سیمه ییز خبرونه
نړيوال بانك د افغانستان د روغتيا د سكتور د ودې لپاره د همكاريو د دوام ژمنه وكړه
د عامې روغتيا وزارت مسئولين وايې، په افغانستان كې د مېندو او ماشومانو د مړينې شمېره ټيټه شوې ده. دوی زیاتوي، دا مهال له هرو درېيو مېرمنو څخه يوه يې د مسلكي ډاكټرانو په شتون كې ولادت كوي.
نړيوال بانك او اروپايي ټولنې له ۲۰۱۴ كال وروسته د افغانستان د روغتيا د سكتور د ودې لپاره د همكاريو د دوام ژمنه وكړه.
دغو دوو نړيوالو بنسټونو د شنبې په ورځ ( د وري ۲۴ ) په كابل كې د عامې روغتيا له وزارت سره په همدې موخه د مرستو او همكاريو يو تړون لاسليك كړ.
د عامې روغتيا وزيره ثريا دليل وايې:
په افغانستان كې دا مهال د مېندو او ماشومانو د مړينې كچه را لوېدلې ده.
نوموړې زیاتوي، چې لس كاله مخكې به په هرو څلورو ماشومانو كې يو يې پنځه كلنۍ ته له رسېدو وړاندې مړ كېده، خو اوس په هرو لسو ماشومانو كې يو يې پنځو كلونو ته له رسېدو وړاندې مري.
د عامې روغتيا وزيره همدارنګه وايې، د اروپايي ټولنې او نړيوال بانك له خوا د روغتيا د سكتور د ودې لپاره اوږد مهاله همكاري او مرستې هغه كارونه، چې په لومړيتوب كې دي، د روغتيايي كدرونو لپاره د زدكړو زمينه، د درمل جوړولو پراختيا او د روغتيايي مركزونو جوړول را نغاړي.
په افغانستان كي د روغتيا د نړيوال بانك استازي كيس كاسترمنز وايې:
د مېندو او ماشومانو د مړينې د كچې را ټيټول د دوی د پروګرامونو په سر كې راځي.
نوموړی همدارنګه زیاتوي، چې مونږ به د مور او ماشوم د مړيني د كچې د له منځه وړلو په برخه كي د ښو او اساسي خدمتونو پروګرامونه ولرو. همدارنګه مونږ پر دې توانېدلي يو، چې د هر اړخيزو همكارۍ پر بنسټ خپل پراخ پلانونه په دې برخه كې تطبيق كړو.
د عامې روغتيا وزارت د شمېرو له مخې، دا مهال په افغانستان كې شاوخوا ۶۰په سلو كې وګړي په روغتيايي خدمتونو لاس رسى لري.
سیمه ییز خبرونه
پوتین د ولسمشرۍ بله ۶ کلنه لوړه وکړه
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سې شنبې پر ورځ د غویی اتلسمه په کرملین ماڼۍ کې د یو لړ مراسمو پر مهال د دغه هېواد د ولسمشر په توګه خپل نوی شپږ کلن پېر پیل کړ.
پوتین له دې مخکې څلور ځله د روسیې د اساسي قانون د ساتنې لوړه کړې ده.
ولادیمیر پوتین له ۱۹۹۹ ز.کال راپدیخوا د روسیې په سیاسي ډګر کې د ولسمشر یا لومړي وزیر په توګه خپل واک ساتلی دی.
۷۱ کلن پوتین په تېر مارچ کې د روسیې د ولسمشریزو ټاکنو ګټونکی وپېژندل شو.
د هغه تر ټولو نومیالی سیال الکسي ناوالني یوه میاشت مخکې د شمالي قطب په یوه زندان کې ناڅاپه مړ شو.
د الکسي ناوالني میرمنې په یوټیوب کې د ولسمشرۍ د لوړې له مراسمو مخکې یوه ویډیو خپره کړه؛ پوتین یې ظالم او قاتل یاد کړی او له پلویانو یې وغوښتل، چې د پوتین پر وړاندې مبارزه روانه وساتي.
امریکا، بریټانیا او یو شمېر نورو هېوادونو د پوتین د لوړې له مراسمو ډده کړی ده.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند مټیو میلر د دوشنبې پر ورځ ویلي: مونږ به د هغه د لوړې په مراسمو کې استازی ونلرو. مونږ د [روسیې] ټاکنې ازادې او عادلانه نه ګڼو؛ خو پوتین د روسیې ولسمشر دی او په اټکل کیږي، چې خپل کار به روان وساتي.
