تازه خبرونه
په کابل کې د پاکستان پخواني سفیر له طالبانو د اوربند غوښتنه کړې
په کابل کې د پاکستان پخوانی سفیر محمد آصف دراني له طالبانو غوښتي، چې د افغانانو غوښتنو ته دې درناوی وکړي او اوربند دې اعلام کړي.
په داسې حال کې، چې د دوحې خبرې د څو میاشتو مخکې په پرتله ښې پر مخ ځي؛ هیلې هم ترې راټوکېدلي او مرکچي ډلې به هم له شل ورځني ځنډ وروسته د سولې خبرې بیا پیل کړي. په کابل کې د پاکستان پخواني سفیر، چې دې بهیر ته هیله من دی؛ خو له دواړو خواوو غواړي، چې د افغانستان د سولې خبرې حساس پړاو ته رسېدلي او د دې بهیر د کورنیو او بهرنیو ویجاړوونکیو منفي رول ته باید پاملرنه وکړي او د افغانستان د خلکو یوازنۍ غوښتنه اوربند ومني.
آصف دراني ټینګار کړی، چې له افغانستان څخه به د بهرنیو ځواکونو په غیر مسوولانه وتو دا هېواد په کورنیو جګړو کې ښکېل شي.
آصف دراني زیاته کړې: د طالبانو لخوا باید اوربند اعلان شي. اوس باید د خبرو اترو ټولې خواوې سره نږدې شي او د دې بهیر خرابوونکیو ته پام ولري. څه دا خرابوونکي کورني وي یا یې له هېواده بهر ملاتړي وي.
ویل کیږي، چې نه یوازې پاکستان، بلکې روسیه او چین هم د بهرنیو ځواکونو له غیر مسولانه وتلو اندېښمن شوي دي.
د ولسمشر اشرف غني پخواني سلاکار طارق فرهادي ویلي؛ که بهرني سرتېري د ځواک او واک له وېش پرته ووځي؛ په دې هېواد کې به کورنۍ شخړې او نیابتي جګړې زور واخلي.
د پاکستان پخواني سفیر د افغانستان د ګونډ هېوادونو هڅې ارزښتمنې یادې کړي او څرګندوي، چې پاکستان،روسیې، چین او امریکاد دغه بهیر د بریالي کېدو لپاره ځواکمنه اجماع رامنځته کړې ده.
تازه خبرونه
د ځانګړو اقتصادي کړیو( زونونو) د جوړولو کاري پلان تائید شو
دا زونونه به د امیرالمؤمنین د حکم له مخې په کابل، بلخ، ننګرهار، کندهار، هرات، پکتیا او کندز ولایتونو کې جوړ شي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند نن( چارشنبه د لړم شلمه) په ټول هېواد کې د ځانګړو اقتصادي کړیو(زونونو) د جوړولو کاري پلان تائید کړ.
دا زونونه به د امیرالمؤمنین د حکم له مخې په کابل، بلخ، ننګرهار، کندهار، هرات، پکتیا او کندز ولایتونو کې جوړ شي.
د پلان له مخې، د صنعت او سوداګرۍ وزارت به له اړوند وزارتونو او ادارو سره پر همغږۍ د دغو زونونو لپاره اړینې ځمکې مشخصې کړي، د اړوند سکټورونو فعالیتونه او اړین چوپړونه به وپېژني او د پانګونې زمینه به برابره کړي.
د ځانګړو اقتصادي زونونو له جوړېدا موخه د نوې پانګونې جذب، د صادراتو او وارداتو ترمنځ د نسبي توازن رامنځته کول او د تولیدي فعالیتونو پراختیا ده.
تازه خبرونه
د روسیې اقتصادي مرستیال د یو پلاوی پر مشرۍ کابل ته راځي
د بهرنیو چارو وزارت د خپرو شویو څرګندونو له مخې، د دغه پلاوي مشري د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اوورچوک کوي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د روسیې یو لوړپوړی پلاوی به د پنجشنبې پر ورځ( د لړم یوویشتمه) کابل ته راشي.
د بهرنیو چارو وزارت د خپرو شویو څرګندونو له مخې، د دغه پلاوي مشري د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اوورچوک کوي.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، دغه پلاوی به له افغان چارواکو سره د دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي او سوداګریزو همکاریو او د دواړو هېوادونو د اړوند اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وکړي.
د روسیې د لوړپوړي پلاوي دغه سفر په داسې وخت کې ترسره کېږي، چې د کابل او مسکو ترمنځ سیاسي، اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخې شوې دي.
تر اوسه د روسي پلاوي د سفر د اجنډا او له افغان چارواکو سره د لیدنو د جزئیاتو په اړه رسمي معلومات خپاره شوي نهدي.
تازه خبرونه
د اسلامي امارت سفیر له کویټي چارواکو سره د افغان بندیانو پر وضعیت خبرې وکړې
په کویټ کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې، محمد شفیق خطیب د یادې ادارې له مرستیال ابوفهد منصور فایز البراک او د حقوقي چارو له مسوول علي عباس سره کتلي دي.
په کویټ کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت چارسمبالي محمد شفیق خطیب د دې هېواد د بندیانو چارو ادارې له چارواکو سره د افغان بندیانو د وضعیت په اړه خبرې کړي دي.
په کویټ کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې، محمد شفیق خطیب د یادې ادارې له مرستیال ابوفهد منصور فایز البراک او د حقوقي چارو له مسوول علي عباس سره کتلي دي.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو په کویټ کې د افغان بندیانو د وضعیت په اړه خبرې کړې دي.
سفارت تر اوسه د دغو خبرو د جزئیاتو او پایلو په اړه نور معلومات خپاره کړي نهدي.
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ۱۵۱ میلیون ډالرو سوداګریز هوکړهلیکونه لاسلیک شول
-
تازه خبرونه3 days agoپه تېرو پنځه کلونو کې ۲۰ قوانین او لسګونه تقنیني سندونه خپاره شوي- عدلیې وزارت
-
تازه خبرونه3 days agoآلمان له اسلامي امارت سره د بشري او تخنیکي مرستو پر تعامل ټینګار وکړ
-
نړۍ2 days agoد امریکا لومړني منتخب مسلمان سناتور له پاکستان سره پر مرستو د بیاکتنې غوښتنه وکړه
-
سوداگري2 days agoد بهرنۍ پانګونې د جذب پالیسي تائید شوه
-
تازه خبرونه2 days agoګوترش اقلیمي بدلونونه د بشریت د بقا لپاره جدي ګواښ وباله
-
لوبی4 days agoافغانستان د لومړۍ ټسټ لوبې د درېیمې ورځې په پای کې له زیمبابوې څخه د ۱۰۲ منډو پر توپیر شاته پاتې شو
-
تحول4 days agoتحول: د افغان استازي په شتون کې د شانګهای پلس امنیتي غونډه
