان منپال وویل.

دغه راز عبدالله عبدالله، چې د سیمه ییزې اجماع  د تر لاسه کولو په خاطر ترکیې ته تللی، د هغه هېواد له چارواکو سره د افغانستان د سولې خبرو په تړاو بحث کړی دی.

د آلمان حکومت د چهارشنبې پر ورځ د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ ته خبرداری ورکړ، چې له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو وتل به په دې هېواد کې سوله او پرمختګ له خطر سره مخ کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغان حکومت او طالبانو دوه میاشتې مخکې په دوحه کې د سولې خبرې پیل کړې؛ خو بیا هم د خبرو اترو پلاوي په مذاکراتو کې پر توپیرونو خبرې کوي.

تازه خبرونه

له ایران څخه د افغانانو جبري ستنېدا؛ ښځې او ماشومان له ګواښونو سره مخ دي

د اګست پر لسمه د دې بنسټ په خپور شوي راپور کې راغلي؛ ایستل شوي ماشومان ښایي له کورنۍ څخه د بېلېدا، له زده‌کړو څخه د پاتې کېدا، د هویتي اسنادو د نشتوالي، له ناوړه ګټې اخیستنې او په ناامنو شرایطو کې د ژوند له ستونزو سره مخ شي.

Published

on

د بشري حقونو«هانا» بنسټ خبرداری ورکړی، چې له ایران څخه د بې‌اسناده افغانانو د ایستلو لړۍ، ښځې او ماشومان له ستنېدو وروسته په افغانستان کې د خوندیتوب له ګواښونو سره مخ کوي.

د اګست پر لسمه د دې بنسټ په خپور شوي راپور کې راغلي؛ ایستل شوي ماشومان ښایي له کورنۍ څخه د بېلېدا، له زده‌کړو څخه د پاتې کېدا، د هویتي اسنادو د نشتوالي، له ناوړه ګټې اخیستنې او په ناامنو شرایطو کې د ژوند له ستونزو سره مخ شي.

د یاد بنسټ د خبرپاڼې له مخې، ښځې او نجونې هم د زده‌کړو، کار او تګ راتګ د محدودیتونو او د کافي ملاتړیزو شبکو د نشتوالي له کبله له زیاتې زیان‌من‌کېدا سره مخ دي.

«هانا» ټینګار کړی، چې یوازې افغانان«بې‌اسناده» ګڼل باید د هغوی د ساتنې د اړتیاوو د ځانګړې ارزونې ځای ونه‌نیسي او له ستنولو مخکې باید قانوني تضمینونه او بشري مرستې برابرې شي.

د ایران کورنیو چارو وزارت د اګست پر نهمه ویلي، د ۱۴۰۴لمریز لېږدیز کال له پیل راپدېخوا شاوخوا دوه میلیون بې‌اسناده یا ناثبت شوي افغانان له دغه هېواده ایستل شوي او د ایستلو لړۍ یې اوس هم روانه ده.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د څرګندونو له مخې، د ۲۰۲۶ز.کال د جولای تر یوولسمې پورې شاوخوا ۳۱۵زره او ۸۰۰ افغانان له ایران څخه ایستل شوي، چې تر دې دمه له ګاونډ هېوادونو څخه د افغانانو د ثبت شویو له ۸۳ سلنې څخه ډېره برخه جوړوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ له دې مخکې له هېوادونو غوښتي؛ په هغو برخو کې، چې خلک له خوندیتوب ګواښونو سره مخ وي، له جبري ستنولو یې ډډه وکړي. دې ادارې ښځې او نجونې د تر ټولو زیان‌منونکو څخه بللې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په بغلان کې د اوبو پر سر شخړه؛ څلور کسان ووژل شول

د تاله‌وبرفک ولسوالۍ امنیه قومندان اسماعیل ایوبي ویلي، پېښه په یوه لرې پرته سیمه کې رامنځته شوې او د دوه کورنیو ترمنځ د کرنیزو اوبو د کارونې پر سر اختلاف یې د نښتې اصلي لامل بللی دی.