د آلمان خبري آژانس او د اروپايي اتحاديې د ډيپلوماتانو د څرګندونو له مخې؛ ځينو هېوادونو لکه فرانسې، هنګري او سلواکیا د پوتين د لوړې مراسمو ته د اړیکو د ساتلو لپاره خپل استازي استولي دي.
ولادیمیر پوتین، چې لږ تر لږه ۲۵ کاله په واک کې پاتې دی؛ تر ۲۰۳۰ پورې به د روسیې د ولسمشر په توګه خپلې دندې ترسره کوي.
سیمه ییز خبرونه
په هر حال پر رفح برید شونی دی – نتانیاهو
د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې؛ که د اوبند او یرغمل خوشې کولو هوکړه وشی او که نه، اسرائیل به د غزې په جنوبي ښار رفح کې د حماس پر ضد خپل عملیات ترسره کوي.
نتانیاهو د خپل دفتر په خبرپاڼه کې څرګنده کړې: دا نظر، چې مونږ به د ټولو اهدافو ترلاسه کولو مخکې جګړه دروو؛ پر بحث او خبرو نه ارزي.
سیمه ییز خبرونه
د دوبۍ واکمن د هوایي ډګر د نوي ټرمینل جوړولو لپاره ۳۵ میلیارډ ډالر تصویب کړل
د دوبۍ واکمن شیخ محمد بن راشد آل مکتوم د یکشنبې پر ورځ په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ د آل مکتوم نړیوال هوایي ډګر د مسافرینو د نوي ترمینل جوړولو لپاره ۱۲۸ میلیارډ درهم ( ۳۴ اعشاریه ۸۵ میلیارډ ډالر) تصویب شوي دي.
د رویټرز د راپور له مخې؛ د آل مکتوم نړیوال هوایي ډګر په نړۍ کې ترټولو لوی دی، چې د ۲۶۰ میلیون مسافرینو وړتیا لري او له دوبۍ نړیوال هوایي ډګر څخه به پېنځه چنده لوی وي.
دغه راز څرګنده شوې، چې په راتلونکیو کلونو کې به د دوبۍ هوایي ډګر ټول عملیات آل مکتوم ته ولیږدول شي.
د آل مکتوم هوايي ډګر به د ټرمینل ۴۰۰ دروازې او پېنځه ځغاستلیکې هم ولري.
د دوبۍ د اماراتو دولتي هوايي شرکت رییس شیخ احمد بن سعید آل مکتوم ویلي: دا هوايي ډګر به د اماراتو او د هغه د خور د لږ لګښت لرونکي هوايي شرکت فلای دوبۍ نوی کور وي او د ټولو هوايي شرکتونو له شریکانو سره، چې نړۍ له دوبۍ سره نښلوي؛ مل پاتې شي.
د دوبۍ د میډیا دفتر او د دوبۍ د هوایي ډګرونو اجرائیوي رییس پاول ګریفیټس څرګنده کړې؛ دا هڅه په نړۍ کې د هوایي چلند د مخکښ مرکز په توګه د دوبۍ موقعیت نور هم پیاوړی کوي.
-
تازه خبرونه3 days ago
د پاکستان خاوره د افغانستان پر ضد کارول کیږي
-
نړۍ3 days ago
حماس او اسرائیل کولی شي په غزه کې د اوربند په اړه واټن راکم کړي – امریکا
-
تازه خبرونه3 days ago
د سې شنبې پر ورځ خراسان او سرخ پوشان لوبډلو لوبه وګټله
-
تازه خبرونه3 days ago
دولتي بنسټونه د برښنا له شرکت څخه یو نیم میلیارډ افغانۍ پوروړي دي
-
سوداگري2 days ago
ازبکستان او پاکستان د افغان ټرانس اوسپنېپټلۍ پروژې پر پیلېدا ټینګار څرګند کړ
-
نړۍ5 days ago
د غزې په جګړه کې مو د مصر او قطر د اوربند وړاندیز منلی – حماس
-
لوبی2 days ago
ابو مسلم او عدالت فراه مساوي شول او میوند لوبډلې جوانان واحدي ته ۲ ګولونه ورکړل
-
لوبی4 days ago
اټک انرژی جوانان واحدي لوبډله او عینو مېنې خدیم ماټ کړل