تازه خبرونه
داعش په کندهار کې د شیعه ګانو پر یوه جومات د برید مسوولیت ومانه
د داعش خراسانۍ ډلې پرون (جمعه د تلې ۲۳ / د اکتوبر ۱۵) په کندهار ښار کې د شیعه ګانو پر یوه جومات د خونړي برید د ترسره کولو مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.
د داعش د څرګندونو له مخې؛ دوه داعشي بریدګرو لومړی د جومات پر ساتونکیو برید وکړ او بیا جومات ته ننوتل او خپلو چاودیدونکيو توکو ته یې چاودنه ورکړه.
چاودنه پرون د جمعې د لمانځه پر مهال د کندهار د لومړۍ ناحیې په امام بارګاه جومات کې رامنځته شوې ده.
د پېښې یوه شاهد ویلي، چې هغه د جومات د انګړ له دروازې څخه د درې چاودنو غږ واورید.
ویل کیږي، چې ټول قربانیان ملکي وګړي دي.
د رسنیو د راپورونو له مخې؛ د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې د پېښې د څېړلو لپاره یو ځانګړی پلاوی د پېښې ځای ته استول شوی دی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه پیغام کې لیکلي، چې اسلامي امارت دغه چاودنه غندي او دا ستر جنایت بولي.
هغه وایي؛ اسلامي امارت خپلو ځواکونو ته امر کړی، چې عاملین یې ونیسي او عدالت ته یې راکاږي.
د سیمه ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د کندهار د لومړۍ حوزې د شیعه ګانو په جومات کې د جمعې لمانځه پر مهال چاودنو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۴۷ او د ټپیانو هغه ۷۰ ته رسېدلی دی.
دې ته ورته یو برید تېره جمع په کندوز کې د شیعه ګانو پر یوه جومات شوی و، چې د داعش خراسانۍ ډلې یې مسوولیت منلی. په دې برید کې لږ تر لږه ۵۰ لمونځ کوونکي وژل شوي او له ۱۰۰ ډېر نور ټپیان دي، چې ټول ملکي وګړي وه.
تازه خبرونه
د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی خطرناک پړاو ته رسېدلی – د بحران نړیواله ډله
د یاد بنسټ د خبرپانې له مخې؛ په کابل کې د تېرې اوونۍ د روږدو کسانو د درملنې پر روغتون خونړی برید د تاوتریخوالي د زیاتېدا د عطف ټکی و او د جګړې کچه یې د پام وړ زیاته کړې ده.
تازه خبرونه
د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا اوربند مات کړ
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ټپي شوې یوه ښځه ده.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ويلي؛ نن یکشنبه( د وري دوهیمه ) سهار ۹:۳۰ د پاکستاني پوځي رژیم لهخوا د هاوان توغول شوې مرمۍ د کونړ ولایت د ناړۍ ولسوالۍ د شانپت په اړوند سیمه ولګېدې، چې له کبله یې یو ملکي وګړی شهید او یو بل ټپي شوی دی.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ټپي شوې یوه ښځه ده.
دغه راز فطرت زیاته کړې، چې د پاکستان پوځي رژیم ملېشو د پکتیکا ولایت په شکین ولسوالۍ کې هم د ملکي وګړو پر موټر ډزې کړې؛ خو په دې پېښه کې چاته مرګ ژوبله نده اوښتې.
د پاکستان حکومت له دې مخکې اعلان کړی و، چې پر افغانستان به یې بریدونه د کوچني اختر په مناسبت د دوشنبې تر شپې پورې ځنډېدلي شوي وي.
تازه خبرونه
د اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
د راپور له مخې: نبراسالحق عزیز نومي یو کس، چې له اسلامي امارت سره تړاو لري؛ د تېر کال په جولای کې د آلمان حکومت پر خوښه د قونسلګرۍ د عادي کارمند په توګه برلین ته تلی دی. د هغه رسمي دنده د افغان کډوالو په ایستلو کې مرسته کول ول.
د آلمان ایآرډي ټلویزیون راپور ورکړی: د اسلامي امارت یوه غړي پرته له دې، چې د جرمني حکومت خبر شي؛ په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې ده.
د راپور له مخې: نبراسالحق عزیز نومي یو کس، چې له اسلامي امارت سره تړاو لري؛ د تېر کال په جولای کې د آلمان حکومت پر خوښه د قونسلګرۍ د عادي کارمند په توګه برلین ته تلی دی. د هغه رسمي دنده د افغان کډوالو په ایستلو کې مرسته کول ول.
د راپور د څرګندونو له مخې؛ هغه په ورته وخت کې د اسلامي امارت لهخوا په برلین کې د افغانستان د سفارت د څارنې پر غاړه اخیستو لپاره غوره شوی و.
په راپور کې راغلي؛ دا کس اوس د سفارت د چارسمبالي په توګه کار کوي او په کابل کې د اسلامي امارت له بهرنیو چارو وزارت سره په اړیکه کې رسمي اسناد لاسلیک کوي.
دغه راز پخوانی چارسمبالی عبدالباقي پوپل له خپلې دندې لرې شوی او د هغه رول تر ډېره تشریفاتي بڼه پیدا کړې ده.
آلمان د اسلامي امارت حکومت پر رسمیت نهپېژني.
د آلمان بهرنیو چارو وزارت ویاند اعلان کړی، چې د افغانستان په استازولیو کې د ادلون بدلون په اړه وزارت ته راپور ورکړ شوی ندی.
د یادونې ده، چې له دې مخکې اسلامي امارت د آلمان په بن کې د افغانستان د قونسلګرۍ د فعالیتونو کنټرول په لاس کې اخیستی و.
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoایران د لاریجاني له وژنې وروسته پر تل ابیب خپل کلسټر توغندي وتوغول
-
تازه خبرونه5 days agoپاکستان د هند او افغانستان د اړیکو له عادي کېدا سره مخالف دی – سهیل شاهین
-
څار4 days agoڅار: پر افغان ملکي وګړو د پاکستاني بریدونو پایلې
-
تحول4 days agoتحول: د پاکستان پر بریدونو روان غبرګونونه
-
تازه خبرونه5 days agoامیر خان متقي د اسلامي امارت له خپلو بهرنیو استازولیو سره انلاین ناسته ترسره کړه
-
تازه خبرونه5 days agoپاکستان دې د کابل د روږدو پر روغتون برید وڅېړي – مسلمان علماء
-
تازه خبرونه20 hours agoد اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
-
لوبی20 hours agoپه کوکپر نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې ملي لوبډله درېیمه شوه