Published

on

د بغلان امنیتي چارواکو ویلي، د دې ولایت د تاله‌وبرفک ولسوالۍ په «دیوالک» سیمه کې د دوه کورنیو ترمنځ د شخصي اختلافاتو او کرنیزو اوبو د کارونې پر سر وسله‌واله نښته شوې، چې له کبله یې څلور کسان وژل شوي او یو بل ټپي دی.

د تاله‌وبرفک ولسوالۍ امنیه قومندان اسماعیل ایوبي ویلي، پېښه په یوه لرې پرته سیمه کې رامنځته شوې او د دوه کورنیو ترمنځ د کرنیزو اوبو د کارونې پر سر اختلاف یې د نښتې اصلي لامل بللی دی.

د بغلان امنیه قومندانۍ د څرګندونو له مخې؛ په دې سیمه کې د مخابراتي شبکو د پوښښ د نشتوالي له کبله د سیمې یو اوسېدونکی له پېښې څخه د خبر ورکولو لپاره هغې سیمې ته تللی، چې مخابراتي پوښښ لري او امنیتي ځواکونه یې خبر کړي دي.

امنیتي چارواکي وایي، د پېښې ښکېل کسان له سیمې تښتېدلي او تر اوسه یې په تړاو څوک نیول شوي نه‌دي. د عاملانو د پېژندلو او نیولو لپاره هڅې روانې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

اسلامي امارت د محمود شاه حبیبي د نیول کېدو ادعا رد کړه

ذبیح‌الله مجاهد ویلي:« مونږ د محمود شاه حبیبي په اړه هېڅ معلومات نه‌لرو. هغه د افغانستان اسلامي امارت له‌خوا نیول شوی نه‌دی. که له مونږ سره وای، دا ستونزه به له وړاندې حل شوې وای.»

Published

on

د اسلامي امارت ویاند د افغان ـ امریکايي سوداګر محمود شاه حبیبي د نیول کېدا ادعا رد کړې ده؛ نوموړی د امریکا د څرګندونو له مخې، څلور کاله مخکې په کابل کې نادرکه شوی دی.

ذبیح‌الله مجاهد ویلي:« مونږ د محمود شاه حبیبي په اړه هېڅ معلومات نه‌لرو. هغه د افغانستان اسلامي امارت له‌خوا نیول شوی نه‌دی. که له مونږ سره وای، دا ستونزه به له وړاندې حل شوې وای.»

د نوموړي دا څرګندونې یوه ورځ له هغې وروسته شوي؛ د امریکا فډرالي څېړنو ادارې د حبیبي د ورکېدا د څلورمې کلیزې پر مناسبت یو ځل بیا له خلکو وغوښتل، چې د هغه د ځای په اړه معلومات ورکړي.

د امریکا فډرالي څېړنو ادارې د معلوماتو له مخې؛ حبیبي د ۲۰۲۲ز.کال د اګست پر لسمه په کابل کې خپل کور ته نږدې نادرکه شو. هغه مهال یې په کابل کې د «آسیا مشورتي ګروپ» په مخابراتي شرکت کې سلاکار و او له دې مخکې یې د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې مشري هم کړې وه.

د امریکا اړوند ادارې ادعا کړې، چې حبیبي د امارت اسلامي د استخباراتو عمومي ریاست له‌خوا نیول شوی دی.

یادې ادارې د هغه د ورکېدا په اړه خپلې څېړنې روانې ساتلې او په ۲۰۲۵ز.کال کې یې د حبیبي عکس د ورک کس په توګه خپور کړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم د هغه د معلوماتو لپاره پېنځه میلیون امریکايي ډالر جایزه ټاکلې، چې د موندلو، بېرته ترلاسه کولو او امریکا ته د ستنولو لامل شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!


Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117